افغانستان

د هوايي ځواکونو پنځه تنه پیلوټان د دفاع وزیر په بلنه افغانستان ته راستانه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،  ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل):  د ملي دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواکونو پنځه تنه پیلوټان چې په وروستیو میاشتو کې له هېواد څخه بهر تللي ول د ملي دفاع وزیر په غوښتنه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د افغانستان د هوايي ځواک ډیری شمېر پیلوټان د امریکا د تخلیې د ماموریت او د تېر رژیم د سقوط پر مهال له افغانستان څخه له الوتکو سره وتلي وو.

خو د نوي حکومت د رسمي فعالیت پیلولو وروسته د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک د پيلوټانو بېرته راستنولو لپاره تشویق او هڅې پيل کړي دي.

حاضره د افغانستان هوايي ځواک پنځه پیلوټان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي او د ملي دفاع وزیر ملایعقوب سره یې کتلي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې دوی هڅې کوي چې د ملي دفاع وزارت ټول کدرونه او  مسلکي  پرسونل هم بېرته هېواد ته را ستانه شي او د خپل هیواد په آبادولو کې فعاله ونډه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبره ده. خدای د وکړی چی امیرخان متکی او نور طالب چارواکی هم خپل کورونه له پنجاب، اسلام آباد، کوټی او پیښور څخه را وباسی. تر هغو چی د هغوی کورونه هلته وی درسته او د حق فیصله نشی کولی. حقانیان همدا اوس اسلام آباد کی مسلح موټرو کی ګرځی قسم ر باندی حق نلری یو وار راشی تاسو ته به هر څه معلوم شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx