نظــر

د امارت مشرانو ته وړاندیزونه «۲» برخه

الحاج استاذ بيانزي

يوولسم: د لويو توليدي او خود کفايي پروژو جوړول او پراخول چې له امله به يې له خيراتو وژغورل شو، ګدايي اسلام کې حرامه ده موږ بايد د نورو سره په لاس اړونه جوګه شو صادرات مو زيات او واردات مو کم شي.

دولسم: د ځمکې لاندې او باندې ذخيرو راويستل، د ځمکې لاندې معدنيات، ګاز، تېل او اوبو راويستل مو بايد له اوليتو څخه وي.

ديارلسم: د لمر، باد، اوبو، ګاز، سکرو او برق توليدول د دې په ځای چې موږ له نورو برق واردوو، نورو ته برق صادر کړو، له لمر، باد، اوبو، ګيس، سکرو، ډيزلو او داسې نورو وسيلو څخه د هرې سيمې د شرايطو له مخې برق تر لاسه کړو. د شلو کلو په اوږدو کې مو له ګاونډي هيوادو په ميلونونو ډالرو بيه برق واردولو، د برق په هغو لويو پايو او د هغوي په لګولو او ساتنه څومره خرڅ شوي، د تخريب په صورت کې به څو اوونۍ تاريکې کې شپې صبا، کارخانې او بزنسونه به مو هم دريږي، د هغو بيا جوړلو لپاره به مو څومره وخت او خرچه لګيږي او د کال څو ميليونه بيه او هر وخت چې بيه څومره وغواړي هغه زياتولی هم شي، که موږ د لمر، باد، اوبو او داسې نورو په واسطه پريمانه برق تر لاسه کړو، هم به خپله خودکفا او هم به يې نورو ته صادروو.

څوارلسم: په پوليسو او استخباراتو کې د ښځينه پوليسو ورزياتول.

پنځلسم : د کرني او مالداري ماشينيزه کېدل.

شپاړسم: صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې.

اوولسم: د زمکو عادلانه وېش او ټولو ته اوبه، اصلاح شوي تخمونه، ماشين الات او د مفتو قرضو رسول او د هغوی لپاره د مارکېټ زيږول او مارکېټو ته يې د رسولو اسانتياوې.

اتلسم: خپلو کې يووالی، د مشرانو اطاعت او په کشرانو شفقت.

نولسم: مور ډير مهربانه او پلار بيا د ښي روزني د پاره لږ څه قهرجن هم وي اسلامي امارت به هم کله د مور او کله د پلار ليار غوره کوي. مه دومره تريخ چې له خولي وغورځول شي او نه دومره خوږ چې خلک دي ښوي تير کړي.
شلم: انسان د حرص او اطمنان دوه ډير ښه او بد تضاد خصلتونه لري، ، د جهاد په اوږدو کې تاسي د الله ج په معبوديت، خالقيت او مالکېت پوره باور او ايمان درلود، نو د مال او ځان قربانيو ته مو ليوالتيا او خوشالتيا لرله، مګر اوس مادي چاپيريال کې د مادي ازمويني لاندي قرار لرۍ د حرص يا نفس مقابل جهاد کې د ماتو سره مخ نه شۍ.
يوويشتم: د جهاد په اوږدو کې ډيرو مجاهدينو او مجاهد ولس ډيري مالي او ځآني قرباني ترسره او د شهادت جامونه يي وچښل بچېان او کورنۍ يي د فقر د ډير سخت حالت سره مخ شوي، د هغوي د بچو ښه روزنه او د هغوي کورنيو ته ښه معاشونه او يا زمکې او جوړ کورونه ورکړي په خيراتو يي مه ساتۍ تاسي خيراتو ته کېنۍ او هغوي ته معاشونه ورکړي.
دوويشتم : د لمړي ځل اسلامي امارت په خزانو کې مو څومره ډالر لرل چې اوس د لس بيلونو دالرو دعوي لرو، په تريلونو ډالر يي د غلامانو او بادارانو ترمنځ نوش جان شول او په بيلونو يې زموږ په وژلو، زموږ د فرهنګ په بدلولو او معنوياتو په راپرزولو خرڅ کړي، اوس په لس بيلونو نړيوالو ته ځانونه رشتوني ورپيژني چې موږ خو څه نه دي غلا کړي لس بيلونه ډالر مو هم په ډاګه کړل چې ور سره دي مګر طالبانو ته يي ځکه نه ورکوي چې هغوي يي د لرلو وړتيا نه لري ښځي زده کړو ته نه پريږدي او همه شمول حکومت نه جوړوي او … دوهم ځل امارت په خيراتو روږدوي که امارت مو غلامي ومن هغه ‌ډالر به له کنګل ورته راوباسو.

د امارت له مشرانو او کشرانو زما د ورورۍ هيله او غوښتنه ده چې هغه لس بيلونه ډالر د تل دپاره هير کړۍ په هغو مو معنويات مه معامله کوي، د الله ج په توکل شروع وکړۍ په نظامي ډګر کې چې الهي نصرت درسره وو په سياسي ډګر کې به مو هم الله ج ملګري وي تر امريکا به هم دمخه شو ټول غرونه مو لعلونه او له خزانو ډک دي.

درويشتم : زموږ د هيواد خاوره څو ځلي له اشغاله ازاد شوي، مګر ذهنيتونه مو تر پيړيو پيړيو په اشغال کې پاتي شي، موږ بايد له ذهنيتو اشغال هم ځانونه وژغورو حديث شريف کې فرمايي چې ( د مجرم په ځاي د جرم مخه ونيسۍ ) کفار تل هڅي لري چې زموږ بي لياري زموږ سره په عقدو کې وساتي، موږ بايد هغوي سره په رسنيو او تلويزونو کې پرله پسي معقوله مفاهمي او مناظري ولرو، ښه به له بدو جلا کوو او بدو ته به په اخره کې سزاوي اوروو.

څلورويشتم: د نسلونو د پاتي کېدو د پاره خالق لايزال په ښځينه فطرت کې د نر د جذبولو د پاره څه وسيله اخښلي انساني ښځينه جنس کې هغه د ښځو ښکلا، قدو قامت، نرم پوست ، نري اواز، ښه بوي او نوري ځانګړتياوي د نارينه د جذب وسيله جوړيږي. دا چې انسان له نورو حيواناتو فوقيت اوعزت لري، ډير ژر د جلا جلا ناروغيو هم ښکار کېږي، له بلي خوا د ښځو ښکلا په سر ( که نکاح او حجاب نه وي ) به ډير نارينه يوبل سره وژني امنيت او کورني ژوند به نه وي ټولنيز ژوند به ختميږي. امارت بايد د نکاح او حجاب ساتنه کې له ډير جديت کار واخلي.

پنځويشتم: د ګاونډيانو سره دوستي ډيره ګټه او دشمني ډير تاوان لري په ځانګړي ډول هغوي چې موږ سره يو دين او يو فرهنګ لري، له نيکه مرغه زموږ ټول ګاونډيان مسلمانان خو ټول مو دشمنان دي او مريکا له اروپا سره جلا جلا ژبي، رنګ او فرهنګ لري استعماري ګټي يي سره شريکې دي دوستان دي هم نظره او هم سنګره موږ خپلو کې سره جنګوي او جلا جلا مو ښکاروي.
د ګاونډيانو سره لوي وړي شخړي بايد د خبرو له لياري حل شي که حکومتونه يي غلام وي د ملتونو سره يي کار وکړو چې ښه حکومتونه د راتلونکې د پاره ولري، نه دا چې د حکومتو سره يي جګړيز حالت ته ورسيږو او له دي حالت نړيوال کفر زموږ د استثمارولو او غلامولو د پاره کار واخلي.

شپږويشتم: نه يواځي د ګاونډي هيوادو بلکه د نوري اسلامي نړي د حکومتو او ملتو سره عن په جلا جلا تعاملاتو کار وشي او اسلامي نړۍ هم سره يو موتي او تر يو اسلامي امت تر کچې لاندي راولو تر څو ټول اسلامي امت او هم مظلوم بشريت د کفارو له استثمارولو او غلامولو وژغورل شي او اسلامي نظام نړيوال نظام جوړ شي ان شالله

و من الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب ! یوه نړۍ مننه ، دا ستاسی حسن نظر او موږ ته انرجی راکوی ، په دی عمر کی مو په همدی لکینو زور بر دی، الله ج دی پکی موثریت واچوی . اسلامی امارت نه یواځی زموږ د هیواد د پاره او نه یواځی داسلامی نړۍ د پاره بلکه ټول مظلوم بشریت د پاره یوه تسلی ده یو ملهم دی یوه پشتی ده، نړیوال استعمار هم ښه ور ته متوجه دی هڅی لری چه نطفه کی یی خنثی کړی، دهمدی د پاره یی د ۹/۱۱ نړیواله فاجعه وکاروله ټوله نړی حتی د اسلامی نړۍ منافقین یی هم… نور لوستل »

مجاهد

وردګ صاحب ، ثابت صاحب او کاروان صاحب ، السلام علیکم
اسلامی امارت ته وړاندیزونو دوهمه برخه هم نن زموږ او ستاسی دلوستلو د پاره نشر شوه ، دیر شه معلومات بکی ځای په ځای شوی په لوستلو ارزی که په اړه یی نظریات ورسره شریکولی شو مننه

الحاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب، فکر کوم لس دولس کاله دمخه موږ یو کال اماراتو ( اجمان ) کی مو ژوند لرلو، هماغه وختو کی د نن اسیا پاڼه پرانستل شوه فدا صاحب یی هغه وخت هم مشر وو ، د عبدالله په نوم یو ورور ( د وردګو وو ) راسره ملګری شو فکر کوم د فذا صاحب سره یی هم نزدی اړیکی لرلی. یوځل زموږ کورته هم راغلی وو ( اجمان ته ) . بیا موږ افغانستان ته ولاړو ، هغه هم په افغانستان کی وو سره مخ شولو، د حزب اسلامی دفتر ته د هغه په ګاړی کی سره ولاړو،… نور لوستل »

عبدالله وردک

ګرانه او قدرمنه وروره استاد الحاج بیانزی صاحب!
السلام علېکم و رحمت الله و برکاته!
په قلم او په پوهه د برکت شه. ډېرو مهمو ټکو ته د اشاره کړېده.
الله(ج) د ټول په اسلام او وطن مین افغانان سره حقیقي متحد کړي، تر څو په ریښتیا د افغانانو هغه اصلي ماهیت نړۍ ته ور وپېژني.
والسلام عبدالله وردک

الحاج استاذ بیانزی

فکر کوم ستاسی د تلیفون نمره راته چا راکړه، هڅه می ډیره وکړه وایی چه وټسااب کی نه ده، زما نمره له غوربندی صاحب ځخه واخله چه کله ناکله تلیفونی مرکی سره ولرو که ممکنه وی او د هییش ویښ صاحب سره هم که اړیکی ټینګی کړی شو بده به نه وی مننه

هيښ ويښ

محترم بیانزی صاحب ! ډېره مننه ستاسو د قېمت بها مشورو او وړانديزونو نه . رب العالمين دې تاسوته ددې اسلامي – افغاني -انساني او مدني وړانديزونو له کبله په دونيا او اخرت کې اجرونه در کړي . زما په‌نظر دا فقط وړ اندازونه نه دي ، بلکې د يوه کاميابه او پایداره دولت ( ااا) د پاره د داخلي او خارجي سياست اساسي ، مهم او ضروري خطونه دي ، چې عملي کول او پياده کول يې هم د ااا بقا او هم د افغان کړېدلي اولس د تاريخي عذابونو نه د خلاصون او د يوه مرفه ، په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

هیښ ویش صاخب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! دا ستاسی مهربانی او د ښکلاوو ډکه کتنه ده موږ ته انرجی راکوی الله چ دی تاسی ته هم اجرونه درکړی. برګ سبزی است تحفه درویش چه کند بینوا همین دارد اسلامی امارت نه یوآخی زموږ د هیوادوالو، او نه یواځی د اسلامی نړۍ بلکه د ټولی نړی د مظلوم بشریت د ړندو سترکو اوښکه ده یعنی کمیابه تحفه ده د دی تحفی پیش بینی هم نه کیدله چه په یوویشتمه پیړۍ کی دی د یو کمزوری او زخمی هیواد مجاهد ولس د اسلامی امارت د سرشاره او حکیمانه قیادت… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx