ټولنیزه برخه

له عمر رحمه الله څخه یې زده کړئ!

عبدالرحیم راشد

امام ابن عبد الحکم رحمه الله د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د شخصیت په اړه روایت نقل کړی دی، چې عمر رضي الله عنه پوسته خانې والا ته وصیت وکړ: هر هغه لیک چې دوی ته ورکول کېږي، ده ته دې راوړل شي.
یوه ورځ د مصر رسمي پوسته مدینې ته ولاړه، د ”فرتونة السوداء“ په نوم یوې نوکري هغه ته یو لیک ولیکه چې په هغې کې یادونه شوې وه چې د کور دېوال یې کوچنی دی او غل کولای شي د دې دېوال پر سر را پورته شي او د هغې چرګه غلا کړي!
عمر رحمه الله د ”فرتونة السوداء“ د لیک په ځواب کې ولیکل:
بسم الله الرحمن الرحیم
« د الله تعالی د بنده او د مسلمانانو د امیر عمر له لوري و فرتونة السوداء ته!
ستا لیک ماته راورسېد او تا چې د دېوال له کوچینوالي څخه شکایت کاوه، چې غله کولای شي په اسانۍ کور ته داخل شي او ستا چرګه غلا کړي، نو ما د مصر والي ایوب بن شرحبیل ته لیک ولیکه او امر مې ورته وکړ، چې ستا د کور دېوال جوړ او د کوم شي څخه چې ته وېره لرې، درته محفوظ کړي، ان شاء الله. »

والسلام

خوږو لوستونکو! له تاسو پوښتم:
آيا تاسو دا ګمان کوئ، چې په دنیا کې ددې تورې نوکرې څخه دې بل څوک د منزلې او رتبې په حساب په ټیټه درجه کې وي؟
آیا تاسو دا ګمان کوئ، چې په دنیا کې تر عمر بن عبدالعزیز رحمه الله یو څوک زیات مصروف، باعزته او د لوړ منصب څښتن وي؟
د دې دنیا په زیاته برخه یې واک چلېده، د فرانسې څخه تر تبت پورې یې حکم جاري و، چې هیچا یې حکم رد کولی نه شو او داسې څوک نه و چې دده قطعي دلائل ور مات کړي، خو لنډه دا چې د الله تعالی پرته بل څوک تر ده لوړ نه و.
آیا تاسو دا ګمان کوئ، چې په دنیا کې د یوې نوکرې تر دېوال او چرګې څخه دې بل بې ارزښته او ناچیز شی وي؟
بس ددې ټولو لویو عزتونو او لوړ منصب باوجود بیا هم هیڅ شی ددې مانع نه شو، چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله دې د ”فرتونة السوداء“  لیک او د کور دېوال ته اهمیت ور نه کړي او د مصر والي ایوب بن شرحبیل ته د هغې د کار د اجراء کولو په پار لیک ونه لېږي، دا ځکه چې د عمر رحمه الله سره د مسؤلیت احساس موجود و او دا یې سوچ کې وه که چیرې نن د دې نوکرې کار ته د اهمیت په سترګه ونه ګورم، نو حتمي به د قیامت په سخته ورځ ددې ناغېړۍ پوښتنه را څخه کېږي.

نو ښاغلو وروڼو! دا زموږ د سپېڅلي او زرین تاریخ له زرګونو کیسو څخه یوه لنډه او د پند څخه ډکه واقعه وه، چې دا واقعه د دوو کسانو لپاره د عبرت لوی درس دی:
۱.  هغه څوک چې زموږ د سپېڅلي تاریخ سره علاقه نه لري او په سپک نظر ورته ګوري، په هر څه کې یې د لوېدېځ پیروي پر ځان لازمي ګڼلې وي، دا ګمان کوي چې ښه او بد یواځې د لوېدېځ څخه راځي او د روښنايۍ وړانګي یواځې د لوېدېځوالو څخه خپرېږي، په داسې حال کې چې دی د شیطان په لومه کې ګېر شوی او  دوکه شوی دی، ځکه د لمر د راختلو ځای ختیځ (اسلامي هيوادونه ) دي او د تیارو سرچینه بیا لوېدېځ (اروپايي هېوادونه) دي.
۲. هغه څوک چې دې فاني دنیا کې د څو ورځو لپاره په یو مقام او بست ګمارل شوی وي، چې اوس یې تکبر او غرور خپل عادت ګرځولی وي او دا ګمان کوي، چې زه به تل پر خلکو مشري کوم. د هیچا لوري ته توجه نه کوي، که یو نږدې ملګری یې اړیکه ورسره ونیسي، دی ځواب نه ورکوي او له دوستانو سره هیڅ خپلوي نه پالي، نو دغه شخص دې پوه شي چې منصب او څوکۍ د څو ورځو لپاره وي، خو ملګرتیا او خپلوي بیا د تل لپاره وي، باید داسې ونه کړي چې خپل هغه ملګري چې په  سختو شپو او ورځو کې یې لاس ور کړی و، اوس یې هېر کړي.
مسؤل شخص باید داسې وي چې هر څومره نابلده سړی د اړتیا په وخت کې مراجعه ورته وکړي، په ښه ورین تندي دې کار ور اجراء او په ښو نېکو اخلاقو دې رخصت کړي.
نو محترمو لوستونکو!ْ که غواړئ چې د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په شان لوړې مرتبې ته ورسېږئ، نو په نقش او قدم یې پل کښېږدئ او د خپلو تللو او اوسنیو مشرانو په لارښوونو ته د عمل جامه واغوندئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx