نظــر

مشروعيت او رسميت پيژندنه «دوهمه برخه»

الحاج استاذ بيانزي

۲ــــ رسميت پيژندنه
رسميت پيژندنه څه ته وايي؟ د يو بل منلو او تسليمولو ته رسميت پيژندنه وايي، کورنيو، کليو او قومونو کې هم په يو ډول معمول ده د هيوادو تر منځ رسميت پيژندنه د هيوادو تر منځ د د يپلوماتيکو او تجارتي اړيکو ټينګولو او پرمخ وړلو ته وايي. د رسميت نه پيژندنې په صورت کې هغه هيواد تر يوې کچې منزوي کېږي او له ډېرو ستونزو سره به لاس او ګريوان او د سقوط تر کچې ممکن ورسيږي.

هر کلي، هيواد او بالاخره ټوله نړۍ څه اصول او مسوليتونه لري چې د عملي کولو په صورت کې د ټولو اړخونو لپاره ګټې لري. مګر دا پوښتنه چې دا اصول څه وخت او د چا له خوا وضع شوي او هغه کوم اصول دي او هيوادو کې تر کومې کچې تر اوسه عملي شوي دي؟ که يو بام او دوه هوا يا د مور او ميرې اصول عملي کېږي.

د ملګري ملتو شوری جوړښت هم په ظاهره ښه کار دی چې د هيوادو تر منځ هره ستونزه د خبرو له لارې حل و فصل کړي. موږ او تاسې په کلي کور کې هم د جرګو اصول او فرهنګ لرو، هغو جرګو کې تل هوښيار، تجربه کار، متقي او پوهان خلک راټوليږي له مخالفو اړخونو واک تر لاسه کوي، د نه منلو په صورت کې به د مقابل اړخ سره ملتيا لري او ټول کلی به يې فيصله مني، په کلي کور کې دا قانون عملي بڼه لري له بده مرغه نړيوال کلي کې د ملګري ملتونه د امريکا لپاره ناروا روا او روا ناروا کوي.

رسميت پېژندنه هم د امريکا لپاره يوه حربه او وسيله ده چې کوم هيوادونه يې په ګټه هغو لپاره له يو ډول اصولو او هغه هيوادونه چې يې نه خوښيږي د هغوی لپاره جلا فارمول او جلا اصول، کله په خپله او کله په نورو زيږوي. لکه د اسلامي امارت مقابل کې د ښوونځيو د تړلو، بشري حقوقو ته نه درناوی، همه شمول حکومت او داسې نور او نور زيږوي. په داسې حال کې چې امريکا، شغالان او غلامان يې په همدغه هيواد کې د ښځو، د بشر، د ماشومانو، بوډايانو او داسې نورو او نورو متناقضين وو، چې ډير يې موږ ذکر کړي او ځينې به وروسته درسره شريک کړو.

څومره بې عدالتي چې د ملګرو ملتو په رياست کې د [ امنيت شوری ] قرار لري امريکا، برطانيا، فرانسه، روسيه او چېن ( اتومي ځواکونه ) يې دايمي غړي دي، يعنې اټومي وسله زموږ برخليک جوړوي، که راتلونکې کې همدا امريکا تر اتومي ځواک هم پورته څه کشف او ترلاسه کړي نو بيا به امريکا د امنيت شوری يواځينی غړی او نړيوال شاهنشاه وي؟ بله دا چې دغه هيوادونه يې[ دايمي غړي ] يعنې د امنيت شوری يا [ ټوله نړۍ ] يې قباله کړې، د قيامت تر ورځې به يې غړيتوب لري، د نړۍ شاهنشاهان به وي.

د امنيت شوری دننه بې عدالتي: د شوری درې غړي (امريکا، برطانيا او فرانسه) يو اړخ، ( روس او امريکا ) بل اړخ ( روس او چېن ) قرار لري، دوه د دريو مقابل کې اقليت کې او روس د چېن سره خپلو کې هم دشمني لري. نو د امنيت شوری د امريکا په ګټه او خوښه ده يعنې امريکا چې څه غواړي هغه ترسره کېږي نو امريکا له اوسه نړيوال شاهنشاه [دجال] جوړ شوی. نو د امنيت د شوری پوره واک د امريکا په لاس کې دی.

لنډه دا چې، نظم نوين جهاني ( چې امريکا يې رهبري کوي) ټول ښه اصطلاحات د خپلو بدو کړنو يا استعماري ګټو لپاره کاروي چې مظلوم بشريت پرې استثمار او غلامان جوړ کړي، نظم نوين څو پيړۍ را په دې خوا په نظامي، استخباراتي، تبليغاتي، سياسي او مالي ټولو اړخونو کې پخې کړنې تر سره کړي چې له امله يې ټول نړيوال د نړيوال حکومت اصول او مقررات ومني او ټول مظلوم بشريت قانوني استثمار، غلامان جوړوي چې د دوی خدايي ومني.

امريکا ددې لپاره د ټولو هيوادو حاکمان د ډالرو په زور خپل کړي او ټوله نړۍ يې د امريکا په فرمان کې نغښتې، يواځينی مقاومت چې امريکا احساسولو هغه د افريقا شمال، منځني ختيز او افغانستان کې و، د همدې امله يې د سپټمبر په نړيواله فاجعه يي افغانستان، عراق او د افريقا شمال هيوادونه اشغال کړل د افريقا شمال او منځني ختيځ کې يې خپل اهداف ترلاسه مګر افغانستان کې له داسې ملا ماتوونکو ماتو سره مخ شول چې هغه نورې لاسته راوړنې يې هم ورته صفر کې ضرب کړې او د شاهنشاهي خوبونه يې څو پېړۍ شاته او له خاورو سره خاورې شول.

د اسلامي امارت د سرشارو قربانيو په مقابل کې امريکا او نورو شغالانو يې د مقاومت توان له لاسه ورکړ، امريکا د ۴۸ شغالانو سره له افغانستانه وويستل شول غلامه اداره يي هم د زمکې سره زمکه شوه. مجاهد ولس خپلواکې ترلاسه، اسلامي نظام پلي، شريعت يي نا فذ او هيواد يي له ملکوک الطوافيو وژغورلو. مګر ګيدړ دشمن له تيشتي دمخه زموږ شتمني لوټ، کنګل او اداري پرسونل يي د دي دپاره اختطاف کړو چه مجاهد ولس د امارت په ضد وسله وال پاڅون ته اړ باسي له امارت او نظام سره دشمني پيل او د سکولر نظام د پاره يي اماده کړي.

نو رسميت پيژندنه د امريکا بله وسله او وسيله ده چه د اسلامي امارت په ضد کاروي. دا ځل يو هيواد هم امارت په رسميت نه پيژني ولي؟ يو علت يي د نظم نوين جهاني د استعماري نفوذ له امله او بل علت يي دا چه نظم نوين ټول هيوادونه د اسلامي امارت له اسلامي نظام او اصولو ډارولي. اسلامي نظام که د نړۍ په يو هيواد کې قايميږي ټولي نړۍ ته به صادريږي، نړيوال نظام به جوړيږي نو حکومتي چارواکې به خپل پوستونه له لاسه ورکوي نو امارت بايد په رسميت ونه پيژنۍ، د رسميت نه پيژندني په صورت کې به امارت منزوي او د سقوط سره مخ کېږي او له شره به يي وزغورل شو.

د رسميت پيژندني د پاره يي غوښتني دا دي چه:
۱ـــ د نجونو ښوونځي او پوهنځي بايد کې پرانيستل شي.
۲ـــ ښځو ته دي په دفترو کې د کار اجازه ورکړي شي.
۳ـــ همه شمول حکومت دې جوړ شي.
۴ـــ بشري حقوقو ته دي درناوي ولري.
۵ـــ د القاعده سره دې اړيکې قطع کړي او داسې نور…
په داسې حال کې چې پورتنۍ ټولې غوښتنې د امارت اسلامي په اوليتو کې قرار لري مګر د اسلام د سپيڅلي دين د فرهنګ له مخې، نه د کفري فرهنګ له مخې. اسلام له بشريته انسانيت ته ارتقا ورکوي، له بشره انسان جوړوي، انسانيت کې مينه او ورولي نغښتي، انسان يو اجتماعي حيوان دې يو بل ته اړه لري او دا هله ترسره کېږي چې موږ خپلو کې مينه او ورورولي ولرو. په داسې حال کې چې په غير مسلمو ټولنو کې د بشريت حقوق لا پايمال دي(انسانيت خو نه لري) نارينه د نارينه وو او ښځې له ښځو سره قانوني نکاح کوي له بشريت څه چې د حيوانيت خلاف عمل دی، له دغو بدو اعمالو که صرف نظر وکړي بشريت ته به يې درناوی کړی و او د حيوانيت له غوجلو به راووځي.

حيرانونکې ده، کفري القاعده (ناتو) دهشتګره نه ده! [نړيواله ټولنه ] يې بولي، اسلامي القاعدې ( اسلامي امت ) ته دهشتګر او مجرمه شميري د امريکا خلاف هرڅوک القاعده دی، دهشتګر دي بايد وځپل شي، اسلامي القاعده د ژوند کولو جواز هم نه لري همدغه القاعده د روسانو په ضد جنګيدله مجاهده او جايزه وه امريکايانو خلق کړه او افغانستان کې يې وکاروله پرون القاعدې جواز درلود او د نن القاعده جواز نلري؟

همه شمول حکومت يعنې څه؟؟؟
حکومت د خيرات کټوۍ نه ده چې هر چاته پکې برخه ورکړي. اسلامي نظام کې الهي اصول حکومت کوي او چارواکي د اصولو تعميلونکي او د ټولنې خادمين او مامورين دي، د دغه ښه ماموريت تر سره کولو لپاره د متقيانو ( اهل کار ) خلکو ټاکلو اړه ده، مهمه نه ده چې له کوم قوم، سمت او په کومه ژبه خبرې کوي، مهمه دا ده چې هغه په ورسپارل شوي دنده کې څومره پوهه، تجربه، صداقت، تقوی او استعداد لري او څومره موفقيت لري.

د امريکا، روس، چين او داسې نورو هيوادو په ګډون موږ ته په ګوته کړئ چې همه شمول حکومتونه پکې شتون لري، برخلاف د نړۍ ټول يا اکثريت هيوادونه د زور له مخې جوړ شوي، د زور له مخې حذف شوي او د زور له مخې لوی او کوچني کېږي. په ځانګړي ډول د امريکا متحده اضلاع يو غصب شوی او مستعمره شوی هيواد دی هغه همه شمول حکومت چې د امريکا متحده اضلاع يې نه لري په اسلامي امارت يې څرنګه تطبيقوي؟

اسلامي امارت د رسميت پېژندنې ټول شرايط تر ټولو هيوادو په ښه ډول پوره کړي يو له هغو مهمو او عمده شرايطو څخه:
۱_ ځان پيژندنه او نور پيژندنه ده [ نه د چا اسارت او استثمار مني او نه يې په نورو اسارت او استثمار منلی].
۲ـــ که له امارت سره مجاهد ولس ملتيا نه لرله، اشغالګر او د اشغالګرو غلامه اداره يې نه شوه ماتولی او نه يې ۳۴ ولايتونه په ۱۱ ورځو کې فتح کولی شول، همدغه که د همه شمولو قومونو او پرګنو ګډون نه و نو څه و؟.

و من الله التوفيق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

له ټولو ښو اصطلاحاتو نظم نوین جهان ( چه په راست کی یی امریکا قرار لری ) ناوړه او د استمعاری ناوړو ګټو د پاره تری استفاده کوی. د مثال به ډول : همدغه مشروعیت او رسمیت پیزندنه کومه بده خبره هم نه ده، مګر امریکا تری د استعماری ګټو د پاره ناوړه ګټه بورته کوی او همدغه سبیڅلی اصطلاح ناسپیڅلی کوی . یا جمهوریت : موږ او تاسی هم وایو چه د جمهورو علماوو دغه فتوی او نظر پری لری د ښځو حقوقو ، بشرحقوق او هغه دغه نور حقوقو د دفاع د پاره چه امریکا څومره ناوړه استفاده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx