افغانستان

افغان حکومت: چا ترې «ډالر پر افغانیو» د تبادلې غوښتنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت ویندویان وايي چې ‏په افغانیو د ډالرو دبدلون په برخه کې دمرکزي بانک دناتوانۍ ادعاحقیقت نه لري.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ادعا وکړه چې دوی د افغانستان په یوه بانک کې میلیونونه ډالر لري خو استفاده ترې نشي کولای ځکه د افغانستان بانک (مرکزي بانک) دغه ډالر  ورته په افغانیو نه دي بدلې کړي.

ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي وو چې د افغانستان مرکزي بانک ورسره واضحه ژمنه کړې وه چې تازه راوړل شوي ډالر به په اتومات ډول افغانیو ته بدلې شي.

هغه  د افغان حکومت له خوا د بهرنیو اسعارو بندیز ته په اشارې وویل چې له افغانیو پرته دوی خپل پروګرامونه نه شي تطبیقیولای.

خو د افغان حکومت ویندویان بیا د ملګرو ملتونو د چارواکو دغه ادعاوې ردوي.

د افغان حکومت ویاند مرستیال احمدالله وثیق ویلي پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې تر اوسه د ملګروملتونو یا کوم بل ادرس څخه مرکزي بانک ته پیسې نه دي ورکړل شوي.

هغه زیاته کړې چې مرکزي بانک بې له شکه د هرڅومره ډالرو د اخیستلو او دافغانیو د ورکړې توان لري.

وثیق د مرکزي بانک له خوا د ډالرو پر افغانیو د بدلون په اړه د افغانستان بانک ناتواني شایعات بللي دي.

د چارو څارونکي وايي چې د نړیوالو ادارو او سازمانونو ځينې افراد غواړي د خپلو شخصي منافعو د تامین لپاره له ځینو افغان سوداګرو او صرافانو سره چې په بهر کې اکونتونه لري، مالي معاملې وکړي او دوی په بهر کې دغو سوداګرو او صرافانو ته ډالر ورکړي او په افغانستان کې ترې افغانۍ واخلي.

دوی وايي چې د افغانستان بانک د مرکزي بانک په توګه یو له اساسي وظایفو د پولي سیاست تنظیم دی او مرکزي بانک باید هېڅ یوې نړیوالې ادارې ته اجازه ورنه کړي چې له دوی سره د همغږۍ پرته بهرني اسعارو خرید و فروخت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalilullah qateelzo

د افغانستان بانک ته د (مرکزي بانک) اصطلاح کارول یوه تېروتنه ده.
دا که د اسلامي امارت ویاند دا کاروي او که کومه بله رسنې؛ ملي ارزښتونو ته سپکاوی دی. هیله ده پام ورته وکړئ!
په درنښت

دکتور مجاهد

د لیکنی په اړه کمی زیاتی نه لرم چه افغان حکومت د ډالرو په افغانیو بدلولو څه فیصله کړی چه بدلوی که نه ، د هغوی خپله فیصله او صلاحیت دی او په دی اړه هم معلومات او یا تخصص نه لرم که افغانی په ډالرو ماتی نه کړی څومره تاوان یا ګټی لری نو په اړه یی څه ارزونه هم نشم کولایی . مګر د یو ورور پری تبصه کی لیکلی چه : [ د افغانستان بانک ته د (مرکزي بانک) اصطلاح کارول یوه تېروتنه او ملي ارزښتونو ته سپکاوی دی ] محترم ( قتیلزی ) صاحب ! کله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx