افغانستان

د برتانیا پخوانی لوی درستیز: طالبانو موږ مات کړي یو، واقعیت باید درک کړو او حکومت يې په رسمیت وپيژنو

نن ټکی اسیا (سه شنبه،  ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د برتانیې پخوانی لوی درستیز ډیویډ ریچارډز وايي چې دوی باید دا واقعیت ومني چې په افغانستان کې يې جګړه بایللې او دوی باید د افغانانو د ساتنې په موخه د افغانستان د نوي حکومت له چارواکو سره ګډ کار وکړي.

جنرال ډیویډ ریچارډز  د بي بي سي سره په مرکه کې ویلي دي چې لویدیځ باید دا حقیقت ومني چې«طالبان» اوس د افغانستان حکومت دی.

هغه د نړیوالې ټولنې غوښتي چې سرپرست افغان حکومت په رسمیت وپيژني څو د افغانستان خلک د انساني بحران څخه راووځي.

جنرال ډيویډ ریچارډز چې په ۲۰۰۶ز کال کې د ناټو قومندان هم و ویلي دي چې لویدیځه نړۍ به یو وخت د طالبانو حکومت په رسمیت پيژني خو تر دې ښه داده چې موږ مخکې تر دې چې ناوخته شي باید سرپرست افغان حکومت په رسمیت وپيژني.

هغه وویل چې لویدیځې نړۍ دولتونه دې د طالبانو بریا ومني، ځکه واقعیت دادی چې طالبانو موږ مات کړي یو او موږ باید دا واقعیت ومنو.

د ریچارډ په وینا طالبان اوس د افغانستان حکومت دی، دوی د ۴۰ میلیونه افغانانو مسوولیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د ډيويډ رچرډز وينا که څه هم غربى اشغال ګرو ته د منلو نه ده، خو د خپلې ماتې اعتراف څخه سترګې نشي پټولې. بل انګلستان او د د هغه ځاى ناستې امریکا باید د افغانستان په هکله خپلو استعماري پاليسيو کې 180 درجې مثبت بدلون راولي او افغانانو ته د يو سيال په سترګه وګوري او ژر تر ژره د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپيژني. او د افغانستان او افغانانو کنګل شوې ډالر دي افغانستان ته ور پريږدي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx