افغانستاناقتصاد

ډالر له ۱۰۵ څخه ۸۹ افغانۍ ته راوغورځېد خو؛ د اولیه توکو نرخونه لا پر پخواني حال ثابت دي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): که څه هم افغانۍ د ډالرو مقابل کې بې ساری ارزښت ترلاسه کړی دی خو د کابل ښاریان د اولیه توکو د نرخونو د نه کمېدو څخه شکایت کوي.

د کابل ښاریان وايي چې افغانستان  اکثریت اولیه مواد له نورو هیوادونو په ډالرو اخلي نو د افغانۍ د ارزښت لوړيدو سره باید د توکو نرخونه هم ښکته شي.

پر ټولنیزو رسنیو هم ځينو فعالانو لیکلي دي چې د ډالرو د نرخ لوړیدو سره د خوراکي او سون توکو نرخونه لوړ شوي وو خو د تېرو لس ورځو راهیسې ډالر د افغانۍ مقابل کې ارزښت دلاسه ورکړی دی، د توکو نرخونو کې هېڅ تغیر نه دی راغلی.

ځینو فعالانو لیکلي دي چې د افغانۍ مقابل کې د ډالر ارزښت کمېدلو سره که د توکو قیمتونه ښکته نه شي دوی ته يې کومه ګټه نه رسیږي.

دوی له حکومت غوښتي دي چې په بازار کې مداخله وکړي او د توکو نرخونه ښکته کړي.

بل لورې ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اطاق ویلي دي چې تېرو څو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې پورته شوی او دغه چاره باید په د توکو پر بیو مستقیم اغېز وکړي.

دوی له سوداګرو غوښتي دي چې د خلکو اقتصادي ستونزو او ژمي سړې هوا ته په کتو دې د خوراکي توکو د بیو برخه کې لازمه همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx