ادبي لیکني

دوه مشاله؛ يوه رڼا!

جواد مصباح

کله چې امريکايي پانګوال او د فدرل بانک مشر پال واربرګ د امريکا سنا ته په خطاب کې وويل:
«موږ يوه نړۍ او يو حکومت غواړو، ددې کار لپاره هم پلان لرو او هم توان، موږ پخپل عزم کې پرېکنده يو او خپله موخه هرو مرو ترلاسه کوو.
غواړو په ټوله نړۍ کې يو حکومت رامنځته کړو، يواځې يو مليارد خلک بايد د ټولې نړۍ مشري وکړي او نوره ټوله نړۍ يې بايد بې قيد او شرطه اطاعت.

که اړتيا شي نو دا بې شمېره (پاتې ۵ ميليارده) انسانان بايد وخت ناوخت د لويو مقاصدو د تحقق لپاره قرباني شي.»
دا د نړيوالتوب يا نړۍ د يو کلي ګرځولو نوي څرکونه و، چې د هغه انسان په ذهن کې را ټوکېدلي و چې خپل ژوند ته د سکون او خوښۍ راوړلو لپاره يې کابو هره نسخه تجربه کړې وه، خو بيا هم له پېړيو د نا ارامۍ او تورتم په ناپايه سمندر کې ډوب و، دا ځل یې د ځان د تسکين او خپلو موخو لپاره نوی تکتيک ذهن ته راغلی و.
کله چې دې انسان ته د نړۍ د حاکمیت هوس ور پيدا شو او ځان نعوذ بالله خدای ورته و اېسد، په ميليونونو بې ګناه انسانان يې پخپلو وینو ولمبول، ښارونه يې تالا، زر او مالونه يې ترې غلا او چور کړل، خو د خپلو ديني، اقتصادي او سياسي اهدافو که په بله بڼه ووايو په نړۍ د خپل قانون د پلي کولو او د ټولې نړۍ په معدنياتو، تېلو او اقتصادي بازارونو په لاس کې د اخيستلو په وړاندې يې، بيا هم اسلام او مسلمان په مخ کې خنډ ولید، چې د تل په رقم يې اجازه نه ورکوله ترڅو په هرڅه خېټه واچوي، کمزوری انسان وزبېښي او د بل په وينو او هډوکو خپل عيش او نوش وکړي.
نو همغه و چې دا ځل يې هرڅه ته له نوې زاويې وکتل، د پخوانو او همېشنيو اهدافو لپاره يې نوی لیدلوری او نوي پلانونه ترسيم کړل.

اوس نو د وجود په ځای د مسلمان باطن او معنويت تر بريد لاندې ونيول شو، مقدسات په تدريجي ډول سپک شول، علماء او روحانيون د مختلفو توطئو په نتيجه کې بدنام او له ټولنې څخه منزوي شول، د بې اتفاقۍ زړي وکرل شول، په کرښو، جغرافيو، قومونو او قبيلو د ويش بازار تود شو او هر هغه عامل له منځه یوړل شو چې د اسلامۍ نړۍ د بيا راپورته کېدو او يو کېدو وېره ترې کېده.

په ظاهره خير رسوونکو شعارونو او تبليغاتي ډنډورو د دوی پلويان ډېر کړل، خو ډېرو لږو د صاحب منصب (غربي دسيسې، ۹مخ) په رقم ښکته پوړته د ورتللو جرات وکړ، ترڅو حقیقت څرګند کړي او تر بوسو لاندې د اوبو تېرول پخپله وګوري.
خو ددې امت ويښو شازلمو له بې شمېره سختيو، کړاونو، او زندانونو سره سره په ټول توان هڅه وکړه چې خپل خلک د غربي دسیسو څخه خبر او د مسلې ژورو ته يې ورسوي، يو مثال يې محمد قطب رحمه الله هم دی.

دده په رقم علماء چې د غربي نړۍ ليد او اسلام بشپړ جاج يې اخيستی و، د امت د ځوانانو لپاره هغسې قلم وچلاوه چې زما غوندې ناخبره ځوانانو ته يې هم خپل مسوليت ور وپېژاند.
ده د خپلو نايابو کتابونو تر څنګ په (قرآن کريم څنګه ولولو؟) کې مسلمان ځوان ته ور وښودل چې عزت، وقار، بريا، روحي اطمینان او خوند يوازې قرآن د قانون او د انساني ژوند لپاره د تګلارې په منلو کې دی.

دی وايي: له قرآن سره ژوند اصلاً له الله جل جلاله سره ژوند دی او دا هغه څوک درک کولی شي چې له قرآن سره په ويښ زړه او بيدار حس ملګرتيا وکړي او دا چې له قرآن سره څنګه تعامل او اخيستنه ترې وکړو په ښه ډول راته ښيي.
د لوی خدای جل جلاله اراده وه، بيا یې داسې نور ځوانان پيدا کړل چې د طاغوتي افکارو او نظريو په وړاندې لکه سپر ودرېږي او د حق چغه خوره کړي!

دا ځوانان زموږ قدرمن ملګري دادمحمد ناوک او محمد نعيم پرهیز صيب دي، چې لوی رب ددې توان ورکړی ترڅو نهایت مهم کتابونه پښتو ته را وژباړي او د غربي طاغوت له دسيسو مو خبر کړي، چې دا د اعلیٰ تمدن او ثقافت دعوه دار اصلاً څومره وحشي او د انسانيت ضد دي؛ له قرآن څخه د خپلې ناپوهۍ څرک راته وښيي، په دې مو يقيني کوي چې راتلونکی د اسلام او د قرآن غوندې د يو جامع او د بشري فطرت سره د برابرې آئين دی او په دې مو هم پوه کړي چې قرآن د بشر تر ټولو ستر کتاب او تګلاره ده، خو ددې تګلارې ځانګړتياوې څه دي؟ موږ څومره ترې خبر يو؟ او زموږ اړيکې ورسره څنګه دي؟
دا دواړه کتابونه چې «کوښښ فکري ملګري» چاپ کړي، ژباړه يې هم بېخي روانه او خوږه ده.
د هر ځوان لپاره يې ضروري بولم چې يو ځل یې حتماً تر نظر تېر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx