ټولنیزه برخه

زغم د علمي تکامل پیل

خلیل الرحمن همایون
څو ورځې وړاندې د تېر جمهوریت یو متوسط صاحب نظر چارواکي پر فېسبوک لیکنه راځړولې وه، چې د اسلامي نظام په نه واضح والي او جامع مفهوم د نه لرلو اړوند وه. ما یې پر لیکنه د اسلامي نظام پېژندنې، جامع والي او تېر اسلامي دور کې د بېلګو په اړه تبصره ورکړه او خدای شته جمهوریت مې د غرب بقایه او اختراع ورته وبلله. څو ساعته وروسته مې د فېسبوک خبرتیاوې چیک کولې، زما پر دغې تبصرې د صاحب نظر په شمول کابو دېرشو کسانو یوازې د خندا سټیکرې ورکړې وې، کمنټ لاندې له دغه شمېره زیاتې ریپلې شوې وې چې اکثریتو یې له دلیل او منطق لرې لویدلی اخلاق غږولي وو.

وروستیو کې د اړیکو وسایلو ډېر پرمختګ وکړ او ټولنیزو رسنیو د ارتباط او نړۍ یو ځای کولو کې بې ساری نوښت رامنځ ته کړ، د دنیا مخالفو رایو او فکرونو خلکو ته یې په یو ټغر د راټولېدو واک ورکړ.
خواله رسنۍ چې موږ ته یې زیاتې اسانتیاوې او سهولتونه په لاس راکړي، تر څنګ یې یو شمېر نزاکتونه او اصولو پاللو ته هم اړتیا لري؛ که دغه برخه یې درک نه شي په لوی سرخوږي بدلیږي.

کله چې پر لیکه یئ او د سوشل میډیا اکاونټونه مو ګورئ، یو سات کې به لسګونه داسې لیکنې او موضوعات ولولئ چې تاسو له فکر سره به اړخ نه لګوي، په لوستلو به یې غوسه او زړۀ تنګي کیږئ، نا ارامه کوي مو. ځینې دا قهر ژر د خندا په سټیکر یا ښۀ شڼوولي کمنټ ختم کړي؛ خو اکثریت لحاظ داره ځان دغسې نا ارامه پرېږدي. چاره څه ده؟
ټولنیزو سره سوچ پرېکون اوسني دور کې ناشونی دی، او یو یې کاروو. کله چې استفاده ترې کوو، مجبور یو د بېلابېلو فکرونو او نظرونو خلک ځان سره وساتو، ځکه د دې ادرسونو هدف دا دی چې د هېوادوالو او دنیا والو له تحلیل، نظر او دریځه خبر شو او د فکرونو په شریکولو سره یو بل ته ګټه ورسوو، ځانونه سره پوی کړو. ډېری کسان هغه کاروونکي د ملګرتیا له لېسته باسي یا یې د بلاک کندې ته غورځوي چې ددۀ د تبې خلاف غږېږي؛ دا حل لاره نه ده. که ټول عمر له خپلو همفکرو سره تېر کړو فکر مو فلج کیږي. لوستي او په خبره پوی کسان چې د نورو سالم نظریات مني او هم په نورو د خپل فکر اغېز او منښت موخه له دلیل او منطق له لارې لاسته راوړي، هغوی ته ددې نا ارامۍ نه د خلاصون لپاره زغم اړین دی. زغم یعنې هغه څه چې نه دې خوښیږي خو د یو مصلحت په خاطر ورسره ژوند تېروي او برداشت کوې یې.
که خواله رسنیو او علمي ژوند کې زغم ته په ارزښت قایل شو، ډېرې ګټې به وکړو، لا به له زیاتو معنویاتو برخمن شو، رب به مو د علم د نعمت په ډېرو پاتو برخو ونازوي. د نه زغم لوی تاوان خپله رواني او جسمي بربادي ده. د زغم هنر دې ته وایي، چې له یو شي دې خلاصون نه وي او دی د دې نا ارامۍ او ستونزې تر منځ د فاصلې کمولو او هوسا کولو دنده اداء کړي. که برداشت نه وي، نو موږ به له لوی رواني عذابه و کړیږو دا زَور زموږ فکري مخالف ته زیان نه رسوي یوازې موږ لمبه کوي. ډېری وخت چې موږ له ټولنیزو رسنیو سره ذهني ګډوډ کیږو، دغه وجه وي.
د سوشل میډیا هدف چې د نورو له تجربو او علمیت ګټه اخیستل دي او خپله ذهني وده ده، دا موخه یوې غونډۍ کې ایښې خزانې ته ورته دی، چې د ورتګ لاره یې لوړو او ژورو سخته کړې؛ که د دې تکلیف د برداشت وس ونه لرې، د خزانې موندلو تمه بې ځایه ده. خواله رسنۍ او زغم هم دغسې دي.
که د ټولنې په نه زغم غږېږو، پرلیکه نړۍ کې ډېره ګیله له لوستي قشر کیږي، څوک چې په فېسبوک او ټویټر کې تبصرې شریکوي لوستي دي کنۀ؟ کله چې د علم له نعمت برخمن وګړي اخلاقو، نزاکتونو او متقابل احترام ته نه ژمن کیږي، له نالوستو او د هغوی له اعمالو څه ګیله!
پوهان د ښۀ علمي پرمختګ لپاره د هغو کتابونو او لیکنو د لوستلو توصیه کوي، چې ستا د فکر خلاف وي. هغه لیکل چې ستا د رایې خلاف و او تا ولوستل تاته د تحلیل او فکر کولو انګیزه درکوي، د فکرونو او واقعیتونو د ترازو کولو له قدرته دې برخمن کوي. که دا هنر ومومې بیا خپلې فکري او علمي نیمګړتیاوې درک کولی شې او د ځان د تکامل فکر درسره مل کیږي، چې دا د ځان رسولو ډېر ښۀ هنر دی.
لقمان حکیم رحمه الله خپل زوی ته د زغم په اړه  نصحیت کړی، رب کریم په مبارک قران کې د هغې لارښوونې یادونه کړې، فرمایي:
(( يٰبُنَىَّ أَقِمِ الصَّلٰوةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلٰى مَآ أَصَابَكَ ۖ إِنَّ ذٰلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ ))
ژباړه:
زويكيه! لمونځ قايم کړه، په نېکۍ امر وکړه، له بدۍ څخه منع وکړه او په دې لاره کې چې هره سختي یا غم درباندې راشي، صبر (زغم) ورباندي ولره، دا هغه مهمې خبرې دي چې ډېر تاكيد يې شوى دى.
[سُوۡرَةُ لقمَان : ۱۷]
حقیقت او موضوعاتو اړوند یوې ښې رایې ته د رسېدو لپاره په سړه سینه بحث ته اړتیا ده، تر څو ځانونه او فکري مخالف قانع کړای شو. که بحث او مناقشه کې متقابل احترام او برداشت نه وي، هغه وړۍ نه شړۍ کیږي.
لوی کریم ذات خپل خوږ رسول صلی الله علیه وسلم ته د بلنې او خلکو سره د مباحثې ډېره غوره طریقه ښيي، فرمایي:
(( ادْعُ إِلٰى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجٰدِلْهُم بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ))
ژباړه:
اې پېغمبره (ص) د خپل رب د لارې په لوري په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه، او له خلكو سره په داسي ډول مباحثه وکړه چې ډېره غوره وي.
[سُوۡرَةُ النّحل :۱۲۵ ]
نو منظور مې دا دی، چې
د فکري مخالفو د نظرونو اورېدو حوصله باید ولرو، که د متضادو فکرونو زغم ونه لرو، نه خپله د علمي ودې ارزو پوره کولای شو نه ټولنه جوړولی شو.
ټولنیزې رسنۍ داسې دنیا ده، چې دلته موضوعاتو په تړاو لیدلوري مختلف دي، سالم استدلال او تبصرو  په وسیله کولای شو یو بل قانع کړو. ښکنځل او سپکې سپورې خبرې لویدلي اخلاق او نا سالمه تربیه ده. که د بهرنیو هېوادو وګړو اکاونټونه او صفحې وګورئ، د هغوی یو بل ته احترم، زغم او تبصرې ډېرې عالي دي، په دلیل او منطق یو بل قانع کوي، که قانع نه شوو، موضوع پرېږدي؛ خو زموږ د اکثرو غوندې یې په کنځا او یو بل توهین کولو نه بس کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx