نظــر

ايا د «اهل کار» لپاره يوازې مسلکيتوب شرط دی؟!

سلیمان سعید

ځينې خلک نيوکه کوي، چې اسلامي امارت په هره اداره کې علماء ټاکي، تخصص او مسلکيتوب ته هيڅ ترجيح نه ورکوي او بيخي د (ميم زر ما، ټول زما) په قاعده روان دي.

که څه هم ظاهراً خو د دوی نيوکه پر ځای ښکاري او بايد چې په حکومت کې هر چا ته د خپل مسلک مطابق دنده ورکړل شي، ځکه چې نظام ډېر پراخ او مختلف النوع تشکيلات لري، رښتيا هم ټولې چارې ديني علماء پر مخ نشي وړلی، حتماً مسلکي او متخصصو خلکو ته ضرورت دی او که تخصص په پام کې ونه نيول شي، نو بې شکه چې شړيږي او له منځه ځي.

مګر راځئ په دغه موضوع لږ ژور فکر وکړو او د علماوو د ټاکنې په راز ځان وپوهوو. اکثره مسائلو کې چې وضاحت راشي، قناعت حاصليږي.

په قرآنکريم او نبوي احاديثو کې ډېر په صراحت او تکرار سره ويل شوي چې هر کار خپل اهل ته وسپارئ، دا د الله تعالی له لوري قطعي حکم او د کاميابۍ راز دی. په دې کې خو هيڅوک څه نه شي ويلی او نه پکې څوک اختلاف لري.

دغه سوء تفاهم چې رامنځته شوی، علت يې دا دی چې د (اهليت) په تعريف کې د خلکو تر منځ اختلاف موجود دی. ځينې يې فقط مسلکيتوب اهل بولي او ځينې بيا تقوا او امانتدارۍ ته ترجيح ورکوي.

مګر حقيقت دا دی چې د اهليت لپاره دغه دواړه ځانګړتياوې ضروري دي، نه يوازې تقوا د اهليت معيار پوره کوي او نه يوازې تخصص او مسلکيتوب.

د سورت يوسف په «۵۵» ايت کې حضرت يوسف عليه السلام د مصر باچا ته وايي – ژباړه: «د هېواد خزانې ماته وسپاره، زه ساتونکی هم يم او پرې پوهیږم هم».
او تر دې مخکې کله چې باچا يوسف عليه السلام ځان ته وروغوښت او ملاقات يې ورسره وکړ، نو يوسف عليه السلام ته يې وويل: «اوس ته زما پر وړاندې قدر او منزلت لرې او ستا پر امانتداري باندې پوره ډاډمن يم».

نو دلته د (حفيظ) لفظ په (عليم) مقدم دی، يعنې سره له دې چې يوازې تقوا د اهليت معيار نه پوره کوي، مګر بيا هم تقوا له تخصص څخه مخکې يو لازمي شرط او لومړی ضرورت دی.
نو که چېرې داسې خلک موندل کيږي چې هم د تقوا او امانتداري له لحاظه د باور وړ وي او هم په خپل کسب او مسلک ښه پوهيږي، نو بې شکه چې د ټاکنې حق د همدوی دی او بايد چې په خپلو خپلو اړوندو ځايونو کې پر دندو وګمارل شي.

مګر که چېرې داسې خلک نه وي موجود چې دغه دواړه صفتونه (تقوا او تخصص) د باور تر حده پکې موجود وي، بيا نو لازمه ده چې د تخصص پر ځای، تقوا ته لومړيتوب ورکړل شي او تخصص ورسره همکار وټاکل شي.
يعنې پرهېزګاره، امانتداره او متقي شخص دې مشر وټاکل شي او بيا دې هغه ته په اړونده برخه کې پوه، مسلکي او متخصص اشخاص د معاونانو او همکارانو په توګه وټاکل شي.
او همدغه د اسلام غوښتنه او د کاميابي تګلاره ده. رياست او مشرتوب د علماؤ او تقواداره خلکو حق دی چې په قرآن او احاديثو ثابت دی. مګر مسلکي خلکو څخه بايد د علماؤ تر لاس لاندې کار واخيستل شي.

کله چې له روم سره د جهاد پر مهال د ابوبکر رضي الله عنه له لوري خالد بن وليد رضي الله عنه د سرلښکر په حيث وټاکل شو او وجه يې دا وښوده چې خالد بن وليد رضي الله عنه په نظامي چارو کې پوره مهارت لري، نو عمر رضي الله عنه ورته وويل، د شام په لښکر کې د ابوعبيده رضي الله عنه په شان د لوړې مرتبې شخصيت موجود دی، نو بايد چې هغه مشر وټاکل شي او خالد بن وليد رضي الله عنه يې مرستيال وټاکل شي، نو د اسلامي لښکر سپاهيان به د ابو عبيده رضي الله عنه له تقوا، علم او ترحم او په جګړه ييزو چارو کې د خالد بن وليد رضي الله عنه له تکتيک او مهارت څخه برخمن شي، بيا به نو په هر لحاظ کامياب لښکر وي.
نو مطلب دا چې يوازې مسلکيتوب او تخصص «اهليت» نه شي بلل کېدلی، بلکې تقوا او امانتداري ډېره مهمه ده. اوس مهال چې علماء کرام د مشرانو په توګه ټاکل شوي او تر لاس لاندې يې ټولو متخصصو او مسلکي خلکو ته په خپلو خپلو برخو کې د کار زمينه برابره ده، نو تر دې بله ښه تګلاره او چوکاټ نشته. همدا تګلاره په عقل او نقل برابره ده.
له ديني علم، تقوا او امانتداري پرته، يوازې تخصص هيڅکله د اهليت معيار نه پوره کوي او که فقط همدا تېرې شل کلنې دورې ته فکر وکړو، نو ومو ليدل چې بې علمه، بې تقوا او خائنو متخصصينو، کارپوهانو او لوړ رتبه کدرونو څه او څه ونکړل؟!

فاعتبروا يا اولی الالباب…!

سليمان سعيد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

وروره هسې مو ځان ستړی کړی دی ،،،،

په عامه توګه کله چې په یوه مسلک او تخصص کې علم ونلرو په هغه مسلک کې له خدایه وېره او تقوی زمونږ او تاسو په زړونو کې ځایی نه نیسي.

مثلا:

یو دیني عالم د انجینری په کارونو کې د یوه متخصص انجنیر په نسبت تقوی داره نه شي کېدای،،

همدا ډول د روغتیایی چارو یو ډاکټر بیا په دیني مسایلو کې د یوه دیني عالم په نسبت تقوی داره نه شي کېدای،،

نور بیا،،،،

احمد

سلیمان سعید صاحب دتاسو هر لیکنه د قدر وړ ده . موضوعات په علمي او بې پرې شکل څیړې زه فکر کوم چې د دغهشانته تبصرې کوم چې تا کړې .اوس یې وخت تېر شو . خلکو خپل وړاندیزونه او اعتراضونه وکول .دا چې نتیجه یې څه وههم ممکن خلک پوه شوی وي . ځکه اوس دیستي د دغو شانته نیوکو او وړاندیزونو حجم د پخوا په پرتله کم شوی دی .اوپکار هم نه ده چې ډیرې  نیوکې وشي ځکه یو تعداد مرضي خلک د اسلامي حکومت خلاف ترې ناوړه ګټه پورته کوي . اوهلته بیا دین  داتکا هغه مشترکه  مرجع ده چې هر مسلمان یې په ځوړ حالت ځوریدی شي .کوم ټکي ته چې ته اشاره کوېچې —-» (نو که چېرې داسې خلک موندل کيږي چې هم د تقوا او امانتداري له لحاظه د باور وړ وي او هم په خپل کسب اومسلک ښه پوهيږي، نو بې شکه چې د ټاکنې حق د همدوی دی او بايد چې په خپلو خپلو اړوندو ځايونو کې پر دندو وګمارلشي. )«—- زه ډاډه وایم چې اوسني نظام کې دې ټکی ته پاملرنه نده شوې . چې وجه به یې له (۲) ټکو بل څه نه وي (..) دویمه خبره دا هم نده چې په مهمو ځایونو باندې ګمارل شوی خلک دې له یو مخه  دتقوا او امانتداری  له مخې تعین شویوي نه لږ تعداد داسې هم پکې شته . چې ممکن کمزوری یې له چا پټې نه وي .نو مطلب له دغو لږو  خلکو چې هم د تقوا اوامانتداری له لحاض نیمګړی وي ، او هم اهلیت او لیاقت و نه لري سره دهغه هم حاکم وي دا دزغم وړ خبره نه ده . ځینې دمونږ ورڼه چې رسنیو کې فعاله څیرې دي ،مسائیلو ته صرف له یوې ذاوېې ګورې  . ټول معترضین ورته چپیان ښکاري . کهانتقاد نه وي اصلاح نه راځي .مونږ نه باید په دومره  لوړه بیه لاس ته راغلی یو اسلامي نظام سبا بیاد خپلو اداري کمزوریوپه وجه خدای مکړه د کورنيو یا دباندنيو ښامارانو خولې ته ورکړو . نو ځکه دغه تعداد ورڼه سالم انتقادونه هم نفی کوي . چې دسبا ورځې ناوړه عواقبو مسؤل به یې هم دوی وي . والسلام 

احمد

سلیمان سعید صاحب دتاسو هر لیکنه د قدر وړ ده . موضوعات په علمي او بې پرې شکل څیړې زه فکر کوم چې د دغه شانته تبصرې کوم چې تا کړې .اوس یې وخت تېر شو . خلکو خپل وړاندیزونه او اعتراضونه وکول .دا چې نتیجه یې څه وه هم ممکن خلک پوه شوی وي . ځکه اوس دیستي د دغو شانته نیوکو او وړاندیزونو حجم د پخوا په پرتله کم شوی دی .او پکار هم نه ده چې ډیرې نیوکې وشي ځکه یو تعداد مرضي خلک د اسلامي حکومت خلاف ترې ناوړه ګټه پورته کوي . او هلته بیا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx