روغتیا

افغانستان کې هر کال ۴۰ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په افغانستان کې هر کال ۴۰ زره کسان په بېلا بېلو سرطانونو اخته کیږي.

د سرطان سره د مبارزې لمانځلو په نړیوالې ورځ د عامې روغتیا وزارت له لوري کابل کې جوړې شوې غونډې ته د روغتیا وزارت مسئولینو په خپله اعلامیه کې وویل چې هر کال هېواد کې ۴۰ زره کسان په سرطان اخته کیږي او له منځه یې له شپاړس تر ۲۰ زرو خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغې ورځې مراسمو کې د سرپرست وزیر قلندر عباد څرګندونې د وزارت د پلان او پالیسې معین ډاکټر محمد حسن غیاثي ولوستلې، اعلامیه زیاتوي چې په نړۍ کې هر کال ۴۴ ملیونه کسان په بېلا بېلو سرطانونو اخته کیږي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰ ملیونه مري.

نوموړي په کابل هرات او بلخ ولایتونو کې د سرطان د درملنې مرکزونه جوړول، د روغتیایي کارکوونکو روزنه او د سرطان په اړه د عامه پوهاوي لوړول په هېواد کې له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د دغه وزارت لاسته راوړنې وبللې.

هغه د اعلامیې له مخې وویل، په داسې حال کې چې افغانان د سرطان تشخیص او درملنې د مرکزونو له کمښت سره لاس او ګریوان دي، روغتیا وزارت د اتومي انرژۍ او نړیوالې ادارې په همکارۍ د درېیو رادیوتراپي مرکزونو د جوړولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

حسن غیاثي زیاته کړه، «افغانستان ددغو دریو مرکزونو د جوړولو لپاره بشپړ تدابیر نېولي، خو لکه څرنګه چې دا یوه اوږده پروسه ده ښایي په راتلونکو څو کلونو کې دا مرکزونه جوړ شي».

د غونډې په ترڅ کې د سرطان ملي ادارې رئیس عیسی ابراهیمي د سرطان عام ډولونه بیان کړل چې په کې د خولې او شونډو سرطان، د سینې، معدې، سږو، اسفګوس او رحم سرطانونه شامل دي.

هغه زیاته کړه چې سره کړي خوراکونه، د بدني فعالیت نشتوالی، د تنباکو او سګریټو استعمال، د چاپیریال پاکوالی نه مراعتول او ناسمه تغذیه هغه موارد دي چې د سرطان د رامنځته کېدو لامل ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx