نظــر

سياسي واکمني، مشروعيت او مقبوليت يې

د،ب،هيښ
انسان يو ټولنيز موجود دی، په انفرادي شکل يوازې ژوند نه شي کولی نو مجبور دی چې له نورو انسانانو سره ګډ ټولنيز ژوند ته تن ورکړي.
مګر له بلې خوا نه انسان الله پاک ازاد پيدا کړی دی او د ازاد فکرکولو په نعمت يې هم نازولی دی.

ازادي د انسان لومړنی خدايي حق دی، چې هېڅوک يې د سلبولو صلاحيت نه لري.
د انسان آزادي د هغه په انفاذ د قدرت (واک) ولاړه ده. هر انسان چې قدرت (د ازاد فکر کولو، فعاليت، تصميم، پرېکړې) و نه لري هغه ازادي نه لري، بلکې اسیر او تړلی دی.
خو مطلقه ازادي په هغه صورت کې واقعيت موندلی شي، چې انسان يوازې، په انزوا او له نورو سره تماس او معاشرت ونه لري. کله چې انسان ټولنې ته داخل شو، نور هغه مطلقه ازادي په مشروطه ازادي بدليږي، ځکه د نورو ازادو انسانانو له ازادۍ سره مخامخ کيږي او که په ټولنه کې د هر فرد د خواهشاتو او تمايلاتو مطابق تعاملات جريان پيدا کړي، نو چون د هر فرد ذوق، ميل، تفکر او ګټې بېل دي او ټولنه د هر فرد د فردي خواهشاتو د پوره کولو توان نه لري نو طبعا ټکرونه به د ټولنې د افرادو ترمنځ د هر يوه د فردي خواهش د پوره کولو په مقصد منځته راځي او ټولنه به د ابدي جنګ ډګر ګرځي.
مګر نه ټولنه او نه یې افراد د ابدي جنګ حوصله لري او نه انسان د خپلې ازادۍ نه منصرف کېدی شي. نو ددې ستونزې يوازينی د حل لاره چې هم د افرادو ازادي په نسبي توګه خوندي پاته شي او هم د ټکرونو او فزيکي برخوردونو مخه و نيول شي، په ټولنه کې د ګډ او سوله ييز ژوند د کولو لپاره د ټولنې د افرادو له لوري د داسې قواعدو جوړول دي چې د ټولنې د افرادو د مشترک تفاهم په نتيجه کې پرې توافق شوی وي او ټول يې منلو ته غاړه کیږدي.

د همدې شريکو تفاهمي توافقاتو نه جوړ شوي قواعدو پياده کولو، عملي کولو، اجراء کولو او مديريت ته سياست او هغه څوک يې چې چلوي سياسي واکمنان بلل کيږي.

ټولنه د خپل واړه واحد ( کورنۍ) نه نيولې تر لوی ملي واحد ( دولت ) او جهاني واحد ( نړيوال سازمانونه ، مؤسسات ، انستيتونه او اتحاديې ) پورې نظم ، ادارې ، مديريت او منجمنټ ته ضرورت لري ، تر څو د ګډوډۍ ، انارشۍ او بې بندوبارۍ مخه ونيول شي او ټولنيز ژوند په نظم ، سوله او ثبات کې صورت ونيسي، ددې نظم برقرارول او منجمنټ کول د سياسي واکمنۍ دنده ده.

پورته مو د سياست تعريف وکړ چې د ټولنې ادارې او مديريت ته ويل کيږي(د هغه قواعدو مطابق چې د ټولنې د افرادو د تفاهم او توافق په اساس جوړ شوي وي ) او څوک چې يې عملي کوي هغو ته سياسي واکداران ويل کيږي .
يعنی سياست او سياسي واکمني د انساني ټولنې نه لوړ څه نه دي ، بلکې په ټولنه کې د ژوند کوونکو افرادو د کړو وړو او تعلقاتو عمليه او د تفاهمي توافقاتو نتيجه ده .
سياست يوه انساني پروسه ده ، چې خپله انسانان يې جوړوي ، عملي کوي او مخته يې وړي. همدا وجه ده چې د‌ عواقبو مسؤليت يې هم د دوی په لاس کې دی.

د سياسي واکمنۍ مشروعيت:
هره واکمني چې د ولس د عقايدو ، غوښتنو ، فرمايشاتو ، تصاميمو او پريکړو (چې ټولنې پرې تفاهم او توافق کړی دی)منعکس کوونکي وي مشروع ده او هر څومره يې چې د ولس د چوپړ او خدماتو کچه لوړه وي په همغه اندازه يې مقبوليت هم په ولس کې زيات وي.
يعنې د يوې سياسي واکمنۍ د مشروعيت او مقبوليت معيار او بارومتر ولس دی او دا واکمني بايد د خپل واک جغرافيه د ولس له سرچينې او سرچشمې نه خړوب کړي، بې له ولس نه هره منبع او سرچينه د قدرت د سياسي واکدارۍ مشروعيت تر سوال لاندې راولي او متنفي ده،
سياسي واکمني نه امتياز دی نه اغايي ده او نه بې بندوباري، بلکې دا يو ماموريت دی د ولس له لوري ، مسؤليت دی، خدمت دی او د خپلو اعمالو حساب ورکول دي.

سياسي واکمنانو دا حقيقت درک کړی دی، چې مشروعيت د ملت په تایيد او حمايت پورې اړه لري ، همدا وجه ده چې ټول سياسي واکمنان په ظاهره د ملت او د ملت د عقايدو او منافعو د حفاظت نارې وهي تر څو خپله سياسي واکمني مشروع وښيي.
مګر واقعيت بيا داسې نه دی . چيغې او ادعا د ولس د خدمت وهل کيږي ، خو عمل بيا د ولس د غوښتنو، ګټو او تر ټولو مهم د ټولنيز عدالت سره په تضاد کې جريان لري . همدا وجه ده چې هر څومره‌ که داسې سياسي واکمني په ظاهر د مشروعيت ځلېدونکې جامې واغوندي او ځان مشروع تمثيل او تبليغ کړي ، خو غير مشروع ماهيت يې په کم وخت کې ښکاره او رسوا شي او د نابودۍ کندې ته‌غوځار شي.

زموږ په هېواد کې د سياسي واکمنۍ د مشروع ښودلو د پاره د ډېرو لارو او میتودونو ( سياسي واکمني مقدسه کول او د اولی الامر تابعيت کول او بې چون او چرا منل ، بيا په همدې بانه ميراثي کول ، د نظامي کودتا له لارې سياسي قدرت غصبول د جمهوريت تر نامه لاندې ، د زحمت کشانو او کارګرانو د دیکتاتوری تر نامه لاندې د عسکري بلوا له لارې اختناق او د بقا د پاره يې شورويان راغوښتل ، د اسلام تر نامه لاندې قدرت اغوا کول لکه د تنظيميانو وحشتواکي ، د امريکايي اشغال تر چتر لاندې د قلابي انتخاباتو ډرامه او اولسواکی ، د فرمايشي او نمايشي جرګو ، لويو جرګو دايرول او …..) نه کار واخستل شو ، خو په دروغو د اولسي ملاتړ د مدعيانو، سياسي قدرت دوام را نه ووړ او يو په بل پسې نسکور شول ، ځکه چې د اولس له لوري يې د مشروعيت تصديق او تاييد نه درلود ، د سياسي قدرت منبع يې اولس نه و . بناا د اولس د ملاتړ په ځای د اولس د تقابل سره مخامخ شول ، او دقبوليت په ځای يې ،عاق ، رد او د تاريخ برخه وګرځول.
را به شو اوسني سياسي واکمنۍ ته چې مشروع ده او که نه.

پورته مو د سياسي واکمنۍ د مشروعيت اصل ( د واک منبع يې بايد اولس وي ، د اولس د تفاهم او توافق په اساس منځته راغلې اجنډا بايد تعقيب ، عملي او مخته بوزي او د اولس اساسي -حياني غوښتنو او ضرورتونو ته ځواب ويل او خدمت کول )ذکر کړل . اوس په همدې واحدونو د ااا تر ارزونې لاندې نيسو .

۱- د ا.ا.ا د سياسي قدرت منبع افغان ولس دی. دوی د همدې ولس د بطن نه زېږېدلي او د همدې ولس له لوري د ديني -ملي ارزښتونو ( اسلام ، خپلواکۍ -ازادۍ، وطن، ملي جغرافيې، ملي ثقافت، ملي تاريخ، ملي افتخارات او ….) د دفاع، بقا او حفاطت ماموريت ورکړل شوی دی. بناا د ا.ا.ا واکمني د مشروعيت د اول اصل نه چې واکمني يې د ولس نه سرچشمه اخلي برخورداره دی.

۲- افغان ولس سل په سلو کې په دې تفاهم او توافق لري چې اداري ، اقتصادي ، سياسي ،اجتماعي ، ثقافتي ، تعليمي او مديريتي امور به د اسلام د مقدس دين د ارشاداتو مطابق او د ملي ارزښتونو او ګټو په بنياد مخته ځي.

د ا.ا.ا د ولس د همدې تفاهم او توافق (ديني -ملي اجندا) په بنا خپله داخلي او خارجي پاليسي په مخ وړي او په ټولو ساحو ، فيصلو او اقداماتو کې د همدې اصولو مطابق عمل کوي . دا د ا.ا.ا د مشروعيت بل سند او ثبوت دی.

۳- د سياسي واکمنۍ د مشروعيت بل مهم اړخ د واکمنۍ په طرزالعمل پورې اړه لري، چې د ولس د خدمتګار په توګه چليږي او که د بادار او دیکتاتور؟
واک ته د يوه مسؤليت او ديني -ملي وجيبې په حيثيت ګوري او که د شهرت، ثروت او شهوت د حاصلولو د وسيلې په توګه؟
په شر- فساد ، غلا ، غصب ، ديني -ملي ارزښتونو د معاملې او د ولس سره د دښمنۍ او خيانت په کړنو لګيا دي او که ديني -ملي عقايدو ، ارزښتونو او منافعو ته مؤمن او متعهد او سرې کرښې ورته ښکاري؟

د ا.ا.ا له پيل نه تر اوسه پورې خاص د الله د رضا او د ولس د خدمت داعيه لرله او لري يې. اولس ته د خپل آمر او ماموريت ورکوونکي په منزلت قاييل دی او د همدې ولس د خپلواکۍ، عزت ، ځان ،مال او ناموس د دفاع لپاره یې خپل خواږه ځانونه قرباني کړل او کوي يې.

د ا.ا.ا د هر نوع شر او فساد (داخلي او خارجي) نه د خپل ولس د نجات له پاره مبارزه شروع کړې ده، د مبارزې په درشل او د سياسي واکمنۍ د ماموريت په اخيستلو کې يې په ډېر اخلاص او جرئت د هر نوع فساد (سياسي، اخلاقي، اقتصادي، اجتماعي او کلتوري …) د ريښو د ايستلو لپاره مؤثر او قاطع اقدامات کړي دي او ولس يې ددې مهلک مرض له ضرر نه خلاص کړی دی.

د امارت د سياسي ژوند په ټول تاريخ کې داسې بېلګه ، لاسوند ، سند او ثبوت نشته چې په فساد لرلو کې دخيل وي او د ديني -ملي ارزښتونو او منافعو په ضد وي .د همدې طرز العمل له وجې يې د ولس له لوري د مشروعيت او تاييد سند حاصل کړی دی.

۴- د سياسي واکمنۍ مهمه او ستره وظيفه د خلکو د سر، مال، ناموس، جايدادونو او د کاري ساحې روحي او فزيکي ساتنه، په هېواد کې د امنيت تامينول، د بهرنيو د مستقيمو او غير مستقيمو مداخلو مخنيوی او د ټولنيز عدالت پياده کول دي، چې ددې وظيفې سم، مخلصانه او متعهدانه اجراء کول د واکمنۍ مشروعيت ثابتوي.

د ا.ا.ا په قایمېدو سره په ملک کې سراسري امنيت ټينګ دی. د هر افغان نارينه او ښځينه سر، مال او عزت خوندي او د هر نوع تجاوز نه مصؤن دی. د غلا، غصب، چور، رشوت، اختلاس، احتکار، قاچاق او سوء استفادې مخه نيول شوې ده او د روابطو په ځای د ظوابطو په اساس اجراات کيږي.

د کار، تعليم، تحصيل، تجارت او توليد د ودې او رونق لپاره مطمینه او ډاډمنه فضا او محيط جوړ شوی دی. د پرديو د شیطاني او جنايتي مداخلو نه وطن او ولس نجات پيدا کړی دی او افغان ولس ته ټوله دنيا د يوه باعزته او مستقل ولس په حيثيت قایيل دي. د نړۍ هېوادونه د افغان ولس د ذاتي ماهيت او طبيعت (په سوله‌ کې ژوند‌کول، د ملتونو خپلواکۍ او خود اراديت ته احترام ، نه د نورو په داخلي امورو کې مداخله او نه د نورو مداخله منل، په‌ علمي -تخنيکي-تکنالوژيکي -تجارتي او ثقافتي ساحو سازنده، مفيد او ابتکاري همکارۍ لرل او …‌) پوهېدلو او پېژندلو ته نږدې شوي دي او د روابطو د جوړولو لپاره تلاش کوي.

دا ټول هغه فکتورونه او واقعيتونه دي چې د ا.ا.ا د سياسي واکمنۍ مشروعيت او مقبوليت ثابتوي.

بناا د ا.ا.ا زموږ د تېرو واکمنيو او د جهان د سياسي واکمنيو سره په مقايسه مشروع ترينه او د افغان ولس لپاره مقبول ترينه واکمني ده.
د ا.ا.ا د واکمنۍ په مشروعيت او مقبوليت کې يوازې هغه اشخاص، ډلې، بانډونه او خارجي باداران شک لري او په ضد يې پروپاګند‌ونه کوي، د کومو چې شخصي او شيطاني ناولې ګټې له لاسه تللې دي او دا ګټې يې په افغانستان کې د جنګ، وينې تويولو، شر، فساد، تنطيم شوي ترور، چور او چپاول په جوړولو او دوام او د لکونو افغانانو په وژلو او زخمي کولو لاسته راوستلې او دا خبيثه طايفه بيا تلاش کوي چې همغه د وحشت او بربریت نه ډک حالت افغانستان ته راولي، خو دا ارمان به ګور ته يوسي.

سياسي واک چې د ملت خدايي او طبيعي ملکيت او حق دی اوس افغان ولس ته ميسر شوی دی او الحمدلله د چلولو ظرفيت يې هم پیدا کړی دی، نور به افغان ولس هېڅ شريرو، جنايتکارو او خايينو عناصرو او ډلو ټپلو ته دا موقع ور نه کړي، چې د ولس تر نامه لاندې په ولس تجارت، نخرې او ملنډې وکړي او خپل شيطاني غرضونه د دين، ولس، وطن، ملي، ازادۍ، مدني او بشري جذابو عنوانونو او نومونو لاندې عملي کړي.

ژوندی دې وي افغان ولس او سياسي واکمني يې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx