افغانستان

زاخېلوال: د امریکا مرستې یوازې د امریکايي قراردادیانو جېبونو ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، زمري ۱۶مه ،۱۳۹۳ل): د ماليې وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال وايي چې د امریکا له لوري افغانستان سره شوې مرسته ۸۰ سلنه امریکايي قراردادیانو بېرته امریکا ته وړې.

زاخېلوال له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د افغان حکومت د کمزورتیا له امله ، له دوی سره شوې مرستې د افغانستان پر ځای بېرته امریکايي قراردادیان خوري.

ده زیاته کړې، چې دغه امریکايي قرادادیان د امریکا له ګانګرس سره نیږدې اړیکې لري او افغان حکومت ته ځواب نه لري.

د زاخېلول په قول، امریکايي قراردادیان د ډیرو لږو مصارفو پروژې په څو چنده لوړه بیه بشپړې کړي.

زاخېلوال وايي چې په دغو پروژو کې له افغان حکومت سره مشوره نه ده شوې.

په دغه ځانګړې مرکه کې نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا له لوري شل سلنه مرستې په افغانستان کې لګېدلي او ۸۰ سلنه نور یې بېرته امریکا ته وړل شوي دي.

زاخېلوال زیاتوي چې امریکا له ۴ تر ۵ میلیاردو پورې مرستې افغانستان ته راوړي خو په دغو کې ایله له ۱۰۰ تر ۲۰۰ میلیونو ډالر د افغانستان حکومت ته ورکوي او نورې خپله مصرفوي.

د ښاغلي زاخېلوال په باور، امریکايي قراردادیان په خپله خوښه کارونه کوي او د افغان حکومت خبرو ته غوږ نه ږدي. د نوموړي په وینا امریکا په کابل کې د حرارتي بريښنا یوه پروژه په ۳۵۰ میلیونه ډالر لګښت بشپړه کړې ؛په داسې حال کې چې دغه پروژه د ۵۰ میلونه ډالرو ارزښت هم نه لري.

زاخېلوال همدا راز د امریکايي تاسیساتو په اړه ویلي چې پیسې پرې زیاتې لګول شوي خو هسې بې ګټې دي.

شنونکي په دې اند دي، چې امریکا قصدا دغه ډول چارې ترسره کوي، چې موخه یې د یوې داسې طبقاتي ټولنې رامنځته کول دي،چې شتمن یې تر ټولو شتمن او بې وزله یې وزګار وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x