دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د شورا ارزښت

حارث هوتک

د شورا لغوي معنا:
شورا د شَوْر له فعل څخه اخیستل شوې ده چې معنا یې: ویستل، ښکاره کول او ښایست دی.

په اصطلاح کې:
په یوه مسئله کې د اهل خبره خلکو په نظریاتو ځان خبرول ددې لپاره چې هغه نظر لاسته راشي چې حق ته ډېر نږدې وي.

د شورا مشروعیت:
ګڼ شمېر قرآني ایتونه او نبوي احادیث د شورا په مشروعیت دلالت کوي، چې ځینې یې د بیلګې په توګه په لاندې ډول ذکر کوو:

۱: الله تعالی قران کریم کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: ( وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ)   (ال عمران: ۱۵۹)

ژباړه: او په چارو کې له هغوی سره مشوره کوه.

د پورتني ایت په تفسیر کې حسن بصري ویلي دي: الله تعالی په دې پوهېده چې رسول صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامو مشورو ته اړتیا نه لري؛ خو د مشورو کولو امر یې په دې خاطر ورته وکړ، چې محمدي امت د خپل پيغمبر په څېر په کارونو کې مشورې وکړي.

همدارنګه الله تعالی په بل ایت شریف کې فرمایي:

( وَالَّذِیِنَ اسْتَجَابُوا لِرَبَّهِمْ وَأَقَّامُوا الصَّلاَةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَی بَیْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ یُنفِقُونَ)  (الشوری ۳۸)

ژباړه: هغه کسان چې د خپل رب حکم مني، لمونځ قایموي، خپلې چارې پخپل منځي مشورې سره سرته رسوي، مونږ چې هر څه روزي هغو ته ورکړې ده، له هغې نه د الله په لار کې لګښت کوي.

د پورته ایت شریف په تفسیر کې امام ابوبکر جصَاَص وایي: ذکر شوی ایت د شورا په عظمت او غوره والي دلالت کوي؛ ځکه چې شورا د ایمان او لمانځه سره یو ځای ذکر شوه. همدارنګه په دې دلالت کوي چې لکه څنګه چې مسلمانان په ایمان راوړلو او لمونځ کولو مکلف دي، همداسې په شورا کولو هم مکلف دي.

ابوهریره رض وایې: ( مَا رَأَیْتُ أَحَدً أَکْثَرَ مَشْوَرَةٍ لِأَصْحَابِهِ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّی اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ)  (۴۵: ۲۱۴)

ژباړه: ما داسې هیڅوک هم نه دي لیدلي چې د  رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې زیات له خپلو ملګرو سره مشورې کړې وي.

رئیس المفسرین عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایي: کله چې دا ایت شریف (و شَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ)  نازل شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

( أمَا اَنَّ اللَّه وَرَسُولَهُ لَغَنِیَّانِ عَنٌهَا وَلَکِنْ جَعَلَهَا اللَّهُ رَحْمَةَّ لِأُمَّتِي فَمَنْ اِسْتَشَارَ مِنْهُم لَمُ یَعْدِم رُشْداً وَمَنْ تَرکهَا لَمْ یَعْدِمْ غیاً)

ژباړه: بېشکه چې اللَّه تعالی او د هغه رسول شورا کولو ته اړتیا نه لري، لکن شورا کول الله تعالی زما د امت لپاره رحمت ګرځولی دی، نو چا چې شورا وکړه هیڅکله به سمه لاره ورکه نه کړي او چا چې شورا ونه کړله هیڅکله به سمه لاره ونه مومي.

کله چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه خالد بن ولید رضی الله عنه د مرتدینو جنګ ته ولېږه نو داسې یې ورته وفرمایل:

ژباړه: کوم مشران صحابه کرام چې تاسره دي هغوی سره مشوره کوه بېشکه چې د هغوی د مشورو په وسیله الله تعالی تا بریالی کوي.

امام سیوطي رحمه اللَّه یې په اړه وایي:
( کَانَ عْمرُ بنْ الخطَاب یُشَاوِرُ حَتَّی الْمَرْأَةَ)  ( ۵۸: ۳۵۹)
ژباړه: عمر رضی الله عنه به مشورې کولې تر دې اندازې چې ښځو سره به یې هم مشورې کولې.

علی رضی الله عنه هم په دې اړه وایي:

( الْاستشَارةْ عَیْنُ الهدایةِ وَ قَدْ خَابَ مَنْ اِستَغْنَی بِرأیِه)  (۵۷: ۳۳۶)

ژباړه: مشوره کول په خپله هدایت او سمه لاره ده هغه څوک ناکام دی چې په خپل نظر بسنه کوي.

د شورا سیاسي ګټې:
۱: د شورا په وسیله دا په ډاګه کیږي چې د دولت رئیس د رعیت د نظریاتو احترام او قدر کوي.

۲: د شورا په وسیله ثابتېږي چې په اسلامي دولت کې د هېواد اصلي واکدار ولس دی.

۳: په شورا کې د خلکو د نظریاتو اورېدل په حقیقت کې د انساني فطرت او طبیعت غوښتنه ده. دا ځکه هر انسان غواړي خپل فکر غوښتنې او تجربې خلکو ته بیان کړي.

۴: د شورا په وسیله پرېکړه یوازې چارواکو پریکړه نه بلل کيږي، بلکې د رعیت پریکړې ګرځي نو که چېرې د شورا په کومې پریکړې کې خطاء موجوده وي، ملامتیا یوازې چارواکو ته نه راجع کېږي بلکې ټوله شورا مسؤلیت کې ورسره شریکيږي.

علي رضی الله عنه فرمایي: شورا اووه ګټې لري:

۱: د مسائلو په هکله حق او صحیح نظر لاسته راځي.

۲: یوې موضوع په اړه رنګارنګ نظرونه برسېره کېږي.

۳: انسان له دوکه کېدلو ساتي.

۴: انسان له ملامتیا ساتي.

۵: انسان له پښېمانتیا ساتي.

۶: د مشوره ورکوونکي زړه خوښېږي.

۷: د شورا کوونکي د ورپېښې موضوع په اړه په سمه لار روانيږي.

لقمان حکیم صاحب خپل زوی ته وویل: که چېرې د یوه کار سرته رسول غواړې نو د نورو خلکو عقلونه خپل کړه، زوی یې ورته وویل: چې د نورو خلکو عقلونه څنګه خپل کړم؟ لقمان صاحب ورته وفرمایل: له هغوی سره د نوموړي کار په سرته رسولو کې مشوره وکړه.

همدارنګه لقمان صاحب فرمایلي دي:
کله چې یو تن د یوه کار سرته رسولو اراده وکړي، د الله تعالی څخه پکې مرسته وغواړي، له نورو خلکو سره پکې مشوره وکړي او خپل عقل په کار واچوي، ده په حقیقت کې خپل مسؤلیت اداء کړ، وروسته له دې الله تعالی ددۀ په کار کې هغه څه کوي چې غواړي یې.

د شورا د غړو ځانګړتیاوې:
۱: د شورا غړي باید د پوهې او زیرکتیا څخه پوره برخمن وي.

۲: د شورا غړي باید امانتدار وي، چې د خیانت وېره ورڅخه محسوسه نه شي.

۳: د شورا غړي باید رښتیني وي.

۴: د شورا مجلس غړي باید په خپلو منځونو کې د حسد څخه پاک وي، چې د دوی د حسد په سبب د حق د برسېره کېدلو مخه ونه نیول شي.

۵: د چا په اړه چې د شورا غړو سره مشوره کېږي، باید د شورا غړي د هغه سره مخالفت او دښمني ونه لري؛  ځکه د هغه مخالفت په سبب حتماً حق پایمال کیږي.

۶: د شورا غړي باید د نفسي غوښتنو تابع نه وي، ځکه نفسي غوښتنې عقل دوکه کوي او د حقې لارې څخه یې ګرځوي.

۷:د شورا غړي باید په اړوندو مسائلو کې پوره تجربه ولري او د بشپړ بصیرت خاوندان وي.

د شورا مجلس مشروعیت:
په اسلامي شریعت کې د مسلمانانو د چارواکو لپاره شورا مجلس جوړول اړین دي. شورا مجلس د مشروعیت ځینې دلائل په لاندې ډول ذکر کوو:

۱: د عقبې په دویم بیعت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې نه راغلو خلکو څخه دولس تنه استازي وغوښتل، چې د ضرورت په وخت کې د ورپېښو مسائلو په اړه ورسره مشوره وکړي ذکر شویو خلکو ورته دولس تنه استازي معرفي کړل چې نهه تنه پکې د خزرج او درې تنه د اوس قبېلې څخه وو.

۲: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ او هلته یې د اسلامي دولت اساس کېښود، نو څوارلس تنه صحابه کرام یې وټاکل تر څو چې ورپېښو چارو کې ورسره مشوره وکړي. په دې څوارلسو تنو کې اووه تنه د مهاجرینو او اووه تنه د انصارو له جملې څخه وو.

شورا د مجلس صلاحیتونه:
۱: د دولت رئیس نوماندول هغه سره بیعت کول، وروسته له دې یې عامو خلکو ته د بیعت لپاره معرفي کول؛ لکه څرنګه چې صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته په سقیفه بني ساعده کې ابوبکر رضی الله عنه د خلافت لپاره نوماند کړ، هغه سره یې بیعت وکړ بیا یې عامو خلکو ته د بیعت لپاره معرفي کړ.

۲: د دولت رئیس او نورو چارواکو د اعمالو څارنه او هغوی سره محاسبه کول. لکه څرنګه چې عمر رضی الله عنه یوه ورځ خلکو ته وفرمایل:

( یَا اَیُّهَا النَّاسُ مَنْ رَأیَ فِيَّ اِعْوِجَاجاً فَلْیُقَوَّمْهُ)  ( ۳۴: ۱۲۷)
ژباړه: ای خلکو چا چې زما په کارونو کې کوږوالی ولیده، هغه دې سم کړي.

۳: د دولت رئیس او چارواکو ګوښه کول:
کله چې د دولت رئیس خپله دنده سرته ونه شي رسولی، شورا دا حق لري چې د دولت رئیس له ریاست څخه ګوښه کړي.

هغه موضوعات چې شورا پکې کېدای شي:
شورا په ټولو دنیوي چارو او په هغو دیني امورو کې کېدای شي، چې قران کریم او نبوي حدیث پکې موجود نه وي، په دې هکله امام جصاص داسې ویلي دي:

( اَلْا سِتِشَارَةُ تَکُوْنُ فِي اُمْورِ الدُّنْیَا وَ فيِ اُمْورِ الدَّیْنِ الَتيِ لاَ وَحْيَ فِیْهاَ)  ( ۴۷: ۴۰)

ژباړه: د دنیا په چارو او د دین په هغو کارونو کې مشوره کېږي، چې الهي وحې پکې موجوده نه وي.

د شورا په مجلس کې د غیر مسلمو غړیتوب:
دا معلومه خبره ده چې اسلامي شریعت کې د هغو کافرانو حقوقو د ساتنې ډېر زیات تاکید شوی دی، چې د ذمي یا مستأمن په توګه اسلامي هېواد کې اوسېږي او په اسلامي دولت فرض دي چې د دوی د سر، مال داسې ساتنه وکړي لکه څرنګه چې مسلمان د سر، مال ساتنه کوي. دلته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې ایا کافر کولای شي چې اسلامي دولت کې د شورا مجلس غړیتوب ولري؟

هو! کافران کولای شي چې خپلو ته د غړي په توګه معرفي کړي. دا استازي به د خپلو کافرانو ورپېښې ستونزې شورا کې مطرح کوي او د اسلامي هېواد عامه مصالحو په اړه بحث کولای شي؛ خو شرعي چارو او د دولت رئیس په ټاکنه کې رایه نه شي ورکولای.

په دې اړه ګڼ شمېر شرعي دلائل موجود دي:
۱: د عمر رضی الله عنه د خلافت په دوره کې به د مشورو لپاره ذمیان د شورا مجلس ته را بلل کېدل.

۲: په صحیح البخاري کې روایت شوی دی چې هرمزان چې د فارسي امپراطورۍ د لښکرو له قوماندانانو څخه و او مسلمانانو سره بندي و، عمر رضی الله عنه به ورسره ځینو مسائلو کې مشورې کولې.

پایله:
په اسلامي نظام/دولت کې شورا لوی مقام او ځای لري، په اوس وخت کې د شورا جوړېدل له مهمو اړتیاوو څخه ده. ا.ا.ا مسؤول چارواکي باید په دې برخه کې د پام وړ ګامونه واخلي او زر تر زره د شورا په تشکیل او د غړو په انتخاب  پیل وکړي. لکه څنګه چې شورا کول ډېرې ګټې لري همداسې ځنډول به یې هم له زیان او خطرو نه خالي نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx