ورزش

بنګلادیش کرکټ لیګ: محمد شهزاد لوبغالي کې په سګریټ څکلو جریمه شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، 16 سلواغه، ۱۴۰۰ل): د بنګلادیش کرکټ غوره لیګ یوې سیالۍ کې د اورښت دمې پرمهال د افغانستان اوپنر توپ وهونکی محمد شهزاد په شیر بنګلا کرکټ لوبغالي کې پر سګریټ څکلو جریمه شوی دی.

د جمعې په ورځ د فبروري په څلورمه نېټه هغه مهال محمد شهزاد لوبغالي کې په سګریټ څکلو ولیدل شو چې د باران له کبله د کومیلا او ډاکا لوبډلو ترمنځ لوبه ودریدلې وه. وروسته دغه لوبه د زیات اورښت له کبله لغوه شوه.

پنځه دیرش کلن محمد شهزاد په ټولنیزو رسنیو او همدا ډول د بنګلدیش غوره لیګ مسئولینو له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی، چې په عامه ځای کې سګریټ څکول خلکو ته ناسم پیغام ورکوي.

محمد شهزاد سره په دغه خپاره شوي عکس کې کریم جنت او فضل حق فاروقي هم لیدل کیږي چې ترڅنګ یې ولاړ دي خو ده ته یې توجه نه ده ورکړې.

کله چې د ډاکا لوبډلې د ناستې خونه (ډریسنګ روم) د محمد شهزاد له حرکاتو خبره شوه، روزونکي میزان الرحمن او بنګلادیشي لوبغاړي تمیم اقبال مداخله وکړه او غوصه ښکاره شول چې شهزاد یې خونې ته وروغوښته.

ددې پېښې په اړه د بنګلادیش کرکټ بورډ د لوبې مشر ریفري او د تخنیکي کمیټې بلونکي رقیب الحسن په شهزاد سختې نېوکې وکړې او ویې ویل چې لوبغالي کې د سګریټ څکول په کلکه منع دي.

نوموړي زیاته کړه، «دا د اخلاقو سره په ټکر کې دی، په لوبغالي کې د سګریټو څکول منع دي، که شهزاد په دې خبر نه وي باید د لوبې چارواکي هغه ته خبرداری ورکړي».

په ورته وخت کې شهزاد د لوبې د ۲.۲۰ مادې څخه په سرغړونه مجرم پيژندل شوی او یو ډیمریټ پواینټ ورکړل شوی چې د هغه په ریکاډ کې ثبت شو. دا منفي پواینټ هغه مهال لوبغاړي ته ورکول کیږي چې د لوبې اخلاقو مخالفت وکړي.

د بنګلادیش کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شهزاد د لوبې لوبڅارانو ته چې هغه ته یې په اخلاقي جرم منفي پواینټ ورکړی، په خپلې تیروتنې اعتراف کړی او وړاندیز شوې جریمه یې منلې ده.

شهزاد د ډاکا منظم لوبغاړی دی چې تر اوسه یې په ټورنمنټ کې څلور ځل له لسو کمو منډو ترڅنګ ۵۳ او ۴۲ منډې جوړې کړې دي. ډهاکه د جمعې په ورځ له ماتې وروسته د اوو لوبو څخه د اوو نمرو سره د جدول په دریم ځای کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx