نظــر

افغان چارواکو ته څو مشورې

احمدظاهر وحدت

د هيواد د ښې راتلونکې لپاره هر با احساسه افغان فکر لري او د چارو د سمون لپاره طرحې او وړانديزونه لري، زه هم د يو دردېدلي افغان په توګه د هيواد د روان وضعيت په اړه لاندې څو خبرې په ذهن کې دي چې د خواخوږۍ له مخې يې د اسلامي امارت مشرانو ته عرض کوم.

۱- د ملت خوښ او راضي ساتل مو سیاسي، اقتصادي او نژادي مخالفین له منځه وړي، دلیل یې دادی چې دا ملت ستاسو مخالفینو پخوا لوټلی دی، خو که تاسو هم دوی ولوټئ نو ملت بیا دوی ته رجوع کوي، لهذا زړۀ سوانده مشران پرې وتاکئ.

۲- عمومي عفوه مو اعلان کړه، ببا نو پر چا غرض مه لرئ، زۀ او ملت دواړه پوهیږو چې تاسې تېر ناولي او مفسد رژیم سخت کړولي یئ، حتی ستاسو مېرمنې او ماشومان یې په سپیو داړلي دي، خو چاره نه شته، په عفوه کې مېړانه او د نفس سره جګړه ده او دا کړنه، الله متعال ته خوښه ده.

۳- د خوراکي اولیه ډېرو اړینو توکو لپاره چې څومره ژر کیږي، داسې لارې چارې ولټوئ چې نرخونه یې را ټیټ کړئ او کیفیت یې ور سم کړئ، خلک چې وږي شي، بیا ستاسو دښمنانو ته پناه وړي.

۴- د واسطو، رشوت، فساد او اختلاس مخه ونیسئ، پخوانی نظام هم همدغو ناولو کارونو بالاخره سقوط کړ.

۵- په نړیواله کچه د بې طرفئ او خپلواکۍ بیرغ مو هسک کړئ؛ که تاسې یا د امریکا خواته مایل شئ، چین او روسیه او د سیمې نور امریکا ضد هېوادونه درنه خفه کیږي او که بیا د روسانو او چینیانو سره تقرب وکړئ، بیا نو غربيان او امریکا درنه ګیله ګوي، بناءً داسې بهرنۍ پالیسي جوړه کړئ چې یو لوری هم خفه نۀ شي او له ټولو ګټه وکړو.

۶- تر ټولو ډېره اړینه او حساسه موضوع د پاکستان سره پر راوبطو ده، دې هېواد د پخوانیو مجاهدینو د جهاد ثمرات هم له منځه یوړل، ستاسو قربانۍ هم ورته ارزښت نه لري، لهذا داسې کار او سیاست ور سره وچلوئ چې ستونزې راته ایجاد نۀ کړي، مثلا: که موږ د پاکستاني طالبانو سره خواخوږي کوو، نو دا زړۀ سواندي باید د بشري خواخوږۍ پر بنیاد وي، نه د نظامي ملاتړ پۀ بڼه؛ که د آزادۍ بښونکو بلوڅانو یا د پښتنو ملت پالو ګوندونو په ضد په کور دننه او بهر کې کوم اقدام کوو، د بل په اشاره یې ونۀ کړو، بلکه خپله پالیسي مو داسې جوړه وي چې چاته اجازه ور نه کړو چې زموږ له خاورې او یا سیاسي ستیج او پرستېژه راته ستونزې ایجاد او د ګاونډیانو سره مو مزید روابط خړ پړ کړي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد قاسم مل

فکر کوم د ټول ولس همدا غوښتني دي ښه وړانديزونه دي د ااا هر وګړي بايد د امارت د پاليسيو ځان خبر کړي په سوشل ميډيا کي د TTP په عملياتو بايد څرګند ډول خوښې څرګنده نکړي او يا د هغوي سره په ښکاره توګه د همکارۍ چغي ونه وهو. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx