ادبي لیکني

د ښاغلي ډاکټر ايمل ارمان (ستا له غمه) شعري ټولګې ته لنډه کتنه!

سيد فريدون مياخېل

دا چې مونږ او تاسې ټولنه کې ‌ژوند کوو، نو اړتيا ليدل کېږي چې باېد د فکرونو ترجماني مو وشي. کومو ټولنو چې د پرمختګ په لور قدمونه ګړندي کړي، نو ادب يې هم وده کړې ده.

ادبيات په خپله نه رامنځته کېږي، ځکه چې لومړی وګړي او بيا ټولنه رامنځته شوې ده. کله چې د ټولنې انځورګري د يوې انځورګرې آلې له لارې ترسره شوه، نو د ادبياتو په نوم ياد شول، ټولنيزې ناخوالې او نېکمرغۍ يې په خپله غېږ کې راونغښتې، ځکه ادبيات د ژوند سرچينه وګڼل شوه، شاعر او ليکوال ټولنيزو ناخوالو ته ځير پاتې وو، د ډيوې په څېر يې ځان وسېزه، خو د ټولنې درد يې څرګند او درملنه يې ورته د شعر او قلم په ژبه پېل کړه، چې خورا ښه پاېله يې لرله.

د شعر او شاعرانو په اړه خلک بېلابېل فکرونه لري، خو پرمختللو ټولنو کې شاعر ته د ولس ژبه او ترجمان وايي، د نړۍ هر هېواد او هر پېر کې داسې شاعران پاتې شوي چې شعرونه يې د کاڼي کرښې بلل شوي دي او په زرينو کرښو ليکل شوي دي، همدا لامل دی چې د نړۍ پوهان يې هم په اړه چپ پاتې نه دي او په وړاندې يې خپل فکر او دريځ څرګند کړی دی.

سوال پېدا کېږي چې شعر څه ته وايي؟
شعر عربي کليمه ده، د عبراني ژبې له شير اخېستل شوې چې د سندرې په مانا ده. د نړۍ ډېری پوهانو د شعر په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي، له ټولو وړاندې به د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (ص) سپېڅلې وينا ته مخ ورواړوو چې د شعر په اړه يې کړې:
(خپلو بچيانو ته شعر ور زده کړئ، شعر يې ذهن پراخوي او زړورتيا وربښي.)

همدا ډول ارسطو وايي: «شعر هغه وينا ده چې زړه کې هيجان پيدا کوي.» ډېری نور پوهان د شعر په اړه بېلابېل نظرونه څرګندوي، څوک وايي هغه موزون کلام دى، چې د انسان په احساساتو او عواطفو کې تحريک پيدا کوي، ځيني نور بيا وايي هر کلام چې دغه کار کولى شي وزن او قافيه ولري، خو د پښتو ژبې د نثر او شعر ستر اديب او د هېواد د ختيځې سيمې ځلانده ستوری خدای بخښلی ګل پاچا الفت بيا وايي نه! چې هر څه په زړه تاثير وکړي شعر دی.

د شعر ژبه له بلې هرې ژبې خوږه او زړه راښکونکې ده، همدا لامل دی چې شعر زړه او مغز کې زر ځای نيسي او په اسانۍ سره یادېږي او تر ډېره په ياد پاتې کېږي، خو د دې سره سره د شعر ويل او زم زمه کول يې ځانته ځانګړې پوهه، ذوق او علاقه غواړي. شاعر چې د ټولنې روحاني درملنه کوي خپل خيال شعر کې په خپل فکر او ژبه نورو وګړو ته وړاندې کوي، خو هر څوک ترې د خپلې ادبي پوهې او فکر پر بنسټ مانا اخلي او څوک چې په کوم لوري ترې مانا اخلي دا د هغه ادبي فکري وړتيا او ذوق پورې اړه لري، مګر کېدی شي چې شاعر شعر په يوه موخه ليکلی وي، خو لوستونکی يې د ځان لپاره ځانګړی مانا کړي، نو ځکه خو د تورو پنوم يو اديب وايي چې د سترو شاعرانو په شعرونو ستر شاعران پوهېږي، همدارنګه بيا د شلي پنوم يو پوه وايي چې شاعران د نړۍ ناپېژندل شوي قانون جوړوونکي دي، خو امام باستاني بيا وايي: شاعران له بلې هرې ډلې په پرتله ډېر د خلکو د عقل او عواطفو واګي په لاس کې لري، خو ابوالمعاني بېدل شعر داسې راپېژني: ښه شعر مانا نلري.

له پورته ټولو څرګندونو جوتېږي، رښتيا ده چې وايي شعر کې د لفظ مانا له هغه څه نه چې قاموس کې يې راوړې پراخه ده او د بيان قدرت يې زيات دى.

د شعر ټاکنه او ويل ځانته وړتيا غواړي چې بيا دا کار متشاعر په ښه ډول ترسره کوي، ځکه چې نوموړی د نورو عامو وګړو او کله کله د ځينو شاعرانو په پرتله د شعر ويلو لپاره تر نورو ښه ټاکنه کوي، شعر په ښکلي انداز او ښکلې ژبه وايي، د شعر ټول بندونه، ردیفونه، قافيې او نورې ادبي لوړې ژورې په ښه توګه پام کې نيسي، تر دې چې متشاعر د شعر ليکونکي څخه د شعر په ويلو کې هم ښه وړتيا څرګندوي، ځکه دا د هغه خپله وړتيا او پوهه ده چې څنګه په ښه ډول او د ټولو لوړو ژورو پام کې نيولو سره يو شعر ووايي، نو په همدې بنسټ د هر شعر ويلو لپاره باېد ځانګړې ژبه او لهجه وکاروو، ترڅو ويونکی او اورېدونکي ترې څنګه چې شعر ليکل شوی خوند واخلي، ځکه د شعر ويل او اورېدل ځانته مينه غواړي لکه چارلي چاپلېن چې وايي:
کله چې ګل درباندې ګران وي را شوکوې یې، خو که پر ګل مین يې، هره ورځ به اوبه ورکوې، همدا د ګرانښت او مینې ترمنځ توپیر هم دی.

د ښاغلي ډاکټر ايمل ارمان په شعر ليکنه څو کرښې:
د ښاغلي ارمان د شعر پر هرې خوا غږېدل او خبرې كول ډېر كار غواړي او زما غوندې د كم عمره او كم ازمېښتي كار به نه وي په دې باندې کره کتنې لپاره سترو سترو ليكوالانو او كره كتونكو ته اړتيا ليدل كېږي، چې د ښاغلي ارمان د شاعرۍ د اړخونو د څرنګوالي په اړه ليكنې وكړي.
ښاغلی ارمان په روانه او ساده ژبه د نثر ليکلو ډېره لوړه وړتيا او هر اړخيز مهارت لري، خو د شاعرۍ منځپانګه يې د کليوالې ژبې او لهجې ډکه ده، د اسلامي عقيدې ډېری معيارونه پکې پام کې نيول شوي دي، ډېری لوری يې حماسي او د هېواد سره د مينې شاعري ده، د سترګو او رخسار ستاينه يې په شعرونو کې له ورايه ليدل کېږي، د وخت ناخوالې او د ناخوالو څرګندونې يې په ډېر ساده او ښکلي انداز د شعر په ژبه تر خلکو رسولې دي، د دې سره سره ښاغلي ارمان تنقيدي شاعري هم تر ډېره کړې ده، چې د شعر په ژبه يې نيوکه د روان نثر په پرتله وګړي ډېر متاثره کوي او په ښه ډول د ټولنې او د ځينو فاسدو وګړو تېروتنې د شعر په ژبه وړاندې کوي.

شعر الهام دی، الهام له اسمانونو په زړونو راځي او د زړونو واکدار څښتن تعالی دی، شعر له زړه او د زړه په وينو ليکل کېږي چې بيا دا کار د هر چا د وس نه دی او نه هم شعر په زور ليکل کېږي، ځکه د شعر پنځېدل ځانته ځای او وخت ته اړتيا لري.

ښاغلی ارمان د عصري زده کړو سره سره ديني لوړې زده کړې هم لري، دين او ديني اصولو ته يې زړه کې ځای ورکړی، چې په همدې بنسټ يې شعر کې له ورايه اسلامي مينه څرګندېږي لکه خپل يو نظم (اسلامي نظام) کې چې وايي:
نړۍ ټوله پرته وه په تیارو د وحشتونو کې
حضور (ص) کړله روښانه، چې يې راوړو الهي نظام
هغه په خپله شاعرۍ کې اسلامي فرضونو او رسمونو ته ځانګړې مينه، ارزښت او ځای ورکړی دی لکه:
الله سره په مينه کې بهتره ده روژه
بې شانه يې حکمتونه، معتبره ده روژه
که د ښاغلي ارمان شاعرۍ ته وګورو نوموړي د ټولنې د سمون په موخه تنقدي شعرونه هم ليکلي او آن تر دې بريده چې تنقيد او نيوکې يې ډېرې روښانه او بې لارو ته نېغ په نېغ اشاره ده، چې په خپل وخت کې يې د خپلې ټولنې د وګړو د فکرونو ډېره ښه او ښکلې ترجماني کړېده لکه:
څومره ښکلی دې رفتار دی اى معين صيب
له نخرو دې ډک کردار دی اى معين صيب
له خپل ځانه دې دوستان، خپلوان راټول کړل
له بزنس مو ډک بازار دی اى معین صیب
پورته د ښاغلي ارمان د تنقيدي غزل يوه برخه ده، چې هغه مهال د ماليې وزارت برحال واکمن مرستيال د نوموړي چارو کې غېر مسؤلانه لاسوهنه کوله، د ځان او ملګرو د ګټو په موخه يې نوموړي ته ډول ډول ستونزې او خنډونه رامنځته کول، ترڅو نوموړی له مخې لرې او د خپلو شومو موخو لپاره لاره هواره کړي، دا په داسې حال کې چې د ياد مرستيال لاسونه دومره اوږده وو چې د ارګ تر ماڼۍ رسېدل، خو بيا هم د ښاغلي ارمان صداقت او ايماندارۍ ياد مرستيال د شومو موخو رسېدو ته پرېنښود.

ښاغلي ارمان د ټولنې سمون په موخه د شعر ژبه په ډېر مهارت کارولې ده لکه دلته:
دا نوم څنګه خپور شوی، شول نومونه ټاېټانېک
رواجونه ټاېټانېک شو، بازارونه ټاېټانېک

زموږ د ساده کلي سپينکی يار مې چې نن ګورم
فوجي کټېنګ يې کړی، زلفې ولونه ټاېټانېک
همدارنګه بل ځای کې د اصلاحي نيوکې سره ښاغلی ارمان ګيله من هم دی او د زړه له کومې ګيله کوي:
له درده، کړاوونو ناخبره پېغله ګوره
د کونډو يتيمانو په خپګان به څه پروا کړي
پورته ټول هغه څه دي چې د ټولنې وګړو د وخت د ظالمو او جابرو واکدارانو له امله په زړونو کې کينه درلوده، هر چا غوښتل او لا غواړي چې د يادو ظلمونو او ناخوالو په وړاندې خپل غږ پورته کړي او داسې غږ چې تر هر چا ورسي، همدا وو چې ارمان د ټولنې ياد غږ د شعر په ژبه په ښکلي انداز اوچت کړو او د خلکو سره سره تر يادو ظالمانو هم ورساوه.

د ښاغلي ارمان شاعري د حماسي شعرونو څخه پوره غني ده او په هېواد مئينو او د حماسي شعرونو مينه والو تنده پرې ښه پوره خړوبېږي او شاعرۍ کې يې د هېواد سره د مينې د شاعرۍ تشه په پوره توګه ډ‌که کړې ده، راځئ چې دې برخې ته يې هم يو پام وکړو:
کلونه کېږي ته د دې خاورې ماتم ته ګوره
سر دې کړه پورته! لږ زما د زړګي غم ته ګوره
هغه د ټولنې او هېواد د يو موټي کېدو برخه کې پر خپلو هېوادوالو د شعر په ژبه غږ کړی، ترڅو يو بل سره مينه وکړي، لاس ورکړي او د هېواد پرمختګ کې په ګډه خولې تويې کړي او په همدې موخه يې د هېوادوالو د ويښولو کوښښ کړی:
افغانه وروره خپل افغان پېژنه
زخمي زخمي افغانستان پېژنه
ښاغلي ارمان د هېوادوالو مينه او قرباني هم له ياده نه ده ويستلې او شعر کې يې د افغانانو د هغو قربانېو يادونه کړې، چې هېواد ته پرې ملي وياړونه وربخښل شوي دي:
آزادي مو ده ګټلې، مونږ بچي يو د ملالې
انګرېزان مو دي شړلي، تاريخونه هسې نه دي
شاعري د مينې او عاطفې يو روښان انځور دی، د مينې ډګر لپاره هم نوموړي ښه او ښکلې شعرونه پنځولي دي لکه:
نور عشق هم لېونی شو خمارونه لوبوي
د سرو وينو ډنډو کې پرهرونه لوبوي
مينه يو جذبه ده چې په زړه کې شي داخله
د زړه په سر نڅېږي اندامونه لوبوي
که د ښاغلي ارمان شعرونه ولولو پوهېږو چې شعر کې يې ډېری د کړې مينې ثبوتونه شتون لري او څرګندېږي چې د سترګو مئين دی، خپلو غزلونو کې يې سترګې ډېرې يادې کړي او هغه هم ډېر د زړه په مينه لکه:
په زړه داغلی کلی او کور پرېږدي
څوک چې ستي شي په انګار د سترګو
د ښاغلي ارمان د يو غزل له پورته بيت څخه مالومېږي، چې سترګې څومره زوروې او څومره وژونکې دي او سترګو سوځېدو تر دې رسولی، چې سترګې يې انګار سره تشبیه کړي دي.

که د شعر په جوړښټ او ښکلا تر هر بريده ليکل وکړو، پاې نه مومي او بيا په هغه شاعرۍ چې د يو چا د خوښې وي، ځکه د مينې او خوښې په څيزونو خبرې کول او ليکل پاې نه لري، ځکه خو مئينان د نيمې شپې سندرې وايي.
د ښاغلي ارمان شاعرۍ ته که وګورو هر اړخيزه ده، په شاعرۍ کې يې هر لوری رانغښتی، د شاعرۍ منځپانګه يې تر ډېره غني ده او د شعر د ټولو مينوالو مينه پرې ماتېږي.

د دې ترڅنګ د نوموړي شاعري له نوښت ډکه ده، له کوم بل شاعر څخه که يې الهام اخېستی هم وي، خو په شعر ليکنه کې يې پردی خط او قافيه نه ترسترګو کېږي، ټوله يې په نوي انداز، نوو ټګو او د نوښت په پام کې نيولو سره کړې ده، اړينه هم دا ده چې نوموړي ټوله شاعري له زړه ليکلې، چې همدې کار يې شعر ته لا ډېر خوند وربخښلی دی.

غواړم خپلو خبرو ته د پاې ټکی کېږدم، په اخر کې ګران ورور ښاغلي ډاکټر ايمل ارمان، د هغه درنې کورنۍ او د شعر مينوالو ته د همدې (ستا له غمه) شعري ټولګې د چاپېدو له امله د زړه له کومې مبارکي ورکړم، دا اثر د شعر، ادب او پښتو ژبې برخه کې يو ستر خدمت دی، خدای تعالی دې ورته په عمر کې برکت واچوي، راتلونکې کې ورته په دې او د ژوندانه نورو چارو کې لا ډېرې او سترې برياوې غواړم.
زما له خوا ښاغلي ارمان او تاسې ټولو درنو لوستونکو ته دې دا لنډۍ ډالۍ وي.
ستا د ښاېست ګلونه ډېر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولوومه

ستاسې د مينې په هيله
سيد فريدون مياخېل
1400 لمریز – ژمی | کابل افغانستان

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx