افغانستان

کابینې د سیم کارتونو د ثبت او بایومیتریک په اړه مصوبه تصویب کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت کابینې د تلیفوني سیم کارتونو د ثبت او بایومیتریک کولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت غوښتنه تصویب کړې ده.

د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست ویلي دي چې کابینې یاد وزارت ته دنده وسپارله چې دغه پروسه د احصائیې او معلوماتو له ملي ادارې سره په ګډه تطبیق کړي.

کابینې همدا راز مخابراتو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د سیم کارتونو د ثبت او بایومیتریک لپاره دې یوه طرحه جوړه او پروسه دې په تدریجي ډول داسې پیل کړي چې خلک له ستونزو سره مخامخ نه شي.

د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره (اترا) پخوا ویلي وو چې په افغانستان کې ۳۴ میلیونه سیم کارتونه خرڅ شوي دي او ۲۲ میلیونه یې فعال دي.

اترا ادارې د معلوماتو له مخې په ډيری امنیتي پېښو کې هغه سم کارتونه استفاده کیږي چې ثبت او بیومیتریک شوي نه وي.

که څه هم مخابراتو وزارت تلیفوني خدماتو شرکتونه د ناثبت شویو سم کارتونو د خرڅلاو څخه منع کړي دي خو پر دې سربېره حاضره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ناثبت شوي سم کارتونه په ازاد بازار کې خرڅيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماشاءالله. په اهمیت یی هغه کسان پوهیږی چی په مخابراتو او تکنالوژی لاس رسی لری. زبر دست کار، مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx