افغانستان

سعودي د طالبانو یوه فرهنګي ملاتړي ته سزا ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د تېرې چار شنبې په ورځ د سعودي محکمې یو کس چې په وینا یې د طالبانو سره یې فرهنګي همکاري کړې، په ۸۰ دورو وهلو، ۷ میاشتو بند او د یوه کال لپاره په سفر بندیز محکوم کړی.

په دغه کس تور دی چې د عراق او افغانستان خبرونه په ویب پاڼو باندې نشرول، فیس بوک، ټویټر او نورو ټولنیزو پاڼو کې يې شریکول.

د العربیه تلویزوني کانال وايي چې دغه کس هم مهاله د طالبانو او عراقي مجاهدینو او مقاومت کونکو ویډیوګانې ډیرو ایمیلونو ته لیږدولي او د جهادي ویب سایټونو د چلونکو سره یې تخنیکي مرستې کړي.

په خبر کې راغلي چې دغه کس یو ځل د طالبانو د الاماره پاڼې لپاره یو ډومین (ویب سایټ ادرس) هم اخیستی وو، کله چې د هغوی پاڼه بنده شوې وه.
د طالبانو د الاماره ویب پاڼي تخنیکي کارکوونکي د سعودي محکمې دا ادعاوي ردوي، او وايي چې دوی دومره امکانات او تخنیکي پوهه لري چې خپل هر کار په خپله وکړي، کله هم دوی سره چا داسې مرسته نه کړې او نه د دوی ورته تر اوسه اړتیا پيدا شوې، دوی دا کس نه پيژني، چې څوک دی.

باید وویل شي چې د سعودي حکومت په غزه باندي د اسراییليانو د برید او بمباریو وروسته ددې پر ځای چې د اسرائیل په خلاف په نړیواله ټولنه کې اواز اوچت کړي او یا اقلا مصر دې ته اماده کړي چې د غزې سرحدي لاره پرانیزي، په سعودي کې د اسلامي تنظیمونو، اشخاصو، ملایانو او شیخانو باندې سختي زیاته کړې، او د هغوی څخه یې غوښتي چې تروریزم وغندي او د اسلامي متشدیدونو په خلاف تبلیغات وکړي، او خپل مسؤولیت ادا کړي.

باید وویل شي چې سربېره پر دې هم د سعودي تر سلو زیاتو علماء کرامو په فلسطین کې د حماس او مجاهدینو په ملاتړ او د اسرائیلو په خلاف فتوا ورکړه، د هغوی جهاد یې وستایه او د هغوی څخه یې د لا زیات مقاومت غوښتنه وکړه، ګاونډي، اسلامي او عربي هیوادونو یې د فلسطین په غمیزه دهغوی په ناروا چوپتیا وغندل، او پر هغوی یې غږ وکړ چې خپل مسؤولیت ادا کړي، کنه د قیامت په ورځ به د الله په وړاندي مسؤول وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x