نړۍ

چین له اباما څخه غوښتي دي چي له ډایلالما سره ونه ګوري

diala_lama(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۶) بیجینګ: چینا تیره ورځ له اباما څخه په کلکه غوښتنه وکړي چي خپله هغه خبره بیرته واخلي چي نوموړي ویلي وو له ډایلالما سره به ګوري، کله چي دتیری شنبي په ورځ سپیني ماڼي اعلان وکړ چي اباما به له ډایلالما سره ګوری دچین هیواد دبهرنیو چارو وزارت اوهمدارنګه په امریکاکي دچین هیواد سفیر دامریکي دبهرنیو چارو وزارت ته اعتراضي لیک واستوي اودسپني ماڼي په دغه خبره سره سخته خواشیني څرګنده کړه.

بیجینګ له واشنګټن څخه غوښتنه کړي ده چي سمدستي خپله خبره چی ابامابه له ډایلالما سره ګوري واخلي، اوواشنګټن باید هغه ژمنه باندی وفا وکړي کوم چي ویلي وو تا یبیت دچین یو برخه ده.

دچین دبهرنیو چارو وزارت  خبرنشر کړی دي، مونږ دهر هغه هیواد په ددرانګه سیاست چي له ډیلالما سره ګوري هغه که په هرډول وي سخت مخالفت کوو، وزارت وړاندي لیکي، داباما اوډایلالما لیدنه به دچین اوامریکا پراړیکو باندي ډیره بده اغیزه ولري.

دچین هیواد جلاوطنه مذهبي مشر له تیرو ۱۱ ورځو څخه په واشنګټن کي وو ترڅو دبودا مذهبه ټولنی په مذهبي مراسموکي ګډون وکړي، خو دتیري جمعي ورځي پوري سپینه ماڼي دنوموړي په اړه چوپه خوله پاتي وه تیره ورځ ناوخته سپینی ماڼي اعلان وکړ چي ابامابه  دبودا مذهبو له مذهبي مشر ډایلالما سره ګوري، چی دغه خبره دچین هیواد قهراوغوصه راپورته کړی ده.

دغه کړکیچ په سیمه کي ددواړو قوتونو ترمنځ په داسي یو نازک وخت کي رامنځ ته کیږي چي دلته دچین هیواد له ځینی ګاونډیو هیوادونو سره دچین په جنوب کي دسمندر داوبو پرسر شخړه راپورته شوی ده، شنونکي وایی دچین په جنوب کي داوبوپر سر چي کومه شخړه دچین هیواد اودنورو ۵ ګاونډیو هیوادونو ترمنځ راپورته شوی ده، دغه سیمه ټولو هیوادونو ته ډیرستراتیجي حیثیت لري.

سپیني ماڼي خرورکړی دی چی دباما لیدنه به له ډایلالما سره ددي لپاره وي ترڅو کوښښ وکړي دډایلالماد استاځواو دچیني چارواکوترمنځ دمخالفت په لیري کولو پرمختګ راشي.

ډایلالما چي دامریکی په متحده ایالاتو کي له ډیرپراخ شهرت څخه برخه من دي له ۱۹۵۹ کال راپدي خوا له هیواده بهراوسیږي، نوموړي دنوبل دجایئزي ګټونکي دي، اوهمیشه پردي خبره باندی تینګارکوي چي دچین هیواد ترقانون لاندی دتایبتانو دحقوقو لپاره مبارزه کوم، خوچینایی چارواکي بیا وایی چي نوموړي یو جلاغوښتونکي مشر دی اوغواړي چي دچین هیواد تقسیم کړی.

بخت الرحمن بخت  ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x