نظــر

د سپين کاروان لاروي سره يو څو شېبې د زړۀ خوالۀ

مولوي ضیاءالحق حسان

د اتلانو د ټبر نومیالی فاتح ځوانه!

بری دې مبارک شه!
ګټیالیه غازي ځوانه!
نن غواړم درسره د زړۀ خوالۀ وکړم او له نن نه څو کاله مخته دې د فکر نیلي بوځم، په یاد دې دي چې د ژمي په دې سړو شپو به دې د هجرت په دیار کې له خورا کړاوونو سربیره غربت، مسکنت او ګڼ تکلیفونه مېلمانه وو، په یاد دې دي چې کله به د ژمي سړې شپې شوې او واورو به د هیواد دنګ غرونه سپین کړل د شپې پر مهال به ستا ځای نه و، تا به د زکریا په شان د ونې په ډډه کې پنا اخیستې وه، هره شپه به ستا د مرګ په تکل ګڼو طیارو د آسمان غیږ نیولې وه، هره شپه به د ویرونو آوازونو ستاسو د کلي له انګړ پورته کېدل، ګڼې جنازې به د زلمو د اوږو مل وه.

زمریالیه!
پوهیږم چې نن دې د فتحې ویاړمن تاج په سر دی، په دنګو تعمیرونو کې د لوکسو موټرو سره د هیوادوالو د خدمت جوګه یې.

پام چې هغه سختۍ دې هیرې نه شي!
سلطان محمود غزنوي ته یو ځل حاسدین(کینه کوونکي) راغلل ویل یې ایاز تا سره له دې امله زیاته علاقه کوي چې مال درنه حاصل کړي ویل یې نوموړی هره ورځ هاغه پورې کلي ته ځي او هلته کوټه کې مال جمعه کوي، سلطان صاحب عسکر ورولیږل څو حالات معلوم کړي کله چې عسکر هماغه کلي ته لاړل که ګوري چې کوټه قلف ده دوی ور مات کړ او دننه شول هلته صندوق ایښی و، هغه یې را واخیست او د سلطان صاحب مجلس ته یې راوړ ګڼ کسان راجمعه وو کله چې سلطان صاحب د صندوق ور خلاص کړ یوه جوړه زاړه کالي او زاړه بوټ په کې وو.

سلطان صاحب وویل ایازه! دا څه دي؟
ایاز وویل زه چې کله ستاسې دربار ته راغلم دا زوړ لباس مې په تن و اوس چې تاسو په شاهانه لباس نازولي یو زه هر سهار ځم او دا لباس ګورم تر څو ستاسو ناشکري رانه ونه شي، د دې خبرې په اوریدو د ایاز ځای لانور لوړ شو او حاسدین شرمنده شول.

نومیالیه غازي ځوانه!
د ایاز سنت په ځای کړه او هر سهار د لوی رب د شکر ترڅنګ د کړیدلي ولس قربانۍ او خدمتونه یاد ته راوله تر څو د لوی رب د شکر تر څنګ د ولس خدمت په لوړه حوصله تر سره کړې.

د اسلامي نظام د دوام او استحکام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx