نظــر

مشروعيت او رسميت پيژندنه «لومړۍ برخه»

الحاج استاذ بيانزي
مشروعيت او رسميت پيژندنه ورته اصطلاحات او يا يو له بله سره لازم ملزوم حيثيت لري او يو پر بل تاثير لري او حتی يوه معنی لري مګر مشروعيت د کور دننه او رسميت پيژندنه د کور بهر پيژندنه ده. مشروعيت او رسميت پيژندنه ځانته ځانته ډېرو څېړنو او ارزونو ته اړه لري چې هر يوه اصطلاح بايد په جلا جلا ليکنو کې ځای په ځای شوي وي، مګر موږ په يوه ليکنه کې ترې دوه برخې ځکه جوړې کړي چې يو له بل سره نزدې اړيکې لري او خوا په خوا بايد مطالعه شي.

۱ـــ مشروعيت:
عربي کليمه ده شارع، لار او مشروعيت لارې سمولو ته وايي. شريعت هغه عدالت چې په مټ يې کما حقه حق حقدار ته رسيږي. د هغو چارواکو مشروعيت په نظر کې نيول کېږي چې د شريعت مطابق يې ځانونه عيار کړي وي.

د مشروعيت بيلګي:
يو هيواد کې کودتا يا انقلاب رامنځته کېږي (کودتا د حکومت دننه او انقلاب له کليو او بانډو پيليږي) تېر حکومت ته د پای ټکی ږدي، د چارو واګي لاس کې نيسي، هيوادوال او نړيوال د تېر او نوي نظام مشروعيت پرتله کوي چې څوک په حقه او څوک ناحقه وو، ځينې بيلګې يې دلته تشريح کوو:
۱ـــ نوي حکومتي چارواکي بايد د هغه هيواد پيژندل شوي خلک وي د هغه هيواد شهريت ولري.
۲ـــ امنيت يې قايم کړي او قايموي يې.
۳ـــ د هيواد په ټوله يا اکثريت خاوره کنترول ولري.
۴ـــ نوی حکومت د عامه اړتياوو او نيمګړتياوو پوره کولو او ترسره کولو لپاره په خپل وخت او ښه شان رسيدګي وکړي.
۵ـــ د خلکو ملاتړ، رضايت، ښه وړتيا او پياوړتيا ولري.
۶ـــ د ارضي تماميت څخه د دفاع لپاره په عملي بڼه کې جوګه وي.
۷ـــ د وروڼو قومونو او مذهبونو(ټولنيز جوړښت) ترمنځ سوله او ورورولي رامنځته کړي او داسې نور.
۸ـــ د هيواد د بيا رغونې لپاره په ټولو ساحو کې مټې رانغاړي او…
۹ ـــ قانون حکومت کوي او چارواکي د ټولنې خدمتګاران وي.
د نوي حکومتي چارواکو پورتني او ورته نورې وړتياوې هغه حکومت او چارواکو ته مشروعيت ورکوي چې هيوادوالو او نړيوالو ته ګټور دي.
برخلاف، استعماري قدرتونه او بالخصوص امريکا مطلوبو هيوادو کې ټولنيز ژوند په منفي مادي رقابتو ويجاړوي(وويشه حکومت وکړه) او ( د ټولنو په طبقاتي کولو) يې کنترولوي، په ټولنيز جوړښتونو سربيره له بهره ورته هغه او دغه ايزمونه واردوي، سرمايه ګذاري پرې کړي، تمويل او تجهيزوي يې. حالات پرې سرچپه او نا امن کړي، د ميډيا په مټ اسلامي حکومتونه فاسد او غلام حکومتونه ملي او انقلابي نړيوالو ته ورپيژني.

د کرزي او ع و غ د ادارو مشروعيت او رسميت پيژندنه:
۱ـــ جرمني بن کې د سيرت او کرزي تر منځ ټاکنو کې سيرت ۱۱ او کرزي درې رايې خپلې کړې، کرزي په درې رايو د ۱۳ کلونو لپاره مشروع ريس وټاکل شو او نړيوالو په رسميت وپيژندلو!
۲ـــ له عسکر تر جنراله او له ماموره تر ريسه کور، کالي، ډوډۍ يي امريکا ورکوله. مشروع ادارې او په رسميت پيژندل شوې وې!
۳ ـــ په اردو، پوليس او مليشو يې افغانان وژل، د نيويارک او واشنګټن ساتنه يې پرې کوله بيا هم مشروع حکومتونه او نړيوالو په رسميت پيژندل!
۴ ـــ غلامو ادارو کې زموږ هيواد د نشه يي توکو نړيوال مارکېټ جوړ شو او زموږ ۶ ميلونه ځوانان يې هم پرې روږدي کړل، نيم مړه او نيم ژواندي ګرځېدل، بياهم مشروع حکومتونه وو!
۵ ـــ فساد کې يې لومړۍ درجه تر لاسه کړه بيا هم مشروع او په رسميت پېژندل شوي قانوني حکومتونه وو!
۶ ـــ هيواد مو د نړۍ د ممنوعه وسلو او بمونو کارولو لابراتوار جوړ شو تر مور او پلار بم تر بمونو په افغانانو وورول شول، بيا هم مشروع، په رسميت پيژندل شوي او قانوني حکومتونه وو!!
۷ ـــ صادرات مو صفر او واردات مو سلو ته رسيدلي وو، بيا هم مشروع او قانوني ادارې او نړيوالو په رسميت پيژندلي وو!
۸ ـــ اختطافونه، انساني قاچاق او په سوونو فاحشو چليدل ګټور تجارت او بزنسونه وو بيا يې هم مشروعيت درلود!
۹ ـــ د کابل ښار کې يو نيم سل کليساوې په بيه او کرايه رانيول شوې وې، افغانانو ته به يې د عيسوي کېدلو په بدل کې وېزې ورکولې، بيا هم مشروع او قانوني حکومتونه وو!
۱۰ ـــ پاکستان د ډيورنډ له فرضي کرښې سل يو نيم سل کېلو متره دې اړخ ته خاردار سيم د ع و غ ته په رشوت ورکولو تېر کړ بيا هم مشروع او قانوني حکومتونه وو!
۱۱ ـــ درغلنو ټاکنو کې ( په څو ميلونو ډالرو خرڅ ) يو ميلون رايې او هغه هم د ع او غ ترمنځ شفافې نه وې، دواړه غله وو، جان کيري دوه سری حکومت جوړ، بيا هم مشروع، قانوني او په رسميت پيژندل شوي حکومتونه وو!
کله چې مجاهد ولس د اسلامي امارت په قيادت وسله وال پاڅون او سپيڅلی جهاد پيلوي، له هيواده يې غلامان او باداران شړي، خپلواکي تر لاسه او اسلامي حکومت جوړوي، د اشغلګرو ميډيا په ګډوډو سر، هغه او دغه شرايط ورته ټاکي چې[ طالبانو ښوونځي تړلي، همه شمول حکومت او هغه دغه حقوقو ته درناوی نه لري..] هيوادوالو او نړيوالو ته يې غير مشروع ورپېژني. د روسانو او امريکايانو غلامې ادارې يې مشروع، خپلواکې او په رسميت پيژندلي او د رشوتونو، خپلواکو مجاهدينو حکومتونه نه مشروع او نه يې څوک په رسميت پېژني!

د تاريخ په اوږدو کې استعماري قدرتو تل پر مظلومو ولسونو د ډالرو په زور غلامې ادارې منلي، يواځنی هيواد چې نه يواځې غلامي يې نه ده منلې بلکه استعماري قدرتو ته يې د سرونو په کوپړيو کې اوبه ورکړي هغه زموږ ګران هيواد افغانستان دی، د قدرت مړي يې دې سپيڅلې خاوره کې ښځ شوي او ښخيږي. دا حساب اوس تاسې وکړئ چې څوک مشروع او څوک د رسميت پېژندنې دي.

د انګريز نماينده د روس نماينده ته په ملګرو ملتو کې پيغور ورکړ چې[د اشغال دمخه به مو د افغان انګريز تاريخ لوستلی وي!] مګر هماغو يهودي انګريزانو هغه تاريخ او روسانو ته پيغور هم له ياده ووتلو د لويو قدرتو په هديره يې بيا بريد وکړ، د يوې لسيزې په ځای دوه لسيزې پکې تېرې کړې، له وحشت، تلفاتو او خساراتو يې غير بل څه تر لاسه نکړل، مګر د روسيې او امريکايي اشغالو ترمنځ ځينې توپيرونه به درسره شريک کړو:
۱ـــ روسان يوه لسيزه او امريکايان دوه لسيزې وجنګيدل، د امريکايانو وحشت تر روسانو زيات، د مور او پلار بم تر بمونو يې وکارول.
۲ـــ روسانو ۲۲ کمونستي شغالان او امريکايانو ۴۸ سيکولر شغالان، افغان وژنې لپاره له ځانو سره بدرګه راوستي وو.
۳ـــ روسان په رڼا ورځ خپلو ټانکو کې د حيرتان له بندره پورې وتل. مګر امريکايانو د نيمې شپي په تاريکۍ کې د هوا له لارې پښې سپکې کړې.
۴ ـــ د نجيب غلامه اداره د يوه پرچم ګوند څخه جوړه شوې وه تر ډيره يې په يو بل باور درلود او يوه قومانده يې لرله. د غني غلامه اداره له څلورو اړخونو ( سيکولرانو، اخوانيانو، کمونستانو او نشنلستاتو ) جوړه، نه يې پر يو بل باور او نه يې يوه قومانده لرله.
۵ـــ روسانو د خپلې کمونستي غلامې ادارې په حضور کې پښې سپکې او د امريکايانو سيکولر غلامه اداره د امريکايانو په حضور کې د زمکې سره ځمکه شوه.
۶ـــ نجيب د روسانو له مرستو غيره درې کاله حکومت وکړ، مګر غني د رياست يوه نيمه دوره هم د ډبل عبدالله سره په ګډه تېره کړه.
۷ـــ روسان په لومړۍ لسيزه کې پوه شول چې جنګ يې بايللی پښې يې سپکې کړي مګر جاهل امريکايانو دوه لسيزې د هيڅ لپاره په تريلونونو ډالر خرڅ کړل د بې شمېره تلفاتو او خساراتو سره مخ شول.
۸ـــ روسانو له ماتې وروسته نه بينکونه لوټ او نه يې په بيلونونو ډالر کنګل کړل او نه يې غلامه اداره په جزيرو ويشلې وه، امريکايانو له ماتې وروسته ټول بينکونه لوټ، په بيلونونو ډالر يې کنګل ،غلامه اداره يې د ع او غ په دوه رياستو ويشلې او غوښه چاړه وو.
نو د امريکايانو په شرمېدلو او ملا ماتونکو ماتو کې په طالبانو سربېره، غلامې ادارې هم مهم رول ولوبولو، هم د امريکا او اروپا ملا ورماته او خپله په يوولس ورځو کې ړنګه شوه.

و من الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

زموږ مجاهد ولس د اسلامی امارت د حکیمانه قیادت لاندی په ټوله کی ۴۰ او په ځانګړی ډول اخری ۲۰ کلونو په پرله پسی قربانیو ورکولو یی خپلواکی تر لاسه او اسلامی نظام قایم کړو. امریکا د راغلو لیوانو او کورنی ګیدړانو سره په ګډه د زمرو مجاهدینو له هیواده وشړل شول تر شوروی اتحاد د زیاتو ملاماتونکو او شرمیدلو ماتو سره مخ او مات شول. په پورته لیکنه کی ډیرو ښو ټکو ته یی ګوته نیول شوی . د امریکا او ناتو ( چه دوی یی نړیواله ټولنه یادوی ) نوی شرایط د مشروعیت او رسمیت پیزندنی د پاره… نور لوستل »

غمی،پښتین

بیانزی ته،
په تبصره،مقالو لیکلو هیڅ نه کیږی.په لندن کی ژوند کوی،انګریز پاسپورت لری،میدان ته راووزه د انګریز پارلمان مخه ته ودریږه لوحه ولیکه غاړه ته یی واچوه او دا په ولیکه چه،انګریز امریکا مونګ په رسمیت وپیژنی، انګریز پارلمان وکیلان به د ووینی ،هسی له تودی بړستنی تبصری لیکنی ګټه نه کوی

الحاج استاذ بیانزی

هلکه غمی پشتین خانه السلام علیکم ! له نظره مه شی، دا ډیره موده نه وی بی مودی اعتکاف کی مصروف وی او که منظور پشتین صاحب ته د مشوری د پاره تللی وی تشریف دی نه درلود ښه شو چه بیا مو سره د خبرو کولو ملاقات وشو. اصل موضع : تاسی لیکلی چه: [انګریزی پاسپورت لری، لوحه کی ولیکله چه انګریز او امریکا دی موږ په رسمیت وپیژنی، له تودو بړستنو له تبصروو او لیکنو لیکلو تیر شه ] دا چه په مودبه لهجه او ادبیاتو مو موضع مطرح کړی مننه مو کوم خبری مو ساده کی ګلداره… نور لوستل »

طاهر ثابت

سلامونه
زه خو وایم دمشروعیت خبره بیخی پردی ده او باید هیڅ ونه ویل سی. خصوصا کله چی دا دبین المللی مشروعیت خبره کیږی. افغانستان آزاد او مستقل دولت دی او هغه چی د بین المللی مشروعیت خبره کوی دا به له استقلال نه تیریدل وبولو او ځکه باید رده سی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx