نړۍ

برتانیه : د قلمي ناول نسخه په 16 لکه ډالر وپلورل شوه

.

تېره ورځ دبرتانیې په مشهور پلورنځي (سوت بیزاکشن هاوس) کې د مشهور برتانوي ناول لیکونکي (جین اسټن) په لاس لیکل شوی قلمي ناول په شپاړلس لکه ډالرو وپلورل شو.د واټسنس نومې ناول نسخه چې تر اوسه لا بشپړه شوې نده وار دمخه په دومره لوړ قیمت پلورل کېدل یوه غیرعادي پیښه ده .

نوموړی ناول چې په 68 پاڼو کې ځای لري دوولس صفحې دنوموړي لیکوال دکورنۍ دوګړو له لور ي دلمړی نړیوال جنګ په مهال د سره صلیب دادارې سره دمرستې په موخه وپلورل شو .چې نوموړې ورقې یې دامهال دنیویارک دمارګن په کتابتون کې پرتې دي .

ګمان کېده چې دده ناول به ددرې لکه شل زره څخه نیولې تر پنځه لکه پورې بیه ولري ،مګر ټولې رایې غلطې ثابتې شوې او نوموړی ناول په 16 لکه ډالر وپلورل شو .

دبرتانوي ادیب اسټن ټول شپږ ناولونه خپار ه شویدي .نوموړی په ۱۸۱۷ م مې یوڅلویښت کلنۍ په عمر مړ شو .

عابر مسافر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x