شعـــــرونه

زما حبیبه حُسن ستا له حُسنه ټوکېدلی ده/عمر صديق

عمر صديق

دا چې ستا ښايست په ښايستونو کې وتلی ده
زما حبیبه حُسن ستا له حُسنه ټوکېدلی ده

مخ د سپین یوسف ده که ښکلا د لمر سپوږمۍ وينم
ستا ښایست ممتاز ده ستا ښایست په کې ښاغلی ده

ستاحسن اعلی ده تر ګلونو ګلابونو ډېر
موږ د هر يو ګل رنګ کې دا ستا اثر لیدلی ده

ستا د تورو زلفو خوشبو غوره له عنبر ګڼم
غوره ده له مشکو او دا راز مې زړه منلی ده

حورې د جنت ستا د جمال تفسیر ته هیڅ نه دي
حورو د جنت ستا د جمال تفسیر لوستلی ده

والضحی صفت لرې طه يسين دې هم ستايي
رب دې پاس پر عرش باندې سپېڅلی نوم لیکلی ده

ستا رخسار له هر اړخه کامل ده عجیبه ده دا
هر رخسار کې ګرانه څه ناڅه کمی راغلی ده

د عمرصدیق له حال خبر يې او که نه ګرانه
ګل و او ګلاب و خو ستا عشق کې رژېدلی ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx