ادبي لیکني

د مولانا تر دیاره!

دادمحمد ناوک

قمار عاشقانه؛ د حضرت مولانا جلال الدین محمد بلخي رحمه الله او شمس تبریزي رحمه الله د اړیکو، د مولانا د تصوف او عارفانه لید اړوند د عبدالکریم سروش د یو کتاب نوم دی؛ چې ما کال وړاندې لوستی و، خو په مولانا پېژندنه کې يې لا ډېره مرسته راسره وکړه.

له مولانا سره د بلخ نوم یو ځای یادېږي څه د مولانا تاثیر او څه د بخدي تاریخي قدامت سړی دې رنګین او متمدن ټاټوبي ته ور کشوي؛ موږ چې نږدې دوه لسیزې پخپل وطن کې لکه مسافر داسې اوسېدلو او د د یوالونو له سیوریو سره مو ژوند و، د حالاتو بدلون د دې تاریخي ټاټوبي دیدن هم را نصیب کړ.

بلخ؛ نه یوازې د مولانا د خاپوړو سیمه، بلکې د رابعې او بکتاش د سوزناکې مینې زړه خوړینی داستان هم پخپله غېږه کې لري او د دې تر څنګ حضرت علي کرم الله وجهه ته د منسوبې روضې مبارکې شنې ګنبدې او دنګ مینارونه پر لیدونکي داسې تاثیر کوي، لکه د وربللو لپاره چې نارې درته وهي.

موږ که څه هم په رسمي سفر د رسمي کارونو لپاره تللي و، خو د بلخ هنري غېږې له خپل تاثیره لرې نه پرېښودو، لکه همدا اوس چې کوڅه په کوڅه د مولانا د شعرونو ځوږ راځي، لکه همدا اوس چې د پیتاوو بنډارونو کې د رابعې د سوځولو کرېږو کیسې بیانېږي، لکه همدا اوس چې یما تاج په سر کوي او د اریانا په زړه کې د دې جغرافيې د ساتنې ژمنه کوي!

پنجشنبه؛ د فیض عام مدرسې پر دیدن مشرف شو، دا دیني مرکز زما همځولی دی، په ۱۳۶۹ل کال يې د بنسټ ډبره ايښودل شوې، چې حضرت شیخ الحدیث و التفسیر مولوي عبدالرزاق يې مسؤل او بنسټګر او اوس يې چارې د هغه زوی مولوي عبدالغفور وهاب پر مخ وړلې؛ سلګونه لیلیه او نهاري زده کوونکو پکې عصري او دیني زده کړې کوي، چې په څلور پوړیزه پراخه ودانۍ کې جوړه شوې او د لوبو لپاره درې میدانونه لري.

دې مدرسه کې د کمپیوټر جلا خونه، د غونډو لپاره جلا تالار، د ډوډۍ لپاره جلا ځای او د ننوتلو او وتلو په وخت کې د ثبت کتاب او تر ټولو په زړه پورې دا ده چې د زرګونه ټوکه کتابونو یوه پراخ او عصري کتابتون لري، دا کتابتون په ښایسته ډیزاین په پورته پوړ کې په مناسب ډول ګڼو الماریو کې برابر شوی دی، مولوي صاحب عبدالغفور وايي داسې کتابونه هم لري چې د سیمې په هېوادونو کې يې ښايي پیدا کېدل ستونزمن وي؛ له دې کتابتونه نه یوازې د مدرسې زده کوونکي بلکې، د پوهنتون او ښوونځیو محصلان او زده کوونکي او د مطالعې مینه وال هم ګټه اخیستلی شي.

د جمعې مبارکې لمونځ مو د روضې مبارکې دننه ادا کړ؛ دا د تفکر، تاثر او خوند یو بېل کیف و، چې ښايي د ژوند له خوږو لحظو به یوه هم همدا وي؛ د روضې مبارکې پراخ انګړ کې بېلابېلې ودانۍ لیدل کېږي، چې یوازې جومات يې څو دروازې لري، د جومات شاته د روضې مبارکې مکان دی، چې موږ ته يې ساتونکي دروازه پرانیسته، د ننه يې بله دروازه پرانیسته او مخامخ يې هغه قبر ته ودرولو چې حضرت علي کرم الله وجهه ته منسوب دی، الله اکبر!

دې صحنې جلا کیف درلود، تورې وتښتېدل، دعا ته شونډې نه را ټولېدې او لیدل مو، چې د مکې په درو کې یو کوچنی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په لمانځه ولاړ دی، پلار يې پرې راغی او تعجب يې وکړ، ځوان شو او د بدر په لومړۍ معرکه کې يې د تورې ځلا د قریشو مېرمنې رخې ته اړ کړې، احد کې يې د دښمن صفونه څېرل، خندق کې يې د مدینې له سلامت ښاره دفاع کوله او عبدود سره مقابله کې يې له د ګردونو له منځه د تکبیر غږ راغی…

همدلته مو نږدې څادرونه هوار او په لمانځه ودرېدلو، د زړه ضربان ډېرېده او له الله جل جلاله سره د اړیکي یوه بېله نړۍ رامنځته شوې وه او په دې برکتناک مکان کې د رب العلمین پر وړاندې د ګناه له باره د کوږ سر سجدې جلا خوند کاوه!

بلخ په دې ارزي چې کوڅه په کوڅه يې وګرځې او د هر دېوال کیسې يې په خپلو غوږونو واورې، دا رنګین ټاټوبی زموږ د ديني، تاریخي، ادبي او فرهنګي قدامت مستنده څېره ده!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx