نظــر

د جمهوريت او امارت ورته کيسه

محمد اسماعيل (عندليب)

زموږ ځينې ملګري د پخواني حکومت پر مهال پنجشير ته روان وو، د پنجشير په دروازه کې له ډېرو تحقيقاتو او تالاشيو وروسته بالاخره ترې تذکره غوښتل شوې وه، له دې امله نه چې ګومان کېدو دا مسافر به افغانان نه وي، بلکې لامل دا و چې پنچشير ته د داخلېدو لپاره داسې پروسه جوړه شوې وه لکه يو بل هېواد ته چې پر پوله اوړې.
خېر که په دغې نادودو پسې ګرځو نو کتابونه به ليکو، د هغه مهال داسې کېسې ډېرې عامې دي، البته همدا چاره په امارت کې هم روانه ده، داسې برېښي چې د جمهوريت او امارت ځينې کيسې سره يو شان دي.

نږدې څلور مياشتې مخکې مې يوه لنډه لېکنه کړې وه چې د هيواد جنوب ختيځو ولايتونو «پکتيا، خوست» ته د ختيځو ولايتونو اوسيدونکي د تګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ دي او نه پرېښودل کېږي.
هغه مهال موږ يوه توجيه درلودله، له ځانه سره مو دليل جوړ کړی و، خپله مو ځان قانع کړی و، خپله مو هم پر دولت ځانونه معترضين بلل، خپله مو مدافعين فرض کړي وو او بيا مو خپله ځواب ويلی و چې دا مجبوريت دی، هغه مهال ځينو کړيو په هېواد کې په نا امنيو لاس پورې کړی و، تر ډېره يې مرکزيت ختيځې سيمې وې، وېره وه چې نورو سيمو ته نا امنيتي سرايت ونه کړي.
خو داسې ښکاري چې په هېواد کې د واک جزيرې ختمې شوي، د واک هېوادونه جوړ شوي دي، فاسد چارواکي لاړ دي، خو ناخبره چارواکي په چوکيو ناست دي، د اړيکو پر بنسټ د دولتدارۍ پر مخ وړل پای ته رسېدلي، خو اوس د دولتي ادارو تر منځ اړيکې بيخي پای ته رسېدلي دي.

دا هره برخه د ډېر تامل او اوږدو بحثونو وړ ده خو زړه مې هغه مهال سخت درد وکړ چې دا ځل مو په امارت کې يوه ډله ملګري د خوست پر لور روان او د جمهوريت د پنجشير ساتونکو په څېر چلند ورسره شوی.

زما ملګری چې د پاکۍ صفت يې ځکه نه کوم چې (ولا نزکي علی الله احدا)، خو په بشپړه معنا د اوسنيو ډېرو هغو څخه پر وطن او دين مين، پر شريعت برابر او ورڅخه خبر دي، چې اوس يې خپله مبارزه په تېره توره بدله کړې او د هر چا په ورمېږه يې ايښې ده.

دا ډله ملګري چې د خپلې سوداګريزې چارې د پر مخ وړلو لپاره د خوست پر لور روان دي، خوست ته په داخلېدو لومړۍ ولسوالۍ دومنده کې د اسلامي امارت د سرسپارلو سرتېرو له خوا درول شوي، تالاشي، پوښتنې، چرته ځئ او څه کوئ وروسته تذکرې او بالاخره د بېرته ستنېدو حکم ورته صادر شوی.

هغوی ته ويل شوي چې بايد د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان اوسېدونکي تر هغه وخته خوست ته پرېنه ښودل شي، تر کومه چې د خوست د والي يا د خپل ولايت د والي د تزکيې خط ونه لري، يا يې په خوست کې څوک ضمانت ونه کړي، يا يې داسې څوک سفارش ونه کړي چې هغه حکومت ته معلوم او بيا پرې باور وکړي.
نه يوازې دا چې د ښې شيبې لپاره يې ايسار کړي، بيا هم ورته ويل شوي، چې په هېڅ صورت له دې مرزه نه شي تېرېدای او بالاخره اړ شوي، چې په څه شواخون داسې يو څوک پیدا کړي، چې په خوست «شريف» کې د دوی ضمانت وکړي.

د اجازې تر لاسه کولو وروسته دا کوچنۍ ډ‌له چې له يو بل هېواد څخه د خوست لوی دولت ته داخلېدل په مرز د اوښتو اجازه تر لاسه کړې، نومونه يې ليکل شوي، د تذکرو شمېرې يې ثبت شوي او له خوسته د وتلو پر مهال يې بايد بيا دې سرحدي سيمې سرحدي مسئولینو ته مراجعه کړې وای چې موږ له خوسته په ارام ووتو، تر څو يې له راجستر څخه نومونه پاک شي.

دا خوست ته د هر تلونکي مسافر کيسه ده، زه يې عيني شاهد هم يم.
موږ ته افسوس ودريږي، افسوس له دې امله نه چې له يو چا سره ولې داسې وشول، بلکې افسوس ځکه چې اوسني واکمن د وطن سره د ټوکو چلند کوي، ځينو هغو چې د دوی راتګ ته يې ورځې شپې شمارلې ناهيلي به شي، ځکه چې دا د يو عادي عسکر چلند نه و، هغوی په واز کومي همدا خبره کوله چې له لوړو مقاماتو ورته امر دی.

د خوست والي صيب! نه پوهېږو که ولسمشر صيب دې وبولو، تاسې زندان ليدلی، د بې معنا محدوديت په ځور او کړاو خبر ياست، نه پوهېږو چې اوس تاسې د خوست لپاره کوم داسې قوانين جوړ کړي، چې ډېر به يې وساتۍ او لکه د شمالي کوريا پرمختګ به ورکړئ.

د اعتراض ځای دا نه دی چې ولې له يوه ډله خلکو پوښتنې وشوې، يا ولې د امنيت لپاره دومره سخت اقدامات شوي، پوښتنه دا ده چې ولې ومره غلط اقدامات شوي؟ داسې څوک نه شته چې قوانين جوړ کړي او بيا يې په احسنه طريقه عملي کړي.

قوانين د يو هيواد په ټول قلمرو او ټولو اتباعو عملي کيږي، خو که چېرې هم دا جزوي يا اړخيز شي نو دا بيا قانون نه دی، دلته بيا دولت هم تر پوښتنې لاندې راځي او هم يې مشروعيت.

که سبا د کوم بل ولايت چارواکي همدا اصول وټاکي، ايا دا به بيا د قوم او ژبې تر منځ د توپيرونو او لرې والي رامنځ ته کېدو لامل ونه ګرځي.

اوسني چارواکي به له ډېرو کړاونو تېر شوي وي، ډېر پاک خلک به ولري، خو زه په زغرده وايم چې اوسنيو چارواکو کې ډېر يې د حکومتدارۍ په چل نه پوهېږي او همدوی به د دې لامل کېږي، چې د ولس تر منځ نسبي نژدې شوي زړونه به بيا سره لرې کېږي او بيا به له ستونزو سره مخ کېږو.
دا د امارت او جمهوريت تر منځ يوه شریکه کيسه وه، خدای دې وکړي چې داسې مشترکات يې زیات نه شي.
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx