افغانستان

حنیف اتمر په ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم سرپرست سفیر د لرې کېدو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د تېر رژیم د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نماینده ګۍ سرپرست سفیر نصیر احمد فایق په دغه سازمان کې د فساد پر ضد د غږ پورته کولو له کبله د ملګرو ملتونو له سرمنشي د نوموړي پر ځای د یو بل ديپلومات د معرفي کېدو غوښتنه کړې ده.

نصیر احمد فایق شاوخوا ۱۰ ورځې وړاندې ملګرو ملتونو ته په یوه وینا کې د تېر رژیم د مفسدو چارواکو د بانکي اکونټونو د کنګل کولو وړاندیز وکړ.

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د تېر رژیم د چارواکو چې په فساد کې ښکېل ول او د افغانستان شتمنۍ یې لوټلي دي باید بانکي اکونټونه يې کنګل شي.

فایق په دغه وینا کې د تېر رژیم د مفسدو چارواکو سره پر حساب کولو او محاکمه کولو ټينګار وکړ او دايې غیرعادلانه کار وګڼلو چې د افغانستان ۲۸ میلیونه وګړي وږي وي، میندې د ژوند کولو لپاره خپل ماشومان پلورلو ته مجبوره وي او د تېر حکومت فاسد چارواکي په اروپا او امریکا کې په لوکسو کورونو کې دې ژوند وکړي.

فایق همدا راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تېر رژیم مفسدو چارواکو ته پناه ورنه کړي او هغوی چې په فساد کې ښکېل دي باید حساب ورسره وشي.

د ښاغلي فایق تر دغې وینا وروسته د تېر رژیم د بهرنیو چارو وزیر د سرپرست سفیر په توګه د نوموړي د لرې کېدو په اړه ملګرو ملتونو ته مکتوب لیږلی دی.

نصیر فایق پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د نوموړي تر وینا وروسته چې په کې ده د تېر فاسد حکومت د نه استازيتوب خبره وکړه، د نوموړي خلاف د تېر رژیم چارواکو دسیسې پيل کړي دي چې یوه نمونه یې د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه ده.

ښاغلي فایق د حنیف اتمر هغه مکتوب هم پر ټویټر شریک کړی دی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لېږل شوی دی او په کې ویل شوي دي چې محمد ولي نعیمي رتبه تر فایق لوړه ده او د پروتوکول له مخې نعیمي به په ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم استازيتوب کوي.

که څه هم تېر رژیم پر افغانستان هېڅ ډول اغېزناک کنترول نه لري خو په ملګرو ملتونو کې لا هم د تېر رژیم له خوا ګمارل شوي ديپلوماتان دندو ته دوام ورکوي.

افغان حکومت تېر کال سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په توګه ټاکلی دی خو د اعتبارلیکونو کميټې د نوموړي استازیتوب تر دې دمه نه دی تایید کړی دی.

تر هغه چې ملګري ملتونو د اعتبارلیک کميټه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په اړه تصمیم نیسي، د تېر رژیم استازي به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په استازیتوب خبرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک ځاځی

فاىق صاحب ته وايو چى دا ګړى ستاسو لپاره طلايي چانس ده که غواړئ زمونږ افغانانو لخوا مشروعیت تر لاسه کړي. هغه دا چى فورأ د اسلامي امارت څخه اطاعت اعلان کړى او د هغوى د لارښود په اساس خپلى دندى ته دوام ورکړى کينى هغه وخت لرى نده چى ستاسو آينده به هم د تير رژيم د لنډغرانو نه زياته متفاوته نه وى. فرق دا ده چى هغو په تير کې وکړل او تاسو يى اوس کوى.

خوګياڼي

که په رښتیا د ملګرو ملتو اداره او نړۍ واله ټولنه د بشر د حقوقو په غم کې وى نو د ښاغلى فايق غوښتنه دې په امنيت شورا کې منظور او د کابل د پخواني ادارې او شمالي ټلوالې لڼډغران دې ګرفتار او مال او اموال دې په افغانستان او خارج کې مصادره او افغانانو ته وسپارى.

Karwan

ښاغلي نصير احمد فايق زه نه پيژنم، چه پخوا څه کاره وه، مگر داچه ښاغلي فايق ديوه بااحساسه افغان په صفت دافغانانو ږغ مللي متحد ته ورساوه، ډير دقدر وړدي! لعنت په اسحاقزي رذيل او ډيره مننه له ښاغلي فايق صاحب څخه، کورمو ودان، موفق اوسي. کاروان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx