ټولنیزه برخه

چې امن لرې، لکه ټوله دنيا چې لرې…!!

عبیدالله رقیب

امام بخاري, ترمذي, ابن ماجه او داسيې نور امامان رحمهم الله تعالی نبوي روايت تقوی:

عن عبيد الله بن محصن رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ آمِنًا فِي سِرْبِهِ ، مُعَافًى فِي جَسَدِهِ ، عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ ، فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا»

ژباړه: څوک چې په خپل ځای کې په امن باندې سبا کړي, چې په بدن روغ وي, د ماښام ګوله ولري نو ګويا چې دنيا ټوله ده ته را يوځای شوې ده.
ملا علي قاري رحمه الله ددې حديث شريف تفسير کوي:
دا خطاب يواځې مؤمنانو ته شوی ځکه په روايت کې د (مِنْكُمْ) توری راغلی؛ يعنې له دې نعمت څخه هغوی برخمن دي چې ايمان ولري (د کفارو او منافقينو لپاره په دنيا کې له دې نه زياته هستي هم نيستي ده؛ ځکه د هغوی لپاره د دنيوي ستونزو په زغملو کې ګټه او ثواب نشته او اخروي عذابونه د دنيا ټول خوندونه ورنه هېروي). په روايت کې راځي (آمِنًا) يعنې له دښمنه په وېره کې نه وي, په ګناه باندې د ککړيدو اسباب نه وي, چاپيريال سالم وي. (مثلاً په هيواد کې پردي يرغلګر ځواکونه نه وي, د هيوادوالو وينه تويول چاته بښل شوې نه وي, لاره وهونکي او انسان تښتوونکي په تېښته وي, د چاپيريال د سالمیت لپاره د امر بالمعروف, نهي عن المنکر نظام فعال وي). په دغسې حالت کې که څوک په “سرب” کې شپه سبا کړي بالکل لکه دنيا چې د ده وي; (سرب) مختلف تعبيرونه او مختلفي معنی ګاني لري، رسول الله ﷺ فرمايلي دي “أُعْطِيتُ جَوَامِعَ الْكَلِمِ” يعني ماته د اللهﷻ له طرفه د تعبير داسي قوه راکړه شوې ده چې الفاظ يې کم وي خو معنی يې ډيره پراخه وي; همدغه (سرب) يې يوه بېلګه بللای شو؛ سرب د حرکاتو په بدلون سره د کور, لارې, زړۀ, نفس او د حيواناتو د اوسيدو د سوړي يا غار معنی ورکوي; دا ټولې معنی ګانې دلته درستې دي; څوک چې په خپل کور کې په امن وي, په لاره باندې په امن وي, زړه يې ډاډه وي, خپل ځان يې په امن وي, يا حتی په داسې سمڅه او خرابه ځای کې اوسي لکه د حيواناتو غارونه, خو په امن وي نو دغه نفر داسې دی لکه ټوله دنيا چې ددۀ وي!

قدرمنو مؤمنانو! زموږ معيارونه بايد الهي معيارونه وي, د اللهﷻ رسول چې راته څه شی هستي او ترقي يادوي بايد ايمان ولرو چې همدغه ترقي ده او رسول الله ﷺ چې راته کوم څه د تاوان په توکه يادوي هماغه بايد تاوان وګڼو; مؤمن ځکه په هرحال ګټمن دی چې په نيستۍ باندې صبر يې جنت دی او په هستۍ باندې شکر يې جنت دی; موږ بايد په هستيو شاکرين او په نيستيو صابرين واوسو, په شکر به مو نعمتونه زيات شي او په صبر به مو ثوابونه زيات شي; د اللهﷻ له درباره د نورو تخرګونو ته مه تښتئ, هغوی مو له الوتکو ژوندي غورځوي حال دا چې همدغه بدنونه او روحونه اللهﷻ درکړي دي; اللهﷻ يې د ساتلو او پاللو قدرت او لورينه هم لري; د اللهﷻ له معیارونو سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx