ادبي لیکني

د پښتو ادب د نوميالي شاعر او ادیب، اجمل خټک د دولسم تلین په یاد

خواجه عارف الله عارفي

اجمل خټك د پښتو د اوسني ادب يو ژوندی انقلابي شاعر ، نومیالی ادیب او خوندور لیکوال دی.
د دې ځلانده ادبي ستوري ځلا د پښتو د ادب د روښانه لمر هغې رڼا ته منسوبه ده چې د خوشحال بابا د زړه او دماغ څخه راوتلې او د پښتني سیمې پر آسمان خپره شوې ده.

اجمل د کوزې پښتونخوا د خټکو هغې مشهورې کورنۍ ته منسوب دی په چې سربیره په خوشحال خان خټك، اشرف خان هجري، عبدالقادرخان، افضل خان، کاظم شيدا، علي خان او داسې نور د پښتو ژبې پياوړي شاعران او لیکوالان په کې پيدا شوي دي.

اجمل په ۱۹۲۵م کال د نوښار په اکوړي کې زېږیدلی دی او هم دغلته د لنډي سيند په غاړه د پښتو ادب د پلار خوشحال خان خټك په شاعرانه ورشو کې په مینه او خوند لوبیدلی دی.

اجمل د حکمت خان زوی په خټه پښتون خټك دى. ده له رواجي زده کړې څخه وروسته ځينې رسمي کارونه هم کړي دي، مګر دغه دوره يې ډېره لنډه وه.
دده په زړه او دماغ کې د قوم او ولس خدمت جذبه داسې ننوتې وه چې دی يې رسمي دندو ته کله پریښود.
اجمل د لومړي ځل لپاره د شعر ویلو په اړه په ۱۹۴۷م کال کې ليکلي دي “زمـانـه شـي يـاد چې د د کله راهيسې زه شعرونه وایم خو مور راته قصه کوي چې د ماشوم والي راهيسې زما ډېره توجه دې طرف ته ده او وايي چې زه په ډېر لږ عمر كې د خپلې مور سره د خوشحال خان بابا مزار ته لاړ وم نو کله چې مې د هغه قبر ولیدو او له هغه ځایه چې بیرته راستون شوم، ما یو څو اشعار جوړ کړل او په زوره زوره به مې ويل چې د هغو مفهوم داسې بيانوي:

زه که خیر وي لوی شم
نو دخپل بابا قبر به داسې جوړوم
چې خلق به يې تماشې کوي
زه به ډېرې پيسېګټم
او ای د نیکه بابا قبریه
” د کاکاصاحب غوندې ښه ګنبد کوم

نوموړي د خپل پلار له مړینې څخه وروسته د هغه په فراق کې ډیر ابیات ولیکل او وروسته یې په ۱۹۳۷م کال کې د خوشحال خان بابا د ژوند او اند په تړاو په مشاعره کې چې د نوموړي په مقبره کې دایره شوې وه، برخه واخیسته.

اجمل خټک پخپله مورنۍ ژبه (پښتو) باندې میین شخصیت و نو ځکه به یې په مختلفو ادبي غونډو کې ګډون کاوه؛ لکه څرنګه چې نوموړی د پېښور د نوښار ادبي غونډې (ادبي جرګه) فعال غړی و، ددې غونډې په جلسو کې يې له مختلفو ادیبانو، شاعرانو، او د پښتو د ادب له خواخوږو سره وپيژندل او له دوی سره يې یو ځای د (بزم ادب) په نامه یوه ادبي ډله جوړه کړه.
ددې انجمن مرکزي دفتر په اکوړه خټک کې و او په ټول صوبه سرحد، سوات، بونیر، دربند، او آن د هندوستان له ځینو آیالتونو څخه یې هم ادیبان او شاعران غړي درلودل.

ددی انجمن غړو د تحریر، تصنیف، نظم، نثر، تألیف او د ترجمو په وسیله د پښتو ژبې د ادبي ذخیرې زیاتول خپل اولیت ګڼلو چې لاندې اثار یې چاپ کړي ول:

۱ـ قامي آئينه: یو تاریخي نثري کتاب دی
۲ـ د ژوند شپېلۍ: نظم دی
۳ـ نقلي قاضي: نثر دی
۴ـ لمبې: نظم دی
۵- لوخړې: نظم
۶- ټکری: نثر دی دی
۷ـ پښتو سندرې.

اجمل خټك د قومي خدمتونو په لړ کې څو ځله بندي شوی او داسې نادودې پرې تيرې شوي چې خداى دې ترې په نوم انسان وساتي.
سره ددې ټولو کړاوونو او جيلونو بياهم اجمل خټك خپل ټينګ پښتني عزم د لاسه نه دی ورکړی او نه يې چاته سرښکته کړی دی او هميشه يې دا نارې وهلې دي:

اوس کـه نـر وي نو غوږونه دي خـپـل پـریکړي
چـه زمـا نغمــه ســړه نـه شـو لا ســـره شـوه

د اجمل په شعر کښې د پښتونولۍ مینه او محبت، قومي درد ، او ولسي غم ټولي چپې په يو شان غورځنګونه وهي.
د بزم په میدان کې د حميد او د رزم په میدان کې د خپل وخت خوشحال خټک دی.

که د اجمل ژوند ته په ژور نظر وګورو، نوموړي هرڅه د سترګو لاندې ځيري او بيا یې د قلم په څوکه د ښو او بدو انځور په ښایسته رنگ کې وباسي.
اجمل د خوږو او مستو شاعرانه نغمو به انگازو د پښتونخوا په دنګو دنګو غرونو کې هرځای خپل پیغام هر چا ته رسولی دی.

د نوموړي د اشعارو یو ځانګړتیا داده چې د ټولنې په لوړه طبقه کې قدم نه ږدي بلکې د یو همدرد او خیرخوا په ډول د بې وزلو او غریبو خلکو لاسنیوی کوي:

غـټــان غـتـان، نیکان نیکان پیدا دي
دوي خو له ځايه جنتیان پیدا دي
ځئ! هغی خوارو له جنت وګټو
څوک چې له موره جنتیان پیدا دي.

دده د هنر بله لویه ځانګړنه داده چې دده شعر د ژوند لپاره استخدام کړی دی او داسې شعرونه وایي چې د خلکو په زخمي زړونو د ملهمو پټۍ لگوي.
دده په شعر کې نه يوازې طوفاني حرکت پروت دی، بلکې شاعرانه هنر او د الفاظو ښکلا هم لري او د چا خبره دده هر شعر د متروکې کار ورکوي:
ملګرو په لوګیدوونه شوله
ځئ چې لمبه شو او خپل ځان وسیځو
د نوي ګل د خسمانې لپاره
دا زوړ خوړلی ګلستان وسیزو.

اجمل د زمانې د ناكرديو له لاسه تر اوسه پورې ډېر کتابونه نه دي ليکلي خو کوم کتابونه چې ده ليکلي او چاپ شوي دي په ډېر څه ارزي چې په لاندې ډول دي:
۱ـ د غیرت چیغه: دا دده د شعرونو لومړنۍ ټولګه ده چې په ۱۹۵۸ع کال په پیښور کې خپره شوې ده.

۲ـ کچکول: په دې اثر کې د نثر خورې ورې مرغلرې په داسې رنگ راټولې شوي دي چې ملنګ او پاچا ترې یو شان خوند او مزه اخیستی شي او په پيښور کې په ۱۹۶۰ کال چاپ شوی دی.

۳ـ دا زه پاگل وم: په دې اثر کې ده د خپل قید و بند ترخه ساعتونه انځور کړي دي او په ۱۹۵۸ کال په پیښور کې چاپ شوی دی.

۴ـ بـاتـور تـه عـقـيـدت: دغه اثر هـم د شعرونو يوه مجموعه ده او په پیښور کې چاپ شوی دی.

۵ـ ژوند او فن: په ۱۹۶۶ کال په پیښور کې چاپ شوی دی.

۶ـ د پښتو ادب تاریخ : په اردو ژبه په ۱۹۴۹ ـ ۱۹۵۰ چاپ شوی دی.

۷ـ د پښتو ادب پنځه ویشت کاله: په اردو ژبه یوه رساله ده.

۸ـ د وخت چيغه: په دې وختو کې ده د خپلو نوو او تازه شعرونو ټولګه په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال په کابل کې خپره شوې ده.

د لرې او برې پښتونخوا مختلف ادیبان او شاعران د نوموړي شعر او نظم مدحه کوي؛ د دوی له جملې څخه جهادي، علمي او ادبي شخصیت، مولوي محمد یونس خالص یې پخپل کلام کې د نومړي داسې وصف کوي:

د اجمـل غـونـدې شـاعـر وايه، چېڅوک دی پښتنو کې
غنـي بـه څـوک پیـدا کـړي، د دې سیمې پرګنو کې
همداسـې اديبـان لـرو ، پرېمانــه نـور پـه دو کې
پـښـتـون تـه دښمنانځـكـه خـولې دي، په اوبو کې

دغه ستر ادیب او شاعر د ۲۰۱۰ ز کال د فبرورۍ پر ۷ تر یوه کال رنځ وروسته ومړ او د خټکو اکوړې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

شعر او شاعری دوه مخه لری:
مسلکی شعر
فطری – انسانی شعر
اجمل خټک یو مسلکی او موسمی او ایډیولوګ او فرصت طلب او ریاکار شاعر ؤ چی فقط د پښتون د احساساتو څخه ئې د سره استعمار ( شوروی ) په ګټه سوء استفاده کوله ( البته د سره استعمار اکثره خواخوږو نن سبا د تور او ویکتوریائی استعمار په لمنه کی فکری پناهندګی اخیستې ده ).

عبدالمالک همت

د اجمل خټک په اړه پورتنۍ ليکنه مي یو څو کرښي ولوستل، خو نوره مي ونه لوستل، ځکه د دغه سړي په هکله ستايني په لوستلو نه ارزي. اجمل خټک ته روسي نيواکګرو د کابل په نوي ښار کي ارګابارګا برابره کړې وه او په ځيره کي يې پيسې هم ورکولې . زه هغه مهال ورغلم وضع او چلند يې د يوه جاګيردار وو، نه د يوه انقلابي او مبارز اديب او شاعر. ده د روسانو غلامي غنيمت ګڼلې وه، خو زما د زړه تنګۍ دا حال وو چي د ښکېلاک پر ضد مي له وچه مجبوريته پاکستان ته مهاجرت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx