ورزش

په نړيوال جام کې له ګډون وروسته نولس کلنه لوبډله هېواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل):  د نولس کلنو لوبډلو په نړيوال جام کې له ګډون وروسته افغان ۱۹ کلنه لوبډله نن دوشنبه په داسې حال کې هېواد ته راورسېدله چې ځينې لوبغاړي او کارکوونکي انګلستان کې له لوبډلې پاتې شوې دي.

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د نړيوال جام نيمه پايلوبې ته لار موندلې وه، چې د انګلستان پر وړاندې يې له سختې لوبې وروسته په ۱۴ منډو ماتې ومنله او په نیمه پایلوبه کې له نړیوال جام څخه بهر شوه.

نن ټکی اسيا ته ځېنې پټو سرچينو ويلي چې د انګلستان په پلازمينه لندن کې د نولس کلنې لوبډلې درې کارکوونکي او يو لوبغاړی له لوبډلې جلا شوي او هلته پاتې شوې دي.

سرچينه زياتوي چې په یادو کسانو کې د افغان نولس کلنې لوبډلې ډاکټر صفت، ویدیو انالېست شېر الله، د مېډیا برخې مسؤل صدیق الله عابد او د افغان نولس کلنې لوبډلې چپ لاسی سوکه توپ اچونکی شاهد حسني شامل دي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس، یاد کسان هغه وخت له لوبډلې جلا شول، کله چې افغان نولس کلنه لوبډله له ویسټ انډیز څخه انګلستان ته له رسېدو وروسته د عربي اماراتو پر لور حرکت کولو ته منتظره وه.

دا لومړی وار نه دی چې د نولس کلنې لوبډلې لوبغاړي او کارکوونکي د بهر سفر پرمهال له لوبډلې جلا کيږي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ م کال کې د افغان لوبډلې ۷ لوبغاړي په کاناډا کې له لوبډلې پاتې شوي و.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې تر دې دمه په دې اړه رسما څه ندي ويلي.

د یادولو ده چې افغان نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۲۲ کال د نولس کلنو په نړیوال جام کې تر هند، انګلستان او اسټرالیا وروسته څلورم مقام خپل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx