روغتیا

تېره ورځ هېواد کې کرونا ۸ کسان مړه کړي او ۶۳۸ نور پرې اخته شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د عامې روغتیا وزارت ویلي چې د دوشنبې په ورځ د کووید-۱۹ له کبله ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی په داسې حال کې چې ۶۳۸ نور په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر رسنیو ته د ورځني احصائیې په تړاو ویلي چې په ۱۵ ولایتونو کې يې د ۱۷۳۱ کسانو د کرونا معاینات کړي چې تر ټولو زیاتې ۱۰۶ مثبتې پېښې په کندهار کې ثبت شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ننګرهار کې ۱۰۲، په کاپیسا کې ۸۹، هلمند ۶۱. کابل کې ۵۵ او نورې پېښې په غزني، سرپل، میدان وردک، بامیان، بلخ، غور، پروان، کنړ، کندز او هرات کې ثبت شوي دي.

د ښاغلي جاوید هژیر په وینا، د ۸ کسانو د مړینې ترڅنګ له یادې ناروغۍ ۱۰۳ کسان بیرته روغ شوي هم دي.

د یادونې ده چې د کرونا ناروغۍ د خپریدو له پېله تر اوسه په افغانستان کې ۱۶۳ زره کسان د یاد ویروس ښکار شوي چې له مخې یې نږدې ۷ نیم زره کسان مړه شوي او ۱۴۶ زره بیرته روغ شوي دي.

بل لوري ته افغانستان کې روغتیا پوهان په تېره نږدې د کووید-۱۹ ناروغۍ له ډیروالي اندېښنې څرګندوي او زیاتوي چې مثبتې پېښې درې چنده زیاتې شوې دي.

د افغان-جاپان روغتون مسؤولین پر کرونا د اخته کسانو شمېر د ۵۰ سلنه او په دغه روغتون کې د بستر ناروغانو د شمېر د ۸۰ سلنه ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، ډېری هغه ناروغان چې تازه مراجعه کوي، د نوې بڼې اومیکرون نښې نښاني لري.

د یاد روغتون رییس ډاکټر زلمي رښتین پژواک خبري اژانس ته ویلي، په له سلو څخه پنځوس تنو مراجعینو کې د کرونا پېښې موندل کیږي چې له مخې یې هره ورځ له پنځو تر لسو بسترېدو ته اړتیا لري، چې پخوا دغه کچه خورا کمه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx