نظــر

د سرې میاشتې تاریخي ګام؛ په یوه میاشت کې ۲۵۰۰۰ کورنیو سره مرسته

عبدالقدیر سباوون

که څه هم په هغه کچه به نه وي لکه څومره چې نړۍ نارې وهي، چې افغانان له لوږې مري، خو دا یو حقیقت دی چې د افغانستان اقتصاد له تېرو څلورو لسیزو را په دېخوا د نړۍ سیال ندی او ډېری وګړي یې په غُربت کې ژوند تېروي. که څه هم افغانان په غُربت کې له ژوند تېرولو سره عادي شوي، خو کله کله طبیعي پېښې او یا د نظام اوښتون هم ددې لامل شوی وي، چې د افغانانو عادي اقتصادي ژوند ټکنی کړي. د تېر فاسد نظام له سقوط وروسته افغانان له یو غیر متوقع حالت سره مخ شول، ځکه له یو لوري د نظام چارواکو له ځانونو سره ملي شتمنۍ وتښتولې او له بل لوري کفري نړۍ پر افغانستان هر ډول بندیزونه ولګول او د افغانستان خپله شتمني یې کنګل کړه. دې دوه کارونو د افغانانو عادي روان اقتصادي حالت ته جټکه ورکړه او نسبي غُربت خپور شو. له دغسې یو حالت څخه د افغانانو ایستل د حکومت مسوولیت وي، چې له نیکه مرغه حکومت په دې برخه کې له توقع هم ډېر ګړندی او لاس په کار دی او لکه څنګه چې نړۍ اټکل کړې وه، چې هره ورځ به سلګونه افغانان له غُربت ومري؛ لله الحمد تر اوسه هیڅ افغان له غُربته ونه مړ. د حکومت تر څنګ سره میاشت هم لاس تر زنې پاتې نشوه، بلکې تر پخوا څو چنده زیاتې هڅې یې پیل کړې، چې د هېواد په لر او بر کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وویشي او خپل هېوادوال له غُربته وژغوري.

سرې میاشتې په تېرو پېنځو میاشتو کې د هېواد په نېږدې ټولو ولایتونو کې له شاوخوا ۴۶ زره کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې. تر کومه چې مونږ وینو دوی هره ورځ له بلې ورځې مرستې ډېروي او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي هېوادونو دروازې ور ټکوي. زمونږ د ادعا ستر دلیل دادی، چې سرې میاشتې یوازې په جنوري میاشت کې له ۲۵ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې، چې دا شمېر له بل هر نړیوال خیریه بنسټ څخه په څو څو ځل ډېر دی او د سرې میاشتې په ټول تاریخ کې بې بېلګې لیدل کېږي.

زه د سرې میاشتې فعالیتونه څارم دا مهال په کابل، غزني، کونړ، نورستان، وردګ، ننګرهار، هرات، بدخشان، دایکندي، تخار، سرپل، کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د سرې میاشتې مرستې روانې دي. سره میاشت دې الله سبحانه و تعالی همداسې لاس په کار لري، چې د بېوزلو او اړمنو هېوادوالو لاسنیوي ته همداسې چټک او پراخ دوام ورکړي.

د سرې میاشتې فعالیت دا مهار تر بل هر اُرګان بریالی او پر ځای دی، ځکه که په بادغیس کې زلزلې سلګونه کورنۍ بې کوره کړې، نو سره میاشت لومړی ارګان و، چې کور په کور وګرځېده او بې کوره شویو کورنیو ته یې خیمې او د اړتیا وړ توکي ور ورسول، که په زابل کې بارانونو د خلکو کورونه را ونړول، نو سرې میاشتې ګام واخیست او لاسنیوی یې وکړ، که په بدخشان او نورستان کې واورو خلک په کورونو کې حصار کړل، نو سرې میاشتې خوراکي مرستې ور ورسولې، که په پنحشېر کې جګړو خلک بې کاره کړي وو، نو سرې میاشتې زرګونو کورنیو ته خوراکي مرسته ور ورسوله، که کابل ته خلک را کډوال شوي وو، نو یوازې سره میاشت ده، چې هره ورځ سلګونو اړمنو کورنیو ته پرلپسې مرستې ویشي.

زه پر دې باور یم، چې په وروستیو میاشتو کې د سرې میاشتې دومره ګړندی حرکت او ژوندي ګامونه اخیستل د سرې میاشتې د نوې کارنده او بااستعداده رهبرۍ له امله دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx