ورزش

کرکټ بورډ هېواد ته له راستنېدو وروسته د نولس کلنې لوبډلې تود هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې له ګډون وروسته د نولس کلنو لوبډله هېواد ته په راستنېدلو وستایله او تود هرکلی یې وکړ.

د کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره په کابل کې ځانګړي مراسم وړاندې کړل او په نړیوال جام کې یې د لاسته راوړنو او بریاو قدرداني وکړه او هغوی یې وستایل.

ښاغلي میرویس اشرف په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لاسته راوړنې وستایلې او هغوی ته یې په یاد جام کې په څلورم مقام ترلاسه کولو مبارکي وویله.

هغه په نړیوال ډګر کې د ځوان لوبغاړو له ښې کارکردګۍ مننه وکړه چې هېوادوالو ته یې خوښي ورکړه.

د نولس کلنو لوبډلې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته ښاغلي میرویس اشرف وویل،«د ټولو لوبغاړو له ویاړونو اوبریاو قدرداني کوم، تاسې په نړیوال ډګر کې او هېواد ته په راستنېدو ثابته کړه چې د افغانستان د عزت خیال مو وساته».

د کرکټ بورډ مشر لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چې هېواد ته د راستنېدو سره سم به په راتلونکي کې دوی ته لا زیات لوبیز فرصتونه او اسانتیاوې چمتو کړي.

د نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر سلیمان ساپي او یو شمېر نورو لوبغاړو کابل کې رسنیو ته وویل چې په نړیوال جام کې لوبغاړو ډیر څه زده کړل او ژمنه یې وکړه چې هڅه کوي په راتلونکي کې به هېواد ته جامونه هم راوړي.

بل لوري ته د نولس کلنې لوبډلې ځینې کارمندان او یو لوبغاړی له ویسټ انډيز څخه هېواد ته د راستنېدو پرمهال لندن کې له لوبډلې جلا شوي او هېواد ته نه دي راستانه شوي. کرکټ بورډ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

همدا راز ځوان لوبغاړی نور احمد له عربي اماراتو څخه د پاکستان هېواد ته تللی تر څو په پاکستان سوپر لیګ کې ګډون وکړي.

افغان نولس کلنې لوبډلې په په نړیوال جام کې په ځانګړې توکه د توپ اچونې برخه کې یو شمېر بریاوې درلودې، چې تر ټولو ستره بریا یې د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د ۱۳۴ منډو په میړانه دفاع وه.

په نولس کلن نړیوال جام کې افغان لوبډلې په ګروپي سیالیو کې له دریو څخه دوه وګټلې، په کواټر پایلوبه کې یې سریلانکا ته ماتې ورکړه خو په نیمه پایلوبه کې یې انګلستان څخه په لږ توپیر ماتې ومنله او له یاد جام بهر شوه.

د یادونې ده چې د نولس کلنو نړیوال جام اتلولي هند لوبډلې خپله کړه چې استرالیا نولس کنلو ته یې د ۴ ویکټو په توپير ماتې ورکړه او په ریکاډي کچه یې پنځم ځل لپاره دغه جام خپل کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx