
د سید عبدالقادر جیلاني رحمه الله لس وصیتونه
عبدالرحیم راشد
د مجاهدې او محاسبې د خاوندانو لپاره، ددې صفاتو په پیدا کېدلو انسان سترو منازلو ته رسېږي.
۱- د الله جل جلا له په پاک نوم قسم مه کوئ، احتیاط کوئ، چې په سهوه هم د الله جل جلا له په نوم قسم ونه کړئ، له دې عادت سره الله تعالی د انسان پر زړه د انواراتو یوه دروازه خلاصوي، چې درجې به مو لوړې او اراده به مو کلکه سي.
۲- درواغ مه وایاست، په ګپو او خندا کې هم درواغو ته ځای مه ورکوئ، له دې امله به مو الله تعالی سینه خلاصه کړي او علم به مو زیات شي.
۳- ژمنې پوره کوئ، پایله به يې دا شي، چې د سخا او حیا مرتبو ته به پرې ورسېږئ.
۴- د الله تعالی پر مخلوق لعنت مه وایاست، د نېکانو او صادقانو همدا اخلاق وه، پایله به يې دا شي، چې الله تعالی به مو ساتنه کوي او له بدو اخلاقو به مو ژغوري.
۵- چا ته ښېرا مه کوئ، د ظلم او زور زغمل په صبر کوئ، نتيجه به يې دا وي، چې په عامو خلکو کې به مو مینه او محبت زیات شي.
۶- قبلې ته لمونځ کوونکی کافر، مشرک او منافق مه بولئ، په دې کې د نبوي سنتو پیروي ده او په همدې سره انسان په الهي علم کې له مداخلې ځان ساتي، په نتيجه کې به یې له الهي عامه رحمت څخه تاسو ته هم لویه برخه په نصیب شي.
۷- ښکاره ګناه وي که پټه، ځان ترې ساتئ، پر خپلو اندامونو هم پام کوئ، په نتېجه کې به مو پر زړه او اندامونو ژر مثبت اغېز څرګند شي.
۸- د خپلې روزي پېټی پر نورو مه اړوئ، دا عادت تاسو ته د أمربالمعروف او نهی عن المنکر ښه زمینه برابروي، په دې کې پوره انساني عزت پټ دی او په دې سره پر الله تعالی د اعتماد او باور صفت نور هم پوره کیږي.
۹- له انسانانو هیڅ ډول تمه مه کوئ، عزت، ښه باور، پوره توکل، تقوا او زهد په همدې کي نغښتي دي.
۱۰- هر وخت خاکساري او تواضع کوئ، دا ټولو طاعاتو ته شامل دي، په دې سره مو منازل او مرتبې لوړېږي، دا پوره تقوا ده او د صالحینو مرتبو ته رسېدل یوازې په همدې سره شونې ده.
مأخذ : تاریخ المشاهیر ، ۱۲۱ او ۱۲۲ صفحه .
وروره!
۱ – د عبدالقادر جیلانی نوم ډیرو خلګو اورېدلئ دئ خو اکثراً ئې د بیوګرافی څخه بې خبر دی، ښه به نه ؤ که مو د نوموړی د وینا د نقل مخکی د هغه بیوګرافی په لنډه توګه لیکلې وای؟
۲ – عبدالقادر جیلانی ( د اورېدو څخه ) یو روحانی او مُرشد شخص ؤ نو دداسی شخص د تمثال یا تصویر نقاشی به مناسب کار نه وی ( البته که سیاسی شخص وی نو پروا نسته ).