
اکرام الله صافی
په اقتصاد کې دوه اصطلاح ګانې (انفلاسیون او ډیفلاسیون) لکه د عرضې او تقاضا ډیرې مشهورې او ډیرې کارولې کیږې.تر هرڅه د مخه راځئ Inflation او Deflation په مختصر ډول وپیژنو:
1. انفلاسون (Inflation) : کله چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د شیانو قیمتونه لوړ شي دې حالت ته انفلاسیون یا د پیسو پړسوب ویل کیږي.
2. ډیفلاسیون (Deflation) : کله چې پیسې خپل ارزښت لوړ کړي او د شیانو قیمتونه ښکته شي دې حالت ته ډیفلاسیون ویل کیږي.
ټولو ته جوته ده چې له تحول وروسته د افغانۍ ارزښت وخت نا وخت بدلېده او بدلیږې کله دغه ارزښت د ډالرو په مقابل کې لوړ او کله هم ښکته شي. تقریباً دوه میاشتې مخکې افغانۍخپل ارزښت د ډالرو په مقابل کې په بسیاري ډول له لاسه ورکړ چې ورسره د توکو قیمتونه هم د اسمان څوکو ته وختل او خلکو د خرید قوت یا (Purchasing power) له لاسه ورکړ… دغې حالت ته په اقتصاد کې انفلاسیون وایي او دا یو ډیر بد حالت ده که چېرې ژر کنټرول نشي هیواد د تباهۍ کندې ته غورځوي، د جنګ په دوران کې په جرمني کې ډیر چټک انفلاسیون له کبله خلک مجبور وو چې د یوې پیالې چای د پیرلو لپاره یوه ډکه کراچۍ پیسې ورکړي، همدا راز فرانسه چې یو پرمختللی هیواد دی یو زمان له دې ډول بد حالت سره مخ شوی وه چې فرانسویانو به د یوې ډوډۍ د پیرلو لپاره یو کجاوه بانکنوټونه پلورونکو ته ورکول.
دغه ناوړه حالت د رامنځته کېدو ګڼ شمیر عوامل لري موږ یې یو څو دانې دلته خپل اړوند ذکر کوو:
1. په افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا اقتصادې بندیزونه (د دې بندیزونو له امله افغانستان ته د ډالرو نه انتقال)
2. د ډالرو قاچاق (بهرنیو هیوادونو ته)
3. سیاسې بې ثباتي
4. ډالرو ته د تقاضا زیاتوالی
5. نړۍ سره د ډیپلوماتیکې اړیکو انقطاع…
اوس تازه په همدې جاري اوونۍ کې د افغانۍ ارزښت یو ځل بیا د ډالرو په مقابل لوړ شو چې د غه د ارزښت لوړوالی په خپل سر نه بلکې د حکومت له خوا د یو لړ اقداماتو د ترسره کولو په نتیجه کې ترسره شو چې یو څو بیلګې یې زه دلته یادوم:
1. د افغانستان بانک ته څو ځل د نغدو ډالرو انتقال
2. په سرای شهزاده د هغه مافیایي کړۍ ختمول چې هلته به یې په ډالرو بولي وهله.
3. ډالرو ته د خلکو تقاضا کم والی چون نشي کولی چې ځان سره د معلومې اندازې زیات بهر هیوادونو ته انتقال کړي.
4. له نړیوالو سره اړیکې او د نظام د رسمیت پیژندلو لپاره ځینې شنه څراغونه ښکاره کیدل
5. د ا،ا،ا د پالیسیو برخه کې ځینې ژمنې او لازم تغیرات لکه د مکاتبو او پوهنتونونو پیلول…
ټول په دې پوهیږو چې په نړۍ کې اکثریت راکړه ورکړه په ډالرو ده او ډالر د یوې مهمې کرنسۍ په توګه په نړیوال مارکیټ کې خپل ځای نیولی دی او هغه مملکتونه چې د هغوی د ملي کرنسۍ ارزښت د ډالرو په مقابل کې لوړ ده هلته د اجناسو قیمتونه هم ښکته دي.
لکه څرنګه چې پورته مو واضح کړه زموږ د ملي کرنسۍ(افغانۍ) ارزښت هم د ډالرو په مقابل کې لوړ شوی نوضروري ده چې د اجناسو بیې او قیمتونه هم باید ټیټ شي.
مګر!! که وګورو په هیواد کې د اجناسو قیمتونه په خپل حال دي او په بیو کې هیڅ ټیت والی نه دی راغلی، د چهارشنبې په سهار(February) په دوهمه یو ډالر1$ په 97 افغانۍ تبادله کیدل حال دا چې دوه ورځې مخکې (January) په یو دیرشمه یو ډالر1$ په 103 افغانۍ تبادله کېدل خو د وړو په قیمت کې هېڅ تغیر نه وه راغلی، یوه بورۍ اوړه دوه ورځې مخکې هم په 2300 افغانۍ او دوه ورځې وروسته هم،په داسې حال کې چې د افغانۍ ارزښتډیرلوړ شوی خو قیمتونه لا په خپل حال.
دلته د قیمتونو د لوړوالی تر شا بل عامل شته او هغه لامل تجاران او متصدین دې.حکومت ته پکار ده چې په دې سختو اقتصادي شرایطو کې چې هیوادوال ورسره لاس او ګریوان دي د نرخونو د کنټرول لپاره د( صنعت او تجارت وزارت، ماليې وزارت او شاروالۍ ریاست…) مشترک کمیسون جور کړی او ورته دنده وسپاری ترڅو هغه تجاران او متصدین پیدا او درنه جریمه پرې وضعه کړې چې توکې او اجناس د خپل مناسب نرخ څخه په لوړه بیه پلوري او یا دې هم په ښارونو او لویو سوداګریزو مرکزونو کې موجودو ټولو هټیوالو ته لیستونه ورکړي او په هغه لېستو کې دې ورته د هر جنس بیه مشخص کړي څو له یاد قیمت څخه یې په لوړه بیه و نه پلورېدا اقدام به تجاران او متصدین دې ته اړ کړي چې ولس ته په مناسب قیمت توکي او خدمات عرضه کړي او ستونزي تر یوې اندازې کمې شي.