نړۍ

مراکش: له پنځه ورځني هڅو وروسته، په څاه کې بند ماشوم مړ راوویستل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د مراکش حکومت په یوه رسمي بیان کې ویلي چې له پنځو ورځو بند پاتې ماشوم له څاه څخه مړ راوویستل شو.

ددغه ماشوم چې د مراکش په شمالي شفچاون کلي کې د سه شنبې په ورځ په ۳۲ متره ژوره څاه کې لویدلی و، په پراخه کچه د ژغورلو هڅې وشولې چې بالاخره د شنبې په ورځ مړ راوویستل شو.

د رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، د پنځه کلن ماشوم ریان اورام هڅې د ډیرو ستونزو په منځ کې ترسره شوې چې تر ټولو ستره یې د یوې ډبرې شتون و چې د جمعې په ورځ یې د کیندنې بهیر ټکنی کړ او مرستندویه ډلې د ځمکې ښویدنې له ویرې د ساده تجهیزاتو په وسیله کیندنې ته دوام ورکړ.

مرستندویه ډلې د ماشومام د ژوندي ساتلو لپاره څاه ته د اکسیجن ماشین او خوراکي توکي ښکته کړي وو، دغه راز یې د هغه حالت معلومولو لپاره کامره هم نصب کړې وې. ددې سربېره د روغتیاپالانو یوه ډله هم د تیارسئ په حال کې شتون درلوده.

راپور زیاتوي چې د مراکش پاچا محمد السادس د ریان مور او پلار ته په تلیفوني تماس خپله خواخوږي وړاندې کړه.

د پنځه کلن ماشوم زړه بوږنونکې پېښې د نړۍ پام ځانته راړولی و چې په ټولنیزو رسنیو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلکو د هغه د ژغورلو غږ پورته کوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بل خوا کانادا له افغانستان څخه ۳۰۰ پشو ګانې او سپی کاناډا ته انتقال کړی چی وژغورل شی. کاناډا او امریکا هغه دوه هیوادونه دی چی د تر ټولو ډیره مهمات او اسلحه مارکیټ ته وړاندی کوی. دوی کچیری د بشر او انسانیت ته احترام لری باید خپل اتومی وژونکې وسلی ختمی کړی او باید د انسان احترام وشی بیا د حیواناتو. پدی نمایشی اعمالو صرف هغه کسان غولیږی چی کله او منطق ورسره نوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx