نظــر

محمد حقاني څنګه شهید شو ؟

لیکوال: انس حقاني د مولوي جلال الدین حقاني زوی

ډیره موده وشوه چه نه مې وو لیدلی خو داځل مې په زړه کې ډيره تلوسه وه ډير مې ياديده ما ویل کله به راځي ؟ ستر ګې مې تل هغې لارې ته غړولې په کومه باندې به چې راتلو. ورځې تیر شوې ،انتظار اوږدشو اونۍ وشوې.مازديګر وو لمر دغرونو له څوکو څخه وروستۍ وړانګې ټولولوې ژوند په خپل ناول کې ديوې بلې ورځې کيسه کښله چې دماشومانو غږ مې واوريدو: زيری مې درباندې ،زيری مې درباندې….زه نه پوهيدم دغمونو په دې ستر طوفان کې زمونږ په خوا کومې خوښۍ لار راغلطه کړې ده ؟ ايا چيرې مجاهدينو ته الله ج کومه ستره فتحه ورنصيب کړې ده ؟ ايا بيا دصليبيانو په ځالو استشهادي مجاهدين ورننوتي دي ؟ ايا له ائمة الکفر څخه کوم يو جهنم ته رسيدلی دی؟ څه به شوي وي ……؟

دا انتظار ديوه ماشوم زيري مات کړو ويل يې : انسه زیر ی به راکوې ګوره زيری به راکوې.. د محمد ځوی پیدا شو..

بس یوه خوشحالي جوړه وه په کلي کې اختر وو همدا ورځ تیره شوه له ماښامه وروسته موپه خپلوانو کې یو سپین ګیری له دې فاني دنیا څخه ابدي دنیا ته په سفر شو د شپې مهال د کورنۍ لرې او نږدې خپلوان ټول له یو بل سره خبر شول ورته یی وویل صبا جنازه په دوه۲ بجی ده ، وختي حرکت راوکړئ که څه هم یو طرف ته خفګان وو بل طرف ته په زړه کې خوشحال وم ما ویل له ډیرې مودې وروسته به محمد ووینم د محمد ټول یاران د محمد په انتظار وو.

صبا ورځ د جنازې وخت راورسیدو مونږ ټول ډیر په بیړه د جنازې په لور لاړو هلته مې هم یوې بلې خواته په ډیرلیوني انداز کې په محمد پسې سترګې غړولې خو په زړه کې نيولی غوندې وم محمد مې و نه موندلو دموټرو غږ به مې واورېدو زما سترګې بيا هم دهريوه موټر په دروازه دمحمد لپاره خښې وې بيا هم نه وو.

ډير وروسته مې يوموټر وليد چې ورته ومې کتل له مخکې سيټ څخه یې یو ماشوم راښکته شو ورپسې یو سړی راښکته شو چه سر یې پور ته کړو وه مې پیژندو ورمنډه مې کړه دده هم په ما نظر وه لګیدو له ورایه په خندا شو کله چه ورورسیدم یو بل ته مو کلکې غیږې سره ورکړې نه پوهیږم دا ولې دومره خوږ شوی وو ؟ زړه مې نه غوښتل چه له ځانه ېې لرې کړم له روغبړ وروسته ما ورته د نوی ځوی مبارکي ورکړه محمد ډیر خوشحاله شو راته یې وویل ډیر ورته خوشحاله یم بس په دیدن یې موړ نشوم دا واقعه رامنځته شوه زړه مې غوښتل چه لږ وخت ورسره تېر کړم بیا مې یو عکس ورڅخه واخیست ما ویل تاسوته به یې هم در ښکاره کړم او زه به هم کله نا کله مینه ورباندې ماتوم .راځه کیسې ډېرې دي بیا به ټولې کیسې په ارام سره وکړو او زما د بچي تصویر به هم وروسته درښکاره کړم بیا یې وګوره چه چاته ورته دې؟ دمحمد ليدلو له ما څخه جنازه هيره کړه داسې مې نه انګيرله لکه زه چې ديو چا دجنازې په لمانځه کې دګډون لپاره راغلی يم محمد ته مې کتل دمحمد هره خبره مې زړه ته تيريدله غوښتل مې چې محمد يو څو خبرې نورې هم راته وکړي يوڅه مو مجلس اوږد شي خو چې فکر مې شو صفونه برابر وو جنازه ودرېده د جنازې د لمانځه په لوري لاړو لمونځ مو اداء کړو وروسته خلک د هدیرې په لور روان شول زه بيا محمد ته ور نږدې شوم دی له موټر سره ولاړ وو له محمد سره خپل دوه نور بچیان هم ولاړ وو چه له ځان سره یې راوستي وو په هغو دوو بچیانو کې ېې یو ته وویل سهیله ځویه له ماسره کورته ځې او که په دا بل موټر کې ؟ سهیل ورته وویل مونږ په دا بل موټر کې ځو بیا یې هغه دواړه ځامن په بل موټر کې کورته وه لیږل او مونږ د هدیرې په لور روان شو د مړي تر تدفين وروسته له هديرې څخه لږ ليرې مونږ په یوه ټیټ دیوال باندې کېناستو خپل منځ کې مو مجلس شروع کړو محمد نور ملګرو هم نه وو ليدلی څونور یاران هم راغلل هغه هم ټول له محمد څخه ګیر چاپیرراټول شول مجلس مو دومره خوندور شو چه دټولو له ذهن څخه دا کیسه وتلې وه چه مونږ چیرته ناست یو او دڅه لپاره راغلي یو مړی دفن کړی شوی وو دعا او بیان وشول خلک موټرونو ته پورته شول ما غوښتل چه زه له محمد سره یوځای کینم کله چه ورنږدې شوم چه د موټر کسان پوره وو محمد ته مې وویل اوس اول چیرې درومې ؟ محمد وویل د غرمې ډوډی مې نه ده خوړلې ملګري به ډوډی تیاره کړی زه به یوار تر کوره لاړ شم له خپلې خوږې مورجانې سره به روغبړ وکړم بیا به ډوډۍ وخورم ما ورته وویله سمه ده له لمانځه وروسته به مجلس کوو تاسي درځئ دوئ هم روان شول زه یو لوی موټر ته ورپورته شوم یو ملګري وویل بې پېلوټه طېارې ډېرې دي د عا وایئ هسې نه بمبار وکړي زما هم ورپام شو بس چه څه مې زده وو هغه مې تیر کړل کله چه زمونږ موټر حرکت وکړو زه داسې په فکرونو کې ډوب وم نه پوهيدم چه کومې خیالي دنیاته به تللی وم له لږ ځنډ وروسته چه مې وکتل زموږ موټر په پاښه سړک روان وو په څنګ کې نور هم ډیر موټران وومازدیګر ته لږ وخت پاتې وو ځوانان میدانونو ته راوتلي وو لوبې یې کولې خلکو ته مې چه پام شو ټولو یودم يوې اوبلې خواته د اسمان په لوري وکتل او سرونه یې ورپسې تاو کړل ما ویل خدایه خیر لکه چه بمبار یې وکړو هیڅ غږ مې تر غوږ نشو د موټر اواز ډیر تیز وو کله مې چه د غرب خواته وه کتل زمونږ څخه په لږ فاصله کې په لاندې خوړ کې تور دودونه پورته شول او یو قوي اواز مې هم تر غوږ شو ټول موټرونه و دریدل ما موټروان ته وویل ته لږ ور مخکې شه د کوڅې خولې پورې موټر حرکت وکړ کله چه د کوڅې خولې ته ورسیدو موټر وه دریدو ما دروازه خلاصه کړه او په منډه سر شوم په زړه کې مې ډېرې وسوسې پیدا شوې ما ویل څوک به یې شهيدان کړي وي خدایه ته رحم وکړې کله چه له کوڅې واوښتم خوړ ته مې نظر کړو سپین موټر مې تر سترګو شو په سړک ولاړ وو او سوری سوری شوی وو خلک ټول یوې بلې خواته ولاړ وو څوک نه ورنږدې کیدل ما خپله ځغاسته جاري وساتله څوکسان نور هم ورمخکې شول یو موټر هم ورغې ما له یو سړي وه پوښتل څوک یې وویشتل هغه وویل معلومات نشته کله چه ورنږدې شوم هغه نوروکسانو د موټر دروازې خلاصې کړې چه وړومبی سیټ څخه یې یو نفر لاندې را ولویدو ما چه ورته وکتل برګ رنګ کې کوټ یا جمپر یې په تن وو زړه مې یوه څړیکه وکړه او له خولې مې آه آه اوازونه راپورته شول د برګ کوټ څښتن مطیع الله وو چه له محمد سره به هر وخت یوځای ګرځېده زه پوه شوم چه ستا یار یې په نښه کړی .مطیع الله لاندې په ځمکه ولویدو وروستۍ سلګۍ یې شروع وې او نور یې له دې فاني دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټولې د موټر بلې خواته چه ورغلم د موټروان دروازه یو ملګری په ډیره بیړه سره خلاصه کړه د موټروان په سیټ باندې مې شرين ورور لکه د سپرلی تازه ګلاب پروت وو او په مخ باندې یې وینې روانې وې داسې ښکاریدې لکه شبنم چه په تازه ګلاب پروت وي زما له رسیدو مخکې محمد د شهادت جام نوش کړی وو په غیږکې یې د میزایل یوه غټه ټکړه پرته وه زه ورته په حیرانتیا سره ولاړ وم زړه مې نه اخیسته چه دا حقیقیت دی ما ویل خوب وینم څو کسان راغلل محمد جانان یې له موټره راښکته کړو زه په ځان پوه شوم چه دا ریښتیا ده د یار په لوري مې نظر وکړو سینه یې ټوله غلبیل غلبیل وه په وینو کې لت پت وو قسم بالله زه هغه څه نشم لیکلی چه په ما باندې څنګه حال تیر شوی تردې ځایه یې کافي بولم زمایې بیا پخواني دردونه راویښ کړل….. بس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مهاجر زاهدزاده فراه رودی

چه سلګی دشهادت می زمزمه شوه . دالله نوم ترفلکه ترقمروړم . زمادسرووینو قطری به خاوری نشی . یوسورهاردخپلو حوروپرځیګروړم

RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM;

did you knows,how many afghan children,womens and old peoples from afghans killed by HAQAANY ,NO PROBLEM IF HAQANY SON DIE TOO

سمسورافغان

الله ج دې دمحمداودنوروټولو شهیدانوشهادت قبول کړي خدای دې ددوئ برکت پرنورومجاهدینو کیږدي یقینادوئ تاریخ جوړونکې څيرې وې .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x