نظــر

د افغانۍ ارزښت لوړیدا خو د توکو قیمتونه په خپل حال!؟

اکرام الله صافی

په اقتصاد کې دوه اصطلاح ګانې (انفلاسیون او ډیفلاسیون) لکه د عرضې او تقاضا ډیرې مشهورې او ډیرې کارولې کیږې.تر هرڅه د مخه راځئ Inflation  او Deflation په مختصر ډول وپیژنو:

انفلاسون (Inflation) : کله چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د شیانو قیمتونه لوړ سي دې حالت ته انفلاسیون یا د پیسو پړسوب ویل کیږي.

ډیفلاسیون (Deflation) : کله چې پیسې خپل ارزښت لوړ کړي او د شیانو قیمتونه ښکته شي دې حالت ته ډیفلاسیون ویل کیږي.

ټولو ته جوته ده چې له تحول وروسته د افغانۍ ارزښت وخت نا وخت بدلیده او بدلیږي، کله دغه ارزښت د ډالرو$ په مقابل کې لوړ او کله هم ښکته شي، تقریباً دوه میاشتې مخکې افغانۍ خپل ارزښت د ډالرو په مقابل کې  په بسیارې ډول له لاسه ورکړ چې ورسره د توکو قیمتونه هم د اسمان څوکو ته وختل او خلکو د خرید قوت یا (Purchasing power) له لاسه ورکړ… دغې حالت ته په اقتصاد کې انفلاسیون وایي او دا یو ډیر بد حالت دی، که چيرې ژر کنټرول نشي هیواد د تباهۍ کندې ته غورځوي، د جنګ په دوران کې په جرمني کې ډېر چټک انفلاسیون له کبله خلک مجبور وو چې د یوې پیالې چای د پېرلو لپاره یوه ډکه کراچۍ پیسې ورکړي، همدا راز فرانسه چې یو پرمختللی هیواد دی، یو زمان له دې ډول بد حالت سره مخ شوې وه چې فرانسویانو به د یوې ډوډۍ د پیرلو لپاره یو کجاوه بانکنوټونه پلورونکو ته ورکول.

دغه ناوړه حالت د رامنځته کیدو ګڼ شمیر عوامل لری موږ یې یو څو دانې دلته ‌‌ذکر کوو:

په افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا اقتصادي بندیزونه (ددې بندیزونو له امله افغانستان ته د ډالرو نه انتقال)

د ډالرو قاچاق (بهرنیو هیوادونو ته)

سیاسي بې ثباتي

ډالرو ته د تقاضا زیاتوالی

نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړیکو انقطاع…

اوس تازه په همدې روان اوونۍ کې د افغانۍ ارزښت یو ځل بیا د ډالرو په مقابل کې لوړ شو چې دغه د ارزښت لوړوالی په خپل سر نه بلکې د حکومت له خوا د یو لړ اقداماتو د ترسره کولو په نتیجه کې ترسره شو چې یو څو بیلګې یې زه دلته یادوم:

د افغانستان بانک ته څو ځل د نغدو ډالرو انتقال

په سرای شهزاده د هغه مافیایې کړۍ ختمول چې هلته به یې په ډالرو بولي وهله

ډالرو ته د خلکو تقاضا کم والی چون نشي کولی چې ځان سره د معلومې اندازې زیات بهر هیوادونو ته انتقال کړي.

له نړیوالو سره اړیکې او د نظام د رسمیت پیژندلو لپاره ځینې شنه څراغونه ښکاره کیدل.

د ا،ا،ا د پالیسیو برخه کې ځینې ژمنې او لازم تغیرات لکه د مکاتبو او پوهنتونونو پیلول…

ټول په دې پوهیږو چې په نړۍ کې اکثریت راکړه ورکړه په ډالرو ده او ډالر د یوې مهمې کرنسۍ په توګه په نړیوال مارکېټ کې خپل ځای نیولی دی او هغه مملکتونه چې د هغوی د ملي کرنسۍ ارزښت د ډالرو په مقابل کې لوړ دی هلته د اجناسو قیمتونه هم ښکته دي.

لکه څرنګه چې پورته مو واضح کړه زموږ د ملي کرنسۍ(افغانۍ) ارزښت هم د ډالرو په مقابل کې لوړ شوی نو ضروري ده چې د اجناسو بیې او قیمتونه هم باید ټیټ شي.

مګر!! که وګورو په هیواد کې د اجناسو قیمتونه په خپل حال دي او په بیو کې هیڅ ټیت والې نه ده راغلی،د چهار شنبی په سهار د(February) په دوهمه یو ډالر1$ په 97 افغانۍ تبادله کیدل حال دا چې دوه ورځې مخکې د(January) په یو دیرشمه یوډالر1$ په 103 افغانۍ تبادله کېدل خو د اوړو په قیمت کې هېڅ تغیر نه و راغلی، یوه بورۍ اوړه دوه ورځې مخکې هم په 2300 افغانۍ او دوه ورځې وروسته هم، په داسې حال کې چې د افغانۍ ارزښت ډېر لوړ شوی حتی نن د جنورۍ په پنځمه د ورځې په جریان کې یو ډالر1$ د 88 او 58 افغانیو تر منځ تبادله کیدل خو قیمتونه لا په خپل حال.

دلته د قیمتونو د لوړوالي تر شا بل عامل شته او هغه لامل تجاران او متصدین دي، حکومت ته پکار ده چې په دې سختو اقتصادي شرایطو کې چې هیوادوال ورسره لاس او ګریوان دي د نرخونو د کنټرول لپاره د( صنعت او تجارت وزارت، ماليې وزارت او ښاروالۍ ریاست…) مشترک کمیسون جور کړي او ورته دنده وسپاري ترڅو هغه تجاران او متصدین پیدا او درنه جریمه پرې وضعه کړې چې توکي او اجناس د خپل مناسب نرخ څخه په لوړه بیه پلوري او یا دې هم په ښارونو او لویو سوداګریزو مرکزونو کې موجودو ټولو هټیوالو ته لیستونه ورکړي او په هغه لېستو کې دې ورته د هرجنس بیه مشخص کړي څو له یاد قیمت څخه یې په لوړه بیه و نه پلوري، دا اقدام به تجاران او متصدین دې ته اړ کړي چې ولس ته په مناسب قیمت توکي او خدمات عرضه کړې او ستونزې تر یوې اندازې کمې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx