نظــر

ماشوم ریان

حفيظ الدين پيرزاده

ماشوم ریان دې لوی څښتن پخپل خاص فضل او مرحمت روغ او جوړ‎ له څاہ څخه را وباسي!
نن سبا ټوله میډیا ھمدې ماشوم ته کوریج ورکوي!

زما خبرہ که بل ډول تعبیر نه شي نو و به وایم: کلونه وړ‎اندې اشغالگرو په فراہ کې یوہ مدرسه بمبارد کړ‎ې وہ چې پکې په لسګونو د قرانکریم تنکي حافظان او د مدرسې ماشومان په شھادت رسیدلي وو!
ھغوی ته نه نړ‎یوالو او نه په کور دننه رسنیو کوم ارزښت ورکړ‎، ځینو رسنیو دې خبر ته داسې کوریج ورکړ‎ چې ھغه گلالي شھیدان یې د طالبانو قومندانان و نومول!!

کلونه وړ‎اندې د امریکا په شیکاگو کې په کوم ښوونځي کې ماشومانو د وخت تېرہ غذا خوړ‎لې وہ، ټولو رسنیو ھمدې خبر ته کوریج ورکاوہ، ھمغه مھال د اشغالگرو په ھوایي بریدونو کې په شین ډنډ کې ماشومان په شھادت رسیدلي وو، نه یې چرته خبر رسنیز شو او نه د چا انساني عاطفه په جذبه شوہ!
الله عزوجل خو بني آدم مکرم بللی او سعدي رحمه الله خو به ویل:
چو عضو به درد اورد روزگار
دیگر عضو ھا را نماند قرار

آیا موږ‎ او زموږ‎ ماشومان ھم د ھمدې بني آدم په اعضاو کې حسابیږ‎و؟!
غربي نړ‎ۍ پر امارت اقتصادي بندیزونه لگولي، پیسې یې کنگل کړ‎ي، له بلې خوا بیا وایي: که افغانستان ته پر وخت مرسته و نه رسیږ‎ي نو بشري ناورین به رامنځته شي چې د لومړ‎ۍ کرښې قربانیان به یې ماشومان وي!

ھم مې ووژني پخپله، ھم په ما باندې ژړ‎ا کا
څه ښه یار دی، ښه یې مینه وژل ھسې شیون ھسې
خوشال بابا

ولې د غربي او نورو رسنیو په سترگو کې زموږ‎ په میلونونو ماشومانو د گلالي ریان په اندازہ کوریج و نه موند؟!
که دې مسائلو ته سړ‎ی لږ‎ په ژور نظر وگوري نو پوھیږ‎ي چې د نړ‎یوالو بشر دوستي، د ماشوم او ښځې حقوق او نور په انساني عاطفې او انسان من حیث الإنسان مکرم گڼلو پر فارمول نه دی ولاړ‎!
زہ ډیر پخوا دې نتیجې ته رسیدلی وم چې نړ‎یوالې رسنۍ د بشري ناورین ھغه خبرونه د خپل انساني عاطفې تر چتر لاندې خپروي چې تر شا یې د غربي استعمار کثیفه څېرہ نه بربنډیږ‎ي!
که نه ھغوی ته نه افغان ماشوم مھم دی او نه ریان!!

ما کلونه وړ‎اندې د شین ډنډ د ماشومانو پر شھادت یو آزاد نظم لیکلی و، دلته یې یو ځل بیا خپروم:

نن

نن مې د غرب میډیا کته په چینلو گرځیدم
له بي بي سي تر سي ان انه پورې
ا د گیدړ‎ې چینل،
او ھغه بل یې سي بي اس نومیږ‎ي
داسې مې نور ھم په لسھاوو رسنۍ وکتې
ټولو دا یو خبر په زور خپراوہ
چې شیکاگو کې د مکتب یو ماشوم
یې سمدستي شفاخانې ته بوتلو
ھغه له وخت تېرہ غذا خوړ‎لې
خو ډاکتران یې اوس صحت ښه ښيي
او رسنۍ کله د ښکلي ماشوم
د مور او پلار خولې ته خپل مایک ونیسي
کله د ھغه مکتب
اشپزخانه وښيي
له معلمانو تر مدیرہ پورې
له ھر یوہ څخه پوښتنې کیږ‎ي
دا مسموم شوې غذا
د ښوونځی انگړ‎ ته چا راوړ‎ې؟
او….

اخ زما شینډنډہ! صدقه دې شمه
کاش چې دا ستا لمن کې
ھیڅ ماشومان رب پیدا کړ‎ي نه وو!

حفیظ الدین پیرزادہ
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx