افغانستان

کابینې له معلولینو، یتیمانو او کوڼدو سره د نقدي مرستو په اړه طرحه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت کابینې له معلولینو، یتیمانو او کونډو سره د نقدي مرستو په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت لخوا چمتو شوې طرحه تصویب کړې.

افغان حکومت تېره اونۍ د شهیدانو او معلولینو وزارت ته دنده سپارلې وه چې د تېر رژیم د معلولو او فلج سرتېرو او د هغوی له یتیمانو سره د مرستې په اړه جامع طرحه جوړه او دوی ته دې وړاندې کړي.

تر هغه وړاندې د لیندۍ پر ۲۹مه هم کابینې د شهیدانو او معلولینو وزارت ته  دنده سپارلې وه چې یتیمانو، معلولینو او مفلوج اشخاصو سره دې مالي مرسته وکړي.

د کابینې له خوا د تصویب شوې طرحې له مخې د اسلامي امارت د شهیدانو یتیمان او کونډې، د پخوانۍ ادارې د وژل شویو عسکرو بې سرپرسته ورثه او د افغانستان د څلویښت کلنو جګړو معلولین د میاشتنۍ نقدي مرستې مستحق ګڼل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx