ورزش

هند انګلستان ته په ماتې ورکولو د نولس کلنو نړیوال جام اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): هند لوبډلې د نولسو کلنو نړیوال جام پایلوبه کې انګلستان ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او دغه جام یې په خپل نوم کړ.

د نولس کلنو نړیوال جام پایلوبه کې هند لوبډلې د انګلستان ۱۹۰ منډې هدف په ۴۹م اور کې د شپږ ویکټو په سوځېدلو بشپړ کړ.

په پایلوبه کې انګلستان لومړی توپ وهنه وکړه او هند ته یې د په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۱۹۰ منډې هدف وټاکه. ددوی له لوري جیمز روی ۹۵ زیاتې منډې وکړې. د هند له لوري په توپ اچونه کې راج بوا ۵ او روي کمار ۴ ویکټې واخیستې.

د هدف په تعقیب کې هند په لومړي اور کې لومړۍ ویکټه له لاسه ورکړه چې له فشار سره مخ شول، خو منځني توپ وهونکو په زړه پورې کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه او د څلورو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

ددوی له لوري شایق رشید او نیشانت سیندو۵۰-۵۰ وکړې، دغه راز راج بوا ۳۵ منډې وکړې. نوموړی په پنځه ویکټو او ۳۵ منډو د نړیوال جام پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند نولس کلنې لوبډلې په ریکاډ کچه د پنځم ځل لپاره د ۱۹ کلنو نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

په یاد نړیوال جام کې افغان نولس کلنې لوبډلې نیمه پایلوبه کې له جالبې لوبې وروسته انګلستان ته د ۱۴ منډو په توپیر ماتې ومنله، او په نړیوال جام کې یې څلورم مقام خپل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx