ورزش

د ملي لوبډلې نوي لباس کې د هېواد د کلتور نښې او لرغونتیا په پام کې نېول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د بنګلادیش لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو او تمریناتو لپاره رسمي لباس رسنیز کړ چې د هېواد کلتوري نښې او لرغونتیا په نغښتې دي.

د کرکټ بورډ له لوري په دې تړاو ځانګړې خپرپاڼه خپره شوې چې په لباس کې نغښتې کلتوري نښې او لرغونتیا په پام کې نېول شوي دي.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي، «په لوبیز لباس کې برګ خالونه د افغانستان د نایابه او کم پیدا واورین پړانګ څرګندویه دي، او سور رنګ پکې د لوبې د جذبې په معنا دی چې د افغانستان کرکټ بورډ لوګو ورته ځانګړی ښایست وربخښلی دی».

دغه راز په تمریناتي لباس کې طلایي رنګ د چرمې معنا افاده کوي چې د افغانستان د کلتور له مخې په پخوانیو او اوسنیو ښایسته واسکټونو کې کارول کېږي.

د کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، «د غر او سپین رنګ ښکلا، د افغانستان د مشهور غر (سپین غر) معنا وړاندې کوي چې ډېری وخت په واورو پوښل شوې وي».

سربېره پر دې د مثلث په څېر نښې د افغانستان په مشهورو غالیو او ګیلمونو کې کارول کېږي چې یادې ټولې نښې د افغانستان د هویت، فرهنګ او پېژندنې په برخه کې ځانګړي ارزښتونه او مقامونه لري.

May be an image of text

د کرکټ بورډ له لوري د لباس خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو ضد او نقیض خبرونه خپاره شول چې یوه لوري دغه لباس وستایه خو بل لوري ځینې نېوکې وکړې.

په ټولنیزو رسنیو ځينو فعالانو نېوکې کړي چې له لباس څخه د ملي بیرغ رنګونه له منځه وړل شوې دي، او د لباس اساسي رنګ د سریلانکا لوبډلې لباس رنګ ته وره دی.

د کرکټ مبصر او کارپوه جعفر هاند د ملي لوبډلې نوی لباس ستایلی او ویلي، «لباس چې څومره ساده وي ښه وي، معمولا لباس د تجارتي شرکتونو لپاره مرکز بلل کیږي، په دې هیله چې کرکټ بورډ ښه مالي ملاتړي ومومي ګټه یې کرکټ بورډ ته ورسیږي».

هغه زیاتوي چې لباس د افغانستان ملي بیرغ لري، رنګ یې هم بد نه دی په سترګو بد نه لګیږي او ساده هم دی، خو په وینا یې د سریلانکا لباس ته ورته دی.

ټاکل شوې ده د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګلادیش پر وړاندې درې یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي چې د فبروري په ۲۳مه نېټه پېلیږي. افغان لوبډله به بنګلادیش ته په ۱۲مه نېټه سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داکتر سیدعمر نیازی

داچی افغانستان یو زراعتی هیواد دی پکار داوه چی زراعت ته په پام سره د غنمو . شولی یا پنبی ونی هم په کی ځای شوی وای

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx