افغانستان

کونړ کې ۲۰ کسان واورو لاندې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،  ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د واورې ښوېدنې یا برف کوچ له کبله ۲۰ کسان تر واورو لاندې شوي دي.

باختر دولتي خبري اژانس د راپور پر اساس دغه کسان د دانګام ولسوالۍ اړوند د ګوریګا بانډو په سیمه کې تر واورو لاندې شوي دي.

راپور زیاتوي چې تر دې دمه یې ۱۵ مړي له واورو ویستلي دي او ۵ نور لا هم تر واورو لاندې دي چې د ویستلو کوښښ یې روان دی.

تېرو دوه ورځو راهیسې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې سختې واورې شوي چې له کبله یې د ځينو ولایتونو تر منځ لارې هم تړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx