انتخاباتي لانجه د جان کیري سرګردانه ماموریت- سرمقاله

نن ټکی اسیا: سرمقاله: د پنجشنبې په ماښام د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري یوځلې بیا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ د جوړجاړي په غرض کابل ته راغی.

دا په تیره یوه میاشت کې د جان کیري دویم سفر دی چې د یادې موضوع په اړه یې د واشنګټن او کابل ترمنځ کوي.

که څه هم چې ښاغلی جان کیري د کابل او واشنګټن ترمنځ دغه خطر ناک سفر د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ د را ولاړې شوې لانجې د هواري په غرض کوي ، خو حقیقت دادی چې دغه سفرونه د لانجې د حل په ځای هغه نوره هم د بحران خواته نیږدي کوي ؛ځکه د لانجې دواړې غاړې هریو د جان کیري په پټو ژمنو اوسرښورونو ځان ډا ډه بولي او له جانب مقابل سره د تساهل پرځای خبره د تصادم او جنجال لوري ته بیايي.

د بیلګې په توګه کله چې د دوهم پړاو د پایلو تر اعلانیدو وروسته ډاکټر عبدالله د اعلان شویو پایلو پرخلاف د لوېې خیمې په تالارکې غال مغال جوړ کړ، خپلو پلویانو ته يي په دې خبره ډا ډ ورکاوه چې مونږ خپل اعتراض امریکايي چاروکو ته هم رسولی او ژردی چې امریکايي ولس مشر بارک اوباما خپل د بهرنیو چارو وزیر زمونږ د ا عتراض اوریدلو په خاطر کابل ته راولیږي.

هماغه وه چې کیري کابل ته راغی او یواځې په تشریفاتي ملاقاتونو یې د دواړو نوماندانو ترمنځ راپورته شوی جنجال په موقتي ډول حل کړ ، خو د جان کیري تر جوړ جاړي وروسته د رأیو د تفتیش د پروسې بیا بیا ځنډ او تیره ورځ د انتخاباتي ټیمونو د غړیو ترمنځ فزیکي شخړې د ټاکنو په لانجه کې د کیري منځګړیتوب هم بي اغیزې کړ.

له بلې خوا په انتخاباتي لانجې کې د جان کیري مستقیم مداخلت د دغې پروسې اعتبار او حیثیت ته سخته صدمه رسولې ؛ ځکه تر اوسه پوري ډیری عادی افغانان په دې باوري نه ول چې د انتخاباتي پروسې مدیریت د امریکایانو لخوا پرمخ وړل کیږي.

اوس ټول ولس ته دا خبره په اثبات ورسیده چې د ټاکنو پروسې ابتکار او اختیار هرڅه دامریکایانو په لاس کې دي ؛ځکه کله هم چې د انتخاباتي ټیمونو ترمنځ خبره پورته شي، نو د افغانستان په حکومتي سیستم کې هیڅ قضايي،عدلي او تقنیني ارګان هم دهغې دهواري وړتیا په ځان کې نه ویني او د دغه غالمغال د هواري لپاره به یاشخصا اوباما او یاهم دهغه د بهرنیو چارو وزیر ولسمشریزو نوماندانو ته ټلیفوني دستور ورکوي.

ښايي د امریکې د بهرنیو چارو وزیر نور هم د کابل او واشنګټن ترمنځ ډیر داسې ستړي او خطر ناک سفرونه وکړي ، خو انتخاباتي لانجه به د ده له هرسفر سره نوره هم پیچلې کیږي او مختلف ابعاد به خپلوي.

ځکه که واقعا هم امریکایانو د دغې لانجې حل غوښتی نو د هغې دحل صلاحیت به یې خپله افغان حکومت ته سپارلی وای .

دا چې د افغانستان د ټول حکومتي سیستم ، ولسي جرګې ، مشرانو جرګې ، عدلي او قضايي ارګانونو او دټاکنو د خپلواک کمیسیون د موجودیت ترڅنګ بیاهم انتخاباتي لانجه له واشنګټن څخه د بارک اوباما په ټلیفوني او امرو او یاهم دجان کیري په بیړنیو سفرونو حل کیږي د دې معنا دا ده چې د انتخاباتي پروسې پیل د امریکایانو په دستور شوی اوس هغوي غواړي د دې پروسې پای هم د خپلو مصالحو مطابق سر ته ورسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د