ورزش

د هند او پاکستان ترمنځ د راتلونکې لوبې ټکټونه پنځه دقیقو کې وپلورل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ۲۰۲۲م کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د ټکټونو د خرڅلاو اعلان وکړ چې د هند او پاکستان ترمنځ د سیالۍ ټکټونه په پنځه دقیقو کې پلورل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ، په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ لپاره ټکټونه په شپږ بجې ماښام اعلان شول چې پنځه دقیقې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا وویل، د هند او پاکستان لوبې لپاره د «عامه ټکټونو تخصیص» ختم شوی دی، نور خلک نشي کولی د یادې لوبې لپاره ټکټونه واخلي.

د استرالیا (سیډني مارنینګ هیرالډ) راپور ورکړی چې د اکتوبر په ۲۳مه په ملیبورن لوبغالي MCG کې د هند او پاکستان ګروپي سیالۍ لپاره واد دمخه ۶۰ زره ټکټونه پلورل شوي دي. پاتې ټکټونه به د ځانګړو کسانو لپاره ساتل کیږي، خو مینوال کولی شي په انتظار لیست کې شامل شي.

دغه سیالي چې د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو جالبه ګڼل کیږي، په راتلونکي جام کې د استرالیا تر ټولو ستر لوبغالي (میلبورن کرکټ لوبغالي) کې ترسره کیږي. دا لوبغاړی د شاوخوا سل زره نندارچیانو د ځای کولو ظرفیت لري.

له دې وړاندې په استرالیا کې د پاکستان او هندوستان کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۵م کال کې د یو ورځني نړیوال جام پرمهال مخامخ شوې، چې ددغې لوبې ټکټونه هم یوازې په پنځو دقیقو کې پلورل شوي وو.

هند او پاکستان لوبډلې له تېرو شاوخوا لسو کلونو د سیاسي کړکیچ له کبله دوه اړخیز سیریزونه نه ترسره کوي، چې له کبله یې مینوال په نړیوال جام کې د مخامخېدو په بې صبرۍ انتظار کوي.

بل لوري ته په سیډني لوبغالي کې چیرته چې د هند لوبډلې دوهمه لوبه ترسره کیږي، په داسې حال کې ټول ټکټونه پلورل شوي چې لا یې هم مخالف لوبډله نه ده پېژندل شوې.

په نورو لوبو کې چې ټکټونه یې زیات پلورل شوي، د نړیوال جام لومړۍ لوبه ده چې د استرالیا او نیوزیلاند ترمنځ د اکتوبر په ۲۲مه په سیډني لوبغالي کې ترسره کیږي، دغه راز د اکتوبر په ۲۸مه د استرالیا او انګلستان او په ۱۳ د نومبر د نړیوال جام پایلوبه چې په میلبورن لوبغالي کې ترسره کیږي زیات ټکټونه پلورل شوي دي.

د سږکال شل اوریزو نړیوال جام به د استرالیا په ۷ بېلا بېلو ښارونو کې ترسره شي، چېرته چې د ماشومانو لپاره پنځه ډالره او د لویانو لپاره ۲۰ ډالره د ټکټ بیه اټکل شوې ده.

استرالیا ته د بهرنیو سیالانو په ورتګ له تېرو دوه کلونو بندیز لګېدلی و چې وړمه ورځ یې په لومړي ځل دغه بندیز پای ته ورسوه او د ۲۱ فبروري وروسته یې د پرانیستلو اعلان وکړ.

د شل اوریز نړیوال ټورنمنټ اجرائیه رئيسې میچیل انرایټ ویلي،  په داسې حال کې چې تر دې دمه ډیری ټکټونه د استرالیا اوسېدونکو له لوري پيرودل شوي، دوی هیله لري چې په سرحدونو د بندیز لرې کېدل به سیلانیان وهڅوي د نړیوال جام ټکټونه وپيري.

افغانستان کرکټ لوبډله هم له هغو ۸ لوبډلو څخه ده چې یاد نړیوال جال ته یې مستقیما لاره موندلې او خپلې لوبې به د انګلستان، نیوزیلاند، استرالیا او دوه غوراوي لوبډلې پر وړاندې په پرت، میلبورن، د ګابا او اډلیډ لوبغالو کې د اکتوبر له ۲۲ تر نومبر ۴ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، تېر کال په شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان او هندوستان کرکټ لوبډلې د عربي اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې مخامخ شوې، چې پاکستان په لومړي ځل هند ته په نړیوال جام کې تاریخي ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx