
د ګناهونو د بخښنې څلوېښت اسباب(۱) برخه
عبدالرحیم راشد
۱:په اسلام مړ کېدل:
عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ قَالَ، قَالَ: رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « مَا مِنْ نَفْسٍ تَمُوْتُ تَشْهَدُ أَنْ لَّا إِلَهَ إِلَّا اللهُ , وَأَنِّي رَسُوْلُ اللهِ , يَرْجِعُ ذَلِكَ إِلَى قَلْبِ مُوقِنٍ , إِلاَّ غَفَرَ اللهُ لَهَا»(سنن ابن ماجه ج۴،ص۷۱۰رقم۳۷۹۶)
ژباړه: د معاذ بن جبل (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چې نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: هر انسان چې په داسې حالت کي مړ شي چې هغه په دې ګواهي ورکوي چې له الله (جل جلاله) پرته بل معبود برحق نشته او زه د الله (جل جلاله) پيغمبر یم او دا ګواهي یې هم د زړه له یقین څخه وي، نو الله (جل جلاله) به هغه ته بخښنه وکړي.
۲: رښتینې توبه کښل:
الله (جل جلاله) فرمايي :وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللهَ يَجِدِ اللهَ غَفُورًا رَحِيمًا (النساء:۱۱۰)
ژباړه: او چاچې بدي وکړه او يا پرخپل ځان ظلم وکړي، بيا له الله پاک څخه بخښنه وغواړي، نو الله به بخښونکی، مهربان ومومي.
عَنْ أَبِي عُبَيْدَةَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «التَّائِبُ مِنَ الذَّنْبِ، كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ»”(رواه ابن ماجه برقم/۴۲۵۰)
ژباړه: د ابو عبیده بن عبدالله (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چې پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: له ګناه څخه توبه کښونکی له ګناه څخه داسې پاک دی لکه هغه څوک چې هیڅ ګناه نه لري.
۳: اودس تازه کول:
عَنْ اَبِيْ هَرَیْرَةَ قَالَ: رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:« إِذَا تَوَضَّأَ الْعَبْدُ الْمُسْلِمُ – أَوِ الْمُؤْمِنُ – فَغَسَلَ وَجْهَهُ خَرَجَ مِنْ وَجْهِهِ كُلُّ خَطِيئَةٍ نَظَرَ إِلَيْهَا بِعَيْنَيْهِ مَعَ الْمَاءِ – أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ – فَإِذَا غَسَلَ يَدَيْهِ خَرَجَ مِنْ يَدَيْهِ كُلُّ خَطِيئَةٍ كَانَ بَطَشَتْهَا يَدَاهُ مَعَ الْمَاءِ – أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ – فَإِذَا غَسَلَ رِجْلَيْهِ خَرَجَتْ كُلُّ خَطِيئَةٍ مَشَتْهَا رِجْلاَهُ مَعَ الْمَاءِ – أَوْ مَعَ آخِرِ قَطْرِ الْمَاءِ – حَتَّى يَخْرُجَ نَقِيًّا مِنَ الذُّنُوبِ» (صحیح مسلم ج۱،ص۱۴۸،رقم۶۰۰)
ژباړه: د ابوهریره (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چې نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) وفرمایل: کوم مسلمان یا مؤمن بنده چې کله اودس تازه کړي، نو چې مخ پرېمنځي، کوم ګناهونو ته چې یې په سترګو کتلې وي د اوبو (د څاڅکو)سره هغه ګناهونه توی شي او کله چې لاسونه پرېمينځي، کوم ګناهونو ته چې یې چې لاس اچولی وي، د اوبو(له څاڅکو) سره هغه ګناهونه توی شي او کله چې پښې پرېمنځي نو کوم ګناهونو ته چې یې په پښو تګ کړی وي د اوبو(د څاڅکو) سره هغه ګناهونه توی شي، تر څو چې له ګناهونه څخه پاک وګرځي.
۴ تحية الوضوء:
څوک چي د اوداسه وروسته دوه رکعته لمونځ وکړي او ددې په منځ کې د هیڅ چا سره خبرې ونه کړي.
روى البخاري عَنْ حُمْرَانَ مَوْلَى عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ أَنَّهُ رَأَى عُثْمَانَ دَعَا بِوَضُوءٍ فَأَفْرَغَ عَلَى يَدَيْهِ مِنْ إِنَائِهِ فَغَسَلَهُمَا ثَلاَثَ مَرَّاتٍ ثُمَّ أَدْخَلَ يَمِينَهُ فِي الْوَضُوءِ ثُمَّ تَمَضْمَضَ وَاسْتَنْشَقَ وَاسْتَنْثَرَ ثُمَّ غَسَلَ وَجْهَهُ ثَلاَثًا وَيَدَيْهِ إِلَى الْمِرْفَقَيْنِ ثَلاَثًا ثُمَّ مَسَحَ بِرَأْسِهِ ثُمَّ غَسَلَ كُلَّ رِجْلٍ ثَلاَثًا ثُمَّ قَالَ رَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَوَضَّأُ نَحْوَ وُضُوئِي هَذَا وَقَالَ مَنْ تَوَضَّأَ نَحْوَ وُضُوئِي هَذَا ثُمَّ صَلَّى رَكْعَتَيْنِ لاَ يُحَدِّثُ فِيهِمَا نَفْسَهُ غَفَرَ اللَّهُ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ “(بخاري،ج۱،ص۵۲،رقم۱۶۴).
ژباړه: امام بخاري (رضي الله عنه) د عثمان (رضي الله عنه) د ازاد شوي مريي حمران څخه روایت کوي چې عثمان (رضی الله عنه) د اوداسه اوبه وغوښتې، د لوښي څخه یې اوبه په لاسو توی کړلې او لاسونه یې درې ځلي پرېمنځل، بیا یې راسته لاس په اوبو غوټه کړ، خوله او پزه یې پرېمينځل او پزه یې سوڼ کړه او بیا یې درې ځلې مخ پرېمنځه او لاسونه یې هم درې ځلې د څنګلو سره پرېمنځل او بیا یې په سر مسح وکړه، بیا یې هره پښه درې ځله پرېمنځل او بیا (عثمان (رضي الله عنه)) وویل: چې ما نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) لیدلی دی چې زما د همدغه اوداسه په شان یې اودس کاوه او ویې فرمایل: څوک چې زما د اوداسه په شان اودس وکړي او بیا دوه رکعته لمونځ اداء کړي، چې د اوداسه او لمانځه په منځ کې یې له هیچا سره خبرې نه وي کړې، الله (جل جلاله) به دده مخکيني ګناهونه ور وبښي.