افغانستاناقتصاد

د افغانستان بانک د الدرداري څرګندونو په غبرګون کې ملګرو ملتونو ته رسمي اعتراض کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل):  د افغانستان بانک په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیايي پروګرام د رئیس ښاغلي عبدالله الدر داري وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان بانک تر اوسه پورې توانیدلی نه دی چې د دې سازمان ۱۳۵میلیونه امریکايي ډالره په افغانۍ مبادله کړي، په کلکه رد کړي دي.

د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې  یاد مبلغ تر اوسه پورې د افغانستان بانک ته راجع شوی نه دی.

د افغانستان بانک په دغه اعلامیه کې هغه موارد ذکر کړي دي چې د دوی او  د ملګرو ملتونو د سازمان ترمنځ د بشر پاله مرستو د اسانتیا او لاسرسۍ لپاره پرې اجماع شوې ده.

د افغانستان بانک ویلي دي چې دوی د افغانستان له ټولو سوداګریزو بانکونو سره په اړیکه کې دی او د بانکي سیستمونو په کارولو سره د دوی وارده اسعار په افغانۍ مبادله کوي او همدا ډول د خپلو پولي سیاستونو د ښه پلي کېدو لپاره د اسعارو لیلام (Auction) ته هم چمتوالی لري.

اعلامیې زیاته کړې ده چې د افغانستان بانک د بانکونو ترمنځ د تصفیې او تسویې سیستم عملاً فعال دی او د هېواد ۳۴ ولایتونو ته د پیسولېږد په ښه توګه ترسره کیږي او په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزې شتون نه لري. همدا ډول چمتو دی چې بشر پاله مرستې هم د هېواد ۳۴ ولایتونو ته ولېږدوي.

د افغانستان بانک ویلي دي چې بانک د تمرکز د لمنځه وړلو د خطر د مخنیوي په موخه د هېواد نورو بانکونو ته د بشري مرستو د پیسو د لېږد د پروسې د اسانتیا لپاره خپل رول په ښه توګه ترسره کړی او دا موضوع یې د افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان له دفتر سره شریکه کړې ده.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې دوی په خپل وار د دې اجماع د ترسره کولو لپاره تل هڅه کړې ده او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د سازمان له دفتر سره پرله پسې غونډې ترسره کړي دي.

د افغانستان بانک ټينګار کړی چې دوی د افغانیو کافي زېرمې په واک کې لري او تر اوسه پورې یې په دې برخه کې هرې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی او تر دې مهاله د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د افغانۍ د سیالیت کومه ستونزه تر سترګو شوې نه ده: «له همدې امله یې د افغانۍ کارول په ټول هېواد کې الزامي اعلان کړي او په کورنیو معاملو او راکړو ورکړو کې د هغه د دودولو او کارولو لپاره هڅه کوي چې دا کار د افغانۍ د کافي پیسو د شتون ښکاروندوي کوي.»

د افغانستان بانک د عبدالله الدرداري څرګندونې ناسمې او شخصي ګڼلي دي او ویلي یې دي چې دوی د افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر ته خپل رسمي اعتراض کوي او په دې اړه د رسیدګي غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx