ټکنالوژي

واټس اپ بالاخره هغه ځانګړتیا وړاندې کوي چې له ډيره وخته ورته انتظار کېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۰ل): د ټولنیزو رسنیو مشهوره شبکه واټس اپ یوه داسې نوې ځانګړتیا وړاندې کوي چې کاروونکي یې له اوږدې مودې راهیسې انتظار کوي.

د واټس اپ تخنیکي خبري سایټ WABetaInfo راپور ورکړی چې ددې ځانګړتیا له مخې به کاروونکي غږیز پیغام په داسې حال کې هم واوریدلی شي چې له دغې چیټ خانې څخه ووځي.

دا به په عملي توګه د کاروونکو د وخت لنډولو کې هم مرسته وکړي، په ځانګړي توګه په اوسني وخت کې چې د واټس اپ کاروونکي د یوه غږیز پیغام د اوریدو پرمهال نشي کولی بل کار وکړي.

ددې ځانګړتیا له پېلیدو وروسته به کاروونکي وکولی شي واټس اپ کې د حرکت پرمهال غږیز پیغامونه واوري. په دې معنا چې تاسې یو پيغام وغږوئ، او په عین حال کې د واټس اپ نورې برخې وکاروئ.

تر دې مهاله واټس اپ ددې ځانګړتیا بیټا نسخه د ایفون په IOS سیستم کې وړاندې کړې خو لا دقیقه نه ده څرګنده شوې چې کله به په اندراید موبایلونو کې وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx