شعـــــرونه

د ایمان رڼا/ محمودي

سيد محمد محمودي

رڼاوې د ایمان دي، تکبیرونه د اذان دي
تیارې نسکورې شوي، تښتېدلي شیطانان دي

بل څه ندي بدبخته دي، ضرور به چېرته لویږي
چې کوم خلک په نیغه لار کاږه کاږه روان دي

صاحبه خوله دې ونیسه، په ګډو وډو سر یې
د امن، مینې خلک خو همدغه مُلایان دي

دا دوی چې یې د ځان بولي، دا دوی چې تېر ایستلي
دا یو هم د دوی نه کیږي، دا ټول زمونږ د کاروان دي

خدمت ته د هیواد دومره په کلکه ولاړ ندي
چې څومره د بيرغ په سر خبره باندې وران دي

منم فرښتې ندي، خو دا نه منم چې اوړي
زمونږ چې څه مشران دي، ازمایلي تور زندان دي

چې ته یې ولې بېرته راځې تاباندې لګیږي
چې دا خاصیت لري نو، بس دا غشي د ګومان دي

اوس نشې تېرولی محمودي کچه شعرونه
اوس خلک پوهیدلي دي، اوس خلک ماهران دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx