نړۍ

مراکش: په څاه کې د لویدلي ماشوم پنځمه ورځ، د ژغورلو هڅې لا هم روانې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۰ل): په مراکش عربي هېواد کې د سه شنبې په ورځ یو پنځه کلن ماشوم په ۳۲ میتره (۱۰۰ فوټه) څاه کې غورځېدلی چې لا یې هم په لوړه کچه د ژغورلو هڅې راونې دي.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې د ژغورنې کارکوونکي د «ریان اورام» نومې هلک ژغورلو ته نږدې شوي کوم چې له پنځو ورځو راهیسې د باب بیرد ښارګوټي شفشاون کې په څاه کې بند پاتې دی.

ژغورونکي توانېدلي د ماشومام د ژوندي ساتلو لپاره څاه ته د اکسیجن ماشین او خوراکي توکي ښکته کړي، دغه راز یې د هغه حالت معلومولو لپاره کامره هم نصب کړې ده. ددې سربېره د روغتیاپالانو یوه ډله هم د تیارسئ په حال کې شتون لري.

د ژغورونکو ډلې مشر ثمراني عبد الهادي ویلي چې د غر ښویدنې ویرې او سختو ډبرو د کوچني هلک ژغورلو لپاره د ځای کیندل ستونزمن کړي دي، همدا لامل دی د هغه د ژغورلو پروسه اوږده شوه، خو کارکوونکي هغه ته ورنږدې شوي دي.

نوموړی زیاتوي، موږ ریان ته د رسېدو لپاره دوه متره نور کیندنه لرو او هیله لرو چې نور په مخ کې له ډبرو سره مخ نه شو.

عمليات الحفر ومحاولات إنقاذ الطفل ريان مستمرة منذ 5 أيام

په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویدیوګانې ښيي چې ماشوم په څاه کې په یوه اړخ ژوندی په هوښ پروت دی خو پر سر یې برسېرن ټپونه لیدل شوي دي.

د ژغورنې ډله دا ویره هم لري چې د کیندلو پرمهال څاه کې پر ماشوم غر ونه ښوییږي او یا هم کومه ډبره پرې ونه غورځیږي.

ثمراني عبد الهادي وایي، «د ماشوم روغتیایي حالت معلومول ستونزمن کار و، ځکه چې یوه کامره چې موږ څاه ته ښکته کړې ښيي هغه پر خپل څنګ پروت دی، او موږ هیله لرو چې هغه به ژوندی وژغورو».

بل لوري ته رویټرز د ځایي رسنیو په وینا لیکي چې اوسمهال ژغورونکي له ریان څخه ۹۰ سانتي میتره (35 انچه) یا له یو میتر کم لرې دي.

داسې هم ویل کیږي چې په څاه کې د هوا تودوخه، د خوراک او څښاک نه کول او د اکسیجن کمښت په ماشوم کې د اوبو کموالي (ډي هایدریشن) لامل کیږي چې د ماشوم ژوند له خطر سره مخ کوي.

مرستندویه ډلو د بلډوزرو په وسیله څاه ته څېرمه کنده کنلې چې بیه له همدې لارې تونل ډوله سوری جوړ کړی چې ماشوم ته پرته له خطر پېښیدلو ورسیږي.

د ریان پلار رسنیو ته ویلي چې د پېښې پرمهال د څاه په ترمیم بوخت و چې زوی یې په کې ولوید، نوموړی زیاتوي چې دی او د کوچني ماشوم مور سخت خواشینې، ناکرار او په دې هیله دي چې زوی به یې وژغورل شي.

بل لوري ته دغه ځای ته چیرته چې د ماشوم د ژغورلو عملیات روان دي سلګونه ځایي اوسېدونکي رسېدلي تر څو د ماشوم ژغورلو خبر واوري.

https://twitter.com/2kanani/status/1489010141504708617?s=20&t=0ysXLzt9smrSMRgbgPBSQg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx